ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ازادي راډیويي مجله؛ لیکوالان نقد څنګه وزغمي؟

د ازادي راډیويي مجلې په خپرونه کې اورئ چې کابل کې د دروېش دراني په کتاب کره کتنه شوې ده. په غونډو کې لیکوالان نقد څنګه وزغمي؟ په دې مجله کې شعر ته هم ځای ورکړل شوی. په خپرونه کې یو شمېر نورو مطالبو ته هم ځای ورکړ شوی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

05.11.2022 ازادي راډیو

عمران خان: شهباز شریف او د پوځ یو جګپوړي قوماندان زما د ترور دسیسه جوړه کړې وه

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان ادعا لري چې اوسني صدراعظم شهباز شریف یې د ترور په دسیسه کې لاس درلود او دا کار یې د کورنیو چارو د وزیر رانا ثناالله او د پوځ یو جګپوړي قوماندان سره په ګډه طرحه کړی و.

05.11.2022 امریکا غږ

امریکا د تیلو د قاچاق کولو په یوې شبکې بندیزونه ولګول چې حزب الله او قدس ځواکونو ملاتړ کوی

په تهران د فشار ډیرولو په هڅو کې متحده ایالاتو د تیلو د قاچاق کولو په یوې نړیوالې شبکې بندیزونه ولګول چې ویل کیږي د ایران د قدس ځواکونو او حزب الله شعیه ډلې سره مالي ملاتړ کوي.

05.11.2022 امریکا غږ

د عمران خان تورونه بې بنیاده او د منلو وړ نه دي: ايي اېس پي‌ ار

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې (ایي اېس پي ار) په یو بیان کې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان لخوا لګول شوي تورونه رد کړي او دغه یې بې بنیاده بللي. عمران خان تیره ورځ په یو خبري کانفرنس کې د زیارت د ورځې برید پړه په وزیراعظم شهباز شریف، د کورنو چارو وزیر رانا ثنا الله او د پاکستان د پوځ په یو لوړ افسر مېجر جنرل فېصل نصیر اچولې وه خو په دغې اړه یې کوم ثبوت نه وو وړاندې کړی. تیره شپه ناوخته د ايي اېس پي ار لخوا په خپور شوي بیان کې وېل شوي، د پي ټي ايي د مشر لخوا د یوې ادارې او په خاصه توګه د یو مشر افسر پرضد بې بنیاده تورونه د منلو وړ نه دي. د بیان تر مخه که چرې څوک د خپلو ناوړه مقصدونو لپاره داسې بې بنیاده تورونه لګوي او پوځي افسران او عسکر بدناموي نو اداره به په هر حال کې د خپلو افسرانو او سپایانو حفاظت کوي. بیان کې زیاته شوې، د پوځ دننه د احتساب یو خپل نظام شته کوم چې په هر پوځي عملي کیږي. د ايي اېس پي‌ ار په دغه بیان کې د پاکستان د حکومت نه هم خواست شوی چې د دغه معاملې پلټنې دې وکړي او کوم خلک چې په پوځ بې بنیاده تورونه لګوي او یا یې بدناموي، د هغوي پرضد دې ګامونه پورته کړی شي. د پاکستان د پوځ د ویاندې ادارې لخوا  په دغه بیان کې وړاندې لیکل شوي چې هیڅ چا ته به دا اجازه ور نه کړي چې په اداره او افسرانو داسې بې بنیاده تورونه ولګوي او دغه ګام یې د غندنې وړ بللی. د ايي‌ اېس پي ار لخوا دغه بیان د تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان لخوا تیره ورځ د یو خبري کانفرنس وروسته راغلی. عمران خان څه ویلي وو؟ د زیارت په ورځ  برید کې د ژوبلیدو وروسته عمران خان تیره ورځ  د روغتون په یوه ویډیو وینا کې دعوه کړې چې د مارچ پېلیدو وړاندې په ګجرات یا وزیر اباد کې د هغه د وژلو منصوبه تیاره شوې وه. پخواني وزیراعظم د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه ته ویلي چې د جنرل فیصل نصیر نه دې استعفا واخلي او پلټنې دې ترې وشي. عمران خان جنرل باجوه ته ویلي،  راوېښ شه، هیواد د تباهۍ اړخ ته روان دی. د تحریک انصاف ګوند مشر بې د کوم ثبوته ویلي چې د دې نه وړاندې هم څلورو کسانو په بنده کوټه کې د هغه د وژلو فیصله کړې وه، چې هغه یې ویډیو هم لري.  عمران خان ویلي څلور ډزه لګیدلی دی خو کومه حمله چې پرې شوې ده دهغې تفیصلات به وروسته ووایي .‌ د برید کونکي بله ویډیو په عین حال کې په عمران خان دبرید په تور دنیول شوي تن یوه بله ویډیو هم په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ده په کوم کې چې دنوید مهر په نوم نیول شوی دا تن دعوه کوي چې عمران خان باندې یې برید دمذهب دسپکاوي له امله کړی دی اؤ په دې خفه دی چې ولې یې عمران خان نه دی وژلی. دجیو په نوم پاکستاني رسنۍ وایي په عمران خان دشوي برید ایف ایي ار لا نه دی درج کړل شوی اؤ ددې ایف ایي ار درج کیدو پسر دعمران خان اؤ دپنجاب دوزیراعلا پرویز الهي ترمنځ اختلافونه پیدا شوي دي. دغه رسنۍ دعوه کوي چې عمران خان غواړي په ایف ایي ار کې باید دپوځ دیو لوړ پوړي افسر نوم هم واچول شي خو وایي پرویز الهي دریځ لري چې هرکله پېښه کې ککړ تن نیول شوی اؤ پلټنې ترې روانې دي نو بیا څنګه کولی شي چې دپوځ یو لویې افسر په ایف ایي ار کې ونوموي.

