شاته

عربستان د شانګهای د همکاریو سازمان سره یوځای شو

د سعودي عربستان کابینې د شانګهای د همکاریو له سازمان سره د یوځای کیدو پریکړه په داسې حال کې تصویب کړه چې ریاض د متحدو ایالتونو له امنیتي اندیښنو سره سره، له چین سره اوږدمهاله مشارکت ډیروي.

د عربستان رسمي رسنۍ SPA راپور ورکړی چې د دولت کابینې، یو هوکړه لیک لاسلیک کړ چې له مخې یې یاد شاهي هیواد ته د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د (خبرو د شریک) موقف ورکول کیږي.

د شانګهای د همکاریو سازمان یو سیاسي او امنیتي بنسټ‌ دی چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د چین، روسیې او د منځنۍ آسیا د هیوادونو له خوا رامنځ ته شو او وروسته بیا هند او پاکستان هم پکې شامل شول.

ددغه سازمان د جوړیدو هدف په سیمه کې د لودیځ له نفوذ سره د تعادل رامنځ ته کول دي.ایران هم تیر کال په یاد سازمان کې د غړیتوب سند لاسلیک کړ.

د "خبرو د شریک" موقف په یاد سازمان کې د شاملیدو لومړۍ مرحله ده او په دویمه مرحله کې سعودي عربستان ته بشپړ غړیتوب ورکول کیږي.

خو له بیجینګ سره د ریاض اړیکو په واشنګټن کې امنیتي اندیښنې رامنځ ته کړي دي ځکه عربستان د امریکا پخوانی متحد دی. واشنګټن وایي د نړۍ په هیوادونو کې د چین د نفوذ هڅې به په منځني ختیځ کې د امریکا سیاست بدل نکړي.

سعودي عربستان او د خلیج نور هیوادونه د امنیت د عمده تضمین کوونکي په توګه د متحدو ایالتونو وتل د اندیښنې وړ بولي ، خو واشنګټن وایي د یو فعال شریک په توګه به په سیمه کې پاتې شي.

افغانستان د شانګهای سازمان د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو د نولسمې غوندې د بحث یو مورد وو چې د تیر میلادي کال اګست میاشتې په ۲۴ د ازبکستان په پلازمینه تاشکند ښار کې ترسره شوه.