شاته

د عربي متحده اماراتو ولسمشر خپل مشر ځوی د ابوظبي ولیعهد وټاکه

واشنګټن – د عربي متحده اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زید النهیان خپل مشر ځوی شیخ خالد د ابوظبي ولیعهد ټاکلی او خپل ورونه یې هم په لوړو دندو ګمارلي.

دغه خبر د یاد هېواد دولتي رسنۍ د شورو یا چهارشنبې په ورځ ورکړی.

شیخ محمد تېره کال ولسمشر او د ابوظبي واکمن شو. نوموړی تر هغې مخکې د کلونو لپاره د امریکا د متحد اوپېک د تېلو تولیدونکی و.

شیخ محمد خپل ورور شیخ منصور خپل مرستیال او شیخ محمد بن راشد المکتوم د دوبۍ واکمن ټاکلی.

دا ټاکنې ښيي چې په ابوظبي کې واک نور هم مرکزي شو. په عربي متحده اماراتو کې چې د تېلو څخه یو ډېر بډایه هېواد دی اوه امارتونه دي او سیاسي‌ سرښار یې ابوظبي ده.

دوبۍ بیا د خیلج د سوداګرۍ او سیلګرۍ مرکز دی.

شیخ محمد خپل ورونه شیخ تهنوم بن زید النهیان او حضا بن زید النهیان د ابوظبي مرستیال وکمنان ټاکلي.

شیخ تهنوم همدارنګه د عربي‌ متحده اماراتو د ملي امنیت سلاکار دی او د دغه سلطنت د سوداګرۍ چارې کنټرولوي.

په اروپايي کاونسل کې یو څېړونکي سیزیا بیانکو په ټویټر لیکلي، چې "شیخ محمد د خپلو ورونو په ټاکلو سره د قدرت شریکولو توازن وساته خو یواځې د ابوظبي په النهیان په قبیله کې."

د ولیعهد په توګ د شیخ خالد ټاکل په عرب خلیج کې د اکثرو شاهي دولتونو یو دود دی چې غواړي د ورونو په پرتله یې واک نیغ په نېغه ځامنو ته ولاړ شي لکه د سعودي‌عربستان په‌ څېر.

په ابوظبي کې ولسمشر د عربي متحده اماراتو له جوړېدو راهیسې یعنې کله چې د شیخ محمد پلار په ۱۹۷۱ کې عربي متحده امارات سره راټول کړل موجود وي.‌

څېړونکي وايي،‌ شیخ محمد چې په MbZ باندې مشهور دی خپل ځوی په امنیت، استخباراتو،‌ اقتصاد او‌ حکومت کې په بېلابېلو څوکیو باندې ځلولی دی.

شیخ محمد د کلونو لپاره د خپل ورور لپاره د واکمن په توګه کار کاوه څوک چې په تېرې مې میاشت کې مړ شو.

هغه په منځني ختیځ کې له بحرین سره یوځای په ۲۰۲۰ کال کې له اسرایلو سره اړیکې نورمالې کړې تر څو د ایران پرضد یو نوی بلاک جوړ کړی خو لا تر اوسه هم له تهران سره د فشارونو په کمولو باندې کار کوي او پام یې اقتصادي‌ لومړیتوبونو ته دی.

عربي متحده امارات همدارنګه له روس او چین سره ژورې اړیکې لري.

د لسو میلیونو وګړو دغه هېواد خپل سیاسي او اقتصادي‌ ثبات خپل ویاړ بولي.‌

د دغه هېواد خلک د ټولې نړۍ په پرتله تر ټولو زیاتې پیسې ګټي او په میلیونونو بهرنیان ورته د کار کولو لپاره ورځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00