04.11.2022 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

04.11.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

04.11.2022 امریکا غږ

ظریفه یعقوبي په کابل کې نیول شوې؛ یوناما یې خوشې کیدل غواړي

طالبانو د پنجشنبې په ورځ نومبر دریمه (لړم ۱۲) د ښځو د حقونو فعاله ظریفه یعقوبي او د هغې څلور نارینه همکاران د کابل په لویدیځ کې د ښځینه فعالانو د یوې خبري غونډې په ترڅ کې ونیول.

04.11.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

04.11.2022 امریکا غږ

 کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان په یوې په زړه پورې لوبې کې سیالي اسټرالیا ته وبایله

د اسټرالیا سره له ماتې وروسته د افغانستان د کرکټ ټيم کپټان محمد نبي له کپټانۍ استعفا وکړه. په اسټرالیا کې روان د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کې افغانستان د جمعې په ورځ نومبر څلورمه (لړم ۱۳) کوربه ټیم اسټرالیا سره خپله وروستۍ سیالۍ کې پچه وګټله او اسټرالیا ته یې د توپ وهنې بلنې ورکړه. اسټرالیا ته ددې سیالۍ ګټل خورا مهم و، او غوښتل یې افغانستان ته په ستر توپیر ماتې ورکړي ترڅو د دې ګروپ په لومړیو دوو ټیمونو کې ځای ونیسي. خو د افغانستان د توپ اچونکو نوین الحق، راشدخان او فضل حق فاروقي د ښې توپ اچونې له کبله استرالیا ډیرې منډې ونه کړای شوې او د اتو لوبغاړو په سر یې شلو اورونو کې ۱۶۸ منډې وکړې. د اسټرالیا له لوري زیاتې منډې ګلین میکسول وکړې. د افغانستان له لوري نوين الحق د اسټرالیا درې لوبغاړي وسوزول. د افغانستان توب وهونکو د اسټرالیا د وړکړل شوي هدف ۱۶۹ په تعقیب کې ښه لوبه پیل کړه او یو وخت داسې بریښیدل چې افغانستان به دا سیالي ډیر په اسانه وګټي. خو د رحمن الله ګربز او ګلبدین نایب له سوزیدو نه وروسته د افغانستان مهم لوبغاړي کپټان محمد نبي، نجیب ځدراڼ او ابراهیم ځدراڼ یو د بل پسې وسوزیدل او لوبه د افغانستان له لاسه ووتله. د لوبې په وروستیو اورونو کې افغان لوبغاړي راشد خان هڅه وکړه چې تیزه لوبه وکړي او پاتې توپونو کې هدف ته ورسیږي خو هغه ونه توانیدو چې وروستۍ شپږې منډې ترلاسه کړي. راشد خان په ۲۳ توپونو ناسوزیدلې ۴۸ منډې وکړې. د اسټرالیا لوبغاړی ګلین میسکول د ۵۴ منډو او غوره لوبې په اساس د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو. له دې ماتې نه سمدستي وروسته د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان محمد نبي په خپل فیسبوک پاڼه ولیکل چې دی نور د افغانستان د ملي ټیم د کپټانۍ نه استعفا کوي او که ټیم ته ضرورت وي نو د لوبغاړي په توګه به ملي خدمت ته ادامه ورکوي. په دې ماتې سره د کرکټ شل اوریز نړیوال جام کې د افغانستان سفر پای ته ورسید. افغانستان دې جام کې درې لوبې وکړې او درې واړه یې وبایللې.  دوه سیالۍ یې د باران له کبله لغوه شوې. د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به د اسټرالیا د شل اوریز نړیوال جام نه وروسته د دریو، یو ورځنیو سیالیو دپاره سریلانکا ته سفر وکړي.

