شاته

امریکا د لویو احتمالي جګړو د چمتوالي په هدف د درندو وسلو تولید زیاتوي

د متحدو ایالتونو د وسله وال پوځ عمومي لوی درستیز د چهار شنبې په ورځ مارچ ۲۹ (وري نهمه) خبرداری ورکړ که متحده ایالات له یو ستر قدرت سره په جګړه کې داخل شي، د درندو وسلو استفاده به فوق العاده زیاته وي.

جنرال مارک میلي وویل، ددې لپاره چې امریکایي ځواکونه د مهماتو له کموالي سره مخ نشي، باید یو لړ اقدامات تر لاس لاندې ونیول شي.

دغه جګپوړي امریکایي چارواکي زیاته کړه، په یوې محدوده سیمه ایزه جګړه کې د اوکرایني ځواکونو د درندو یا متعارفو وسلو مصرف، ډیر لوړ دی او له دې څخه باید تجربه واخیستل شي.

د امریکا د وسله وال پوځ عمومي‌ لوي درستیز د یاد هیواد د کانګرس د استازو مجلس د وسله والو خدمتونو کمیټې ته وویل: "که د کوریا په وچه کې جګړه وشي، یا د روسیې او متحده ایالاتو او یا هم متحده ایالتونو او چین ترمنځ لویه جګړه وشي، د مهماتو د مصرف کچه به فوق العاده زیاته وي."

نوموړي زیاته کړه، باید ډاډ رامنځ ته شي چې د امریکا زیرمې د واقعي احتمالي موادو لپاره چمتو دي.

دا په داسې حال کې ده چې د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت مرستیال ګیب کاماریلو تیره ورځ وویل چې امریکا غواړي د توپونو د مرمیو تولید زیات کړي.

نوموړي د امریکا د اردو د ټولنې په یوې غونډه کې وویل:"موږ د تولید په وړتیا کې پانګونه کوو... ۱.۴۵ میلیارده ډالره ، څو ۱۵۵ میلي متري مرمۍ په میاشت کې له ۱۴۰۰۰ څخه د کال تر پایه په میاشت کې ۲۴۰۰۰ زیاتې شي."

نوموړي زیاته کړه، په دې پروګرام کې تر ۲۰۲۸ مالي کال پورې په تولید کې د شپږ ځله زیاتوالی، په میاشت کې د ۸۵۰۰۰ مرمیو تولید شامل دی.

دغه امریکایي چارواکي وویل، متحده ایالات غواړي د اوږې سر راکټونو د دستګاوو، مهماتو او د هیمارس راکټونو د توغول کیدو د دستګاوو تولید هم زیات کړي.