شاته

د خوست پوهنتون کادري روغتون کې يو شمېر نوي طبي ماشینونه فعال شول

د خوست شیخ زاید پوهنتون په تدریسي روغتون کې د نوې طبي ټکنالوژۍ د یو شمېر نورو وسایلو د فعالېدو په تعقیب دا ځل د (ایم‌ار‌ای) او (سي‌ټي سکن) طبي ماشینونه هم فعال شول.

روغتیايي کارکوونکي وايي، پخوا د خوست هغه ناروغان چې د ناروغیو تشخیص يې دې ټکنالوژۍ ته اړتیا درلوده، اړ وو چې کابل یا له هغې وړاندې پاکستان ته ولاړ شي.

یاد طبي ماشینونه د هغې مرستې یوه برخه ده، چې پنځه کاله مخکې د متحده عربي اماراتو د شیخ زاید بنسټ د خوست تدریسي روغتون ته ورکړې وه، خو د اړتیا سره، سره تر اوسه نه وو فعال شوي.

د جراحي ډيپارټمنټ استاد ډاکټر بادشاه زار عبدالي د دې ټکنالوژۍ د ارزښت او اړتیا په باب وویل: "افغاني کادرونه په استعداد کې له نورې نړۍ کم نه‌دي، خو دلته ډاکټران په ټوله مانا اوس‌مهالي طبي ټکنالوژۍ ته لاس‌رسی نه‌لري."

سي‌ټي سکن، چې د خوست پوهنتون کادري روغتون کې فعال شو.
سي‌ټي سکن، چې د خوست پوهنتون کادري روغتون کې فعال شو.

دی زیاتوي، د دې ټکنالوژۍ پر مټ به دوی وکولای شي، د عمومي جراحي، داخله او عصبي جراحۍ په برخو کې هغه ناروغۍ چې دوی پخوا نه‌شوای تشخیص کولای، تشخیص او معالجه کړي.

د شیخ زاید پوهنتون د تدریسي روغتون مسوولین وايي، چې څو ورځې وروسته به په ورته توګه، دې روغتون کې د انجیوګرافي ماشین او هغه ماشین چې د هغې په واسطه د پښتورګو تیږې ماتیږي فعال شي.

د دوی په وینا هره ورځ به په منځني ډول لس ناروغان په سي‌ټي سکن او لس ناروغان په ایم‌ار‌ای ماشينونو کتل کېږي او پنځو ناروغانو ته به هم انجیوګرافي کېږي.

"موږ ډېر خوښ یو چې د روغتون له‌خوا کابل ته د ایم‌ار‌ای او سي‌ټي سکن د ټرینینګ لپاره لېږل شوي وو

د نوې فعالې شوې طبي ټکنالوژۍ د کارونې لپاره په کابل کې یو شمېر ځوان ډاکټران هم روزل شوي دی.

د دې روزل شویو کسانو یو هم ډاکټر شاهد یوسفزی دی، چې د تدریسي روغتون د راډیولوژي ډيپارټمنټ د ایم‌ار‌ای د برخې د تکنیشن په توګه دنده ترسره کوي.

نوموړی وايي: "موږ ډېر خوښ یو چې د روغتون له‌خوا کابل ته د ایم‌ار‌ای او سي‌ټي سکن د ټرینینګ لپاره لېږل شوي وو، هلته موږ د سافت ویر او نورو پروسیجرونو کې ډېرې ښې زده‌کړې وکړې، دغه ټکنالوژي چې خوست ته راغلې ده، ډېرو کمو ځایونو کې موجوده ده، تاسو ته ډاډ درکوو چې موږ د دې وړتیا لرو هغه پروسېجرونه چې په نورو ځایونو کې کېږي، خوست مېشتو ته يې وړاندې کړو."

د خوست پوهنتون روغتون کې ځینې نوي طبي ماشیونه فعال شول
د خوست پوهنتون روغتون کې ځینې نوي طبي ماشیونه فعال شول

سره له دې چې د شیخ زاید پوهنتون تدریسي روغتون ته له مخکې پرسونل ګمارل شوی وو، خو د ځینو ستونزو له کبله دا روغتون شاوخوا یوولس کاله غیر فعال و.

د تدریسي روغتون مسوولین وايي، د خلکو لپاره د روغتیايي خدمتونو د ترسره کولو په څنګ کې په دې ځای کې د طب پوهنځي محصلانو ته د عملي زده‌کړو زمینه هم برابره شوې ده.

دا سرویسي صحي خدمتونه دي

د تدریسي روغتون مشر ډاکتر حمیدالله نادري وايي: "ډاکټرصایبان په دې پوهېږي، چې دا سرویسي صحي خدمتونه دي، چې د افغانستان په دولتي شفاخانو کې ممکن نه‌دي، خو الحمدالله خوست هم د دې شاهد دی چې سي‌ټي سکن او ایم‌ار‌‌ای له لارې به هېوادوالو ته وړیا خدمتونه وړاندې کوي."

د خوست پوهنتون تدریسي روغتون سره پنځه کاله مخکې د ۸,۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د عربي اماراتو د شیخ زاید بنسټ له‌خوا د اوس‌مهالي طبي وسایلو او پرمختللې ټکنالوژۍ مرسته وشوه، چې د ایم‌ار‌ای او سي‌ټي سکین ماشینونو په ګډون ډېری ټکنالوژي تر اوسه نه وه فعاله شوې.

د خوست تدریسي روغتون اوس‌مهال ۲۴۸ کسان طبي، اداري او خدماتي پرسونل لري او د سره صلیب نړیوالې کمېتې سره قرارداد وروسته يې فعالیتونه منظم شوي دي.

اړوند مطالب