04.11.2022 امریکا غږ

بایډن: ایران به ژر ازاد شي؛ رئیسی: ایران ۴۳ کاله وړاندې ازاد شو

د امریکا ولسمشر جوبایډن په کلیفورنیا کې د دموکرات ګوند د انتخاباتي کمپاین پر مهال وویل چې ایران به ډېر ژر ازاد شي.

04.11.2022 امریکا غږ

د حایل اونیزه خپرونه

آیا طالبان د پخواني جمهوریت د چارواکو، پخوانیو سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو، او مخورو شخصیتونو سره د نوي نظام جوړول به ومني؟ دا اونۍ د امریکاغږ په حایل خپرونه کې په همدې موضوع بحث شوی. هیله ده دا بحث د کابل په وخت ماښام ۷ بجې د امریکاغږ په سټلایت او انټرنټي پاڼو وګورئ.

04.11.2022 امریکا غږ

پښتین: په خاوره به پردۍ جګړې ته ځای نه ورکوو

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي. ټي. اېم) مشر منظور پښتين وایي پښتانه بیدار شوي او د خپلې خاورې بیا، د هغه په وینا، په پراکسي جګړه کې د کارولو اجازه به هیچاته ورنه کړي. په اتم اکتوبر د کاکول پوځي اکیدمۍ کې د پاکستان د پوځ سر لښکر قمر جاوید باجوه هم یوې دستورې ته نزدې دغه خبره کړې وه. نوموړي ویلي وو کوم هېواد، ډلې، يا قوت ته به اجازه ورنکړي چې پاکستان بې ثباته کړي. په پښتونخوا صوبه کې عوامي نېشنل ګوند او پي. ټي. اېم. د پوځ په ملاتړ د یادې صوبې د ویاند بېرسټر سېف په مشرۍ کې پاکستاني طالبانو  سره د خبرو په روانه لړۍ اعتراضونه لري او د طالبانو یا دهغوی ملاتړو امن کمېټيو په فعالیتونو او زیاتېوندکو حدفي بریدونو او اولس ته په ګواښونو اندېښمن دي. د جمعې په ورځ دپښتون ژغورنې غورځنګ په جنوبي وزیرستان اعظم ورسک سیمه کې احتجاجي غونډه کړې ویلي دي، "پاکستان د نړۍ د طاقتونو په جګړه کې سوداګري پیل کړې ده خو په پښتنو کې دجګړې په ضد شعور پيدا شوى اؤ نن دا ټول خلک دجنګ اؤ بدامنۍ څخه کرکه کوي". نوموړي د دغه تور په اړه کوم ثبوت ورکړی نه دی خو کېدای شي اشاره یې د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان لانجمن رول ته وي. پي‌ ټي ایم وایي هغه قوتونه چې غواړي د پښتنو په خاوره کې بیا جګړه پیل کړي. شکست د هغوي مقدر ګرځیدلی دی. دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین یادې غوندې ته خپله وینا کې ویلي پښتانه د تیرو دوؤ لسیزو نه په جنګ کې ښکېل دي چې په دغه جنګونو کې یې هر څه بایللي او دوی ته نوره دا جنګي پالیسي د زغملو وړ نه ده او که څوک له دې پالیسو لاس نه اخلي بیا هغه هم دوی ته د زغملو وړ نه دي . غونډې ته پخپله وینا کې منظور پښتین وویل چې په خپله ډيرو پاکستاني جرنیلانو او نورو مسولینو په وار وار منلې ده چې ترهګر د دوی لخوا روزل شوي دي. هغه دامریکې او نړیوالو نه پوښتنه وکړه چې هرکله پاکستاني جرنیلان په خپله مني چې ترهګر دوئ روزي بیا ولې دوئ ته دترهګري پرضد ډالر ورکول کیږي؟ د امریکا پخواني صدر ټرمپ د 2018م په لومړۍ نېټه د پاکستان په رول نیوکې کړې وې او ویلي یې وو چې پاکستان ته امریکا د ترهګرۍ ضد جګړه کې 33 اربه ډالره ورکړي خو امریکا سره یې په ځواب کې دهوکه کړې ده. پاکستان دغه تورونه رد کړي وو. منظور پښتین تر دې وړاندې هم وخت په وخت دپاکستان په پوځ اؤ استخباراتي ادارو دترهګرو د روزلو اؤ سرپرستۍ تورونه لګوي خو دپاکستان پوځ په وار وار دا تورونه رد کړي اؤ دریځ لري چې پي ټي ایم د دښمنو هیوادونو په لمسه دا کار کوي اؤ ددې ترڅنګ په پي‌ ټي ایم د بهر نه دپیسو اخستو تورنه هم لګوي. منظور پښتین وویل د چین او امریکا په روانه شخړه کې حکومت د پښتنو دخاورې کارولو پلان لري خو اوس خلک بیدار شوي او د پښتنو خاوره به بیا په دغه پراکسي جګړه کې ونه کارول شي. هغه وویل پراکسي جنګونه هغه وي چې خاوره او تاوان د بل وي خو د جنګ ګټې یې بیا خپلې وي. هغه ویلي دې خاورې ته بیا د جنګ نوې منصوبې راوړل شوي او که په وخت یې مخه ونه نیول شي دا به بیا د سیمې خلک د سختو کړاونو سره مخ کړي. جنرل باجوه د اکتوبر په اتمه پوځیانو ته د وینا په مهال دعوه کړې وه چې پوځ پاکستان نه دمنظمې ترهګرۍ نوغی ویستی اؤ ویلي یې وؤ دا داسې کامیابي ده چې ګڼ شمیر هیوادونه یا پوځونه یې دعوه نه شي کولی. دپاکستان پوځ تر دې وړاندې هم وخت په وخت دعوې کړې دي چې هیواد نه یې دمنظمې ترهګرۍ نوغی ویستی دی خو ددې دعوؤ په څنګ کې دپاکستان دننه په امنیتي ځواکونو دبریدونو لړۍ هم دوامداره ده. د دې ادعاو تر څنګ، د پاکستان پوځ په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو سره هم د جون د میاشتې نه خبرې پېل کړي. د دغو خبرو مشري په پښتونخوا کې د عمران خان د صوبايي حکومت ویاند بېرسټر سېف کړي دي او نوموړي وي او ای ډیوه ته ویلي د طالبانو سره د خبرو دریم پړاو به نومبر کې پېل کېږي. په جنوبي وزیرستان کې د نامنۍ پرضد وروستۍ ولسي غونډه په علاقه کې د هدفي پیښو او خلکو د تښتولو پر ضد شوې ده. ښاغلي پښتین د پښتنو وروسته پاتې والي ته په اشارې سره وويل چې دوی په ٢١مه پېړۍ کې د بې روزګارۍ او جهالت په زنځيرونو کې بنديان دي ځکه چې پر پښتنو پردي جنګونه تپل شوي دي. نوموړي په خپله وینا کې د وزیرستان له خلکو وغوښتل چې د سوات په څېر یووالی وښايي.  هغه وویل د ناامنۍ پرضد خلکو ته وویل کیږي چې لښکرې جوړې کړئ خو وایي لښکرې خلک هلته جوړیږي چې د یو ملک پوځ نه وي. دنوموړي په وینا "دلته خو پوځ هر کال دو زره اربه روپۍ د دخلکو د ټیکسونو دپیسو نه دې د پاره اخلي چې خلکو ته به تحفظ ورکوي " هغه وویل د شلو کالو جنګونو وروسته اوس ددغو علاقو خلک بیدار شوي او که لښکر ته مجبور شول بیا به ددې ځای نه هرقسمه ټوپک مار هغه که په وردۍ کې وي او که دغسې له دې خاوره به یې اوباسي. هغه وویل د علي وزیر په ګرفتارۍ کې د جمهوریت دعوه کوونکي سیاسي ګوندونه، عدالتونه او میډیا دا ټول مالوم شول چې څومره بې اختیاره دي. په غونډه کې ګڼ شمیر خلکو برخه اخستې وه. دجلسې په میدان کې دځای نه کېدو په وجه زیات خلک د ودانیو په چتونو ناست وو او دوی ته د پولیسو څارنه هم ترلاسه و.

04.11.2022 ډیوه

د امریکې "مېډټرم" یا د منځنۍ مودې انتخابات او د دې اهمیت

په مېډټرم انتخاباتو کې د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا د نمایندګانو د ایوان ټولو چوکیو او د ایوان بالا د سېنېټ دریمه برخه چوکیو دپاره ووټونه اچول کېږي

04.11.2022 ډیوه

عمران خان وایي څلور ډزه لګېدلی، د وژلو پلان یې جوړ شوی ؤ، پلویانو یې له قهره ډک احتجاجونه کړي

دپاکستان په پخواني وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند په مشر عمران د زیارت په ورځ دشوي مرګوني برید پرضد نن دتحریک انصاف ګوند پلویانو په ګرد هیواد کې دقهره ډک احتجاجونه کړي اؤ داسلام اباد ترڅنګ فیض اباد سیمه کې دپولیسو اؤ مظاهره چیانو ترمنځ نښتې هم شوې دي. تر ژوبلیدو وروسته پخپل وړومبي ویډیو پیغام کې عمران خان تور لګولی دی چې وزیر اباد یا ګجرات کې  یې د وژلو پلان جوړ شوی ؤ اؤ وایي هغه څلور ډزه په پېښه لګیدلی دی. تحریک انصاف ګوند دپروني برید ذمه وار وزیراعظم شهباز شریف،دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله اؤ دپوځ یو لوړ پوړی افسر ګرځولی خو دکورنیو چارو وزیر وایي چې دا نیغ په نیغه دمذهبي انتهاخوښۍ یوه پېښه ده اؤ تحریک انصاف په دې بهانه هیواد کې انتشار جوړول غواړي. په عین حال کې پاکستاني رسنۍ دعوه کوي چې دهیواد پوځي استخباراتي ادارو په عمران خان دشوي برید پلټنو لپاره دجوړیدونکي کمیشن دبرخې جوړیدو نه انکار کړی دی . دیادې پېښې ایف ایي ار هم تر دې دمه نه دی درج کړل شوی اؤ رپورټونه وایي چې دپېښې دایف ایي ار پسر دتحریک انصاف ګوند دمشر عمران خان اؤ دپنجاب د وزیراعلا ترمنځ له دې امله اختلافونه رامنځته شوي دي چې عمران خان غواړي ایف ایي ار کې دپوځ یو لوړ پوړی مشر هم باید ونومول شي خو وزیراعلا پرویز الهي ددې سره اتفاق نه کوي. د زیارت په ماسپښین د پنجاب په وزیراباد سیمه کې دپخواني وزیراعظم په هغه احتجاجي کینټینر ډزې شوې وې چې د 28م اکتوبر نه یې داسلام اباد په لوري احتجاجي مارچ پیل کړی دی . په دې ډزو کې عمران خان اؤ دهغه د ګوند نور 12 کسان ژوبل شوي اؤ دګوند یو فعال یې وژل شوی دی. نن دجمعې په ورځ دهیواد په بیلابیلو ښارونو کې ددې برید پرضد تحریک انصاف ګوند له قهره ډک احتجاجونه کړي اؤ داحتجاج په توګه یې ځائ پځائ سړکونه تړلي اؤ اورونه بل کړي وؤ. داسلام اباد ترڅنګ په فیض اباد سیمه کې دپولیسو اؤ تحریک انصاف ګوند دمظاهرینو ترمنځ نښتې هم شوي دي. په سوشل میډیا خپرو شوؤ ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې دغلته دتحریک انصاف فعالین په پولیسو دکاڼو ګزارونه کوي، په سړکونو یې اورونه بل کړي اؤ پولیس په هغوئ اوښکې بهیونکي ګیسونه وروي. همداشان په پېښور کې هم دتحریک انصاف ګوند ګڼ شمیر فعالین سړکونو ته وتلي وؤ اؤ احتجاج یې کړی دی. پېښور کې دتحریک انصاف ګوند فعالیتونو ترڅو ساعتو ایم ون موټروی تړلې وه چې له امله یې په زرګونو ګاډي اؤ مسافر په سړکونو بند پاتې شوي دي. په کراچۍ،لاهور،کویټه، فیصل اباد اؤ دهیواد په نورو لویو اؤ وړو ښارونو کې هم دتحریک انصاف ګوند ګڼ شمیر پلویانو احتجاجونه کړي دي. دتحریک انصاف ګوند یو مرکزي مشر فواد چوهدري پرون په عمران خان د شوي برید نه وروسته دګوند پلویانو ته په وینا کې ویلي وؤ چې په عمران خان دشوي برید بدل به اخلي خو دا یې نه وه ښکاره کړې چې بدل به دچا نه اخلي؟ دفواد چوهدري له دغې وینا وروسته د زیارت په ماښام هم دهیواد مختلفو برخو کې دتحریک انصاف ګوند پلویانو له قهره ډک احتجاجونه کړي وؤ. په پېښور کې دتحریک انصاف ګوند پلویانو دکور کمانډر دکور اؤ دفتر مخې ته هم ورټول شوي وؤ اؤ احتجاج یې کړی ؤ اؤ ددې ترڅنګ یې دپولیسو په یو بکتر باندې ګاډي برید هم کړی ؤ. رسنۍ وایي دتحریک انصاف ګوند پلویانو نن په لاهور کې د ګورنرهاوس مخې ته هم احتجاج کړی ،اورونه یې بل کړي اؤ د ګورنر ماڼۍ یې دکاڼو ګزارونه هم کړي. اسلام اباد کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله ویلي چې په عمران خان چا برید کړی هغه نیول شوی اؤ اعترافي بیانونه یې هم مخې ته راغلي دي . هغه ویلي دا برید نیغ په نیغه دمذهبي انتها خوښۍ سره تړاؤ لري خو تحریک انصاف ګوند ترې خپلې سیاسي ګټې اخستل غواړي. دکورنیو چارو د وزیر وینا وه چې "مونږ عمران خان خپل دښمن نه بلکې سیاسي مخالف ګڼو خو عمران خان مونږ ته د دښمن په نظر ګوري" په پروني برید کې له ژوبل کیدو وروسته په وړومبي ځل خپل یو ویډیو پیغام کې عمران خان ویلي دي چې "دې خلکو وزیراباد یا ګجرات کې زما د وژلو پلان جوړ کړی ؤ" هغه ویلي څلور ډزه لګیدلی دی خو کومه حمله چې پرې شوې ده دهغې تفیصلات به وروسته ووایي  هغه ویلي چې پارټي یې دپوځي اسټیبلشمنټ تر سیوري لاندې نه ده جوړه شوې ، 22 کاله مبارزه یې کړې ده اؤ اوس یو وارې بیا د ولس منځته ورغلی دی. د برید نه وروسته د رامنځته شوي وضعیت په اړه عمران خان ویلي د شپې درې بجې یې په پلویانو دهغوئ په کورونو کې تشدد شوی دی،خلک زندانونو ته اچول شوي اؤ اسلام اباد کې په پرامن احتجاج شیلنګ شوی دی. عمران خان ویلي "دوي ګڼل چې دممي ډيډي ګوند دی ختم به شي ،په بندو کوټو کې چې فیصلې کیږي په میدان نه معلومیږي چې څه روان دي" په عین حال کې په عمران خان دبرید په تور دنیول شوي تن یوه بله ویډیو هم په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ده په کوم کې چې دنوید مهر په نوم نیول شوی دا تن دعوه کوي چې عمران خان باندې یې برید دمذهب دسپکاوي له امله کړی دی اؤ په دې خفه دی چې ولې یې عمران خان نه دی وژلی. دجیو په نوم پاکستاني رسنۍ وایي په عمران خان دشوي برید ایف ایي ار لا نه دی درج کړل شوی اؤ ددې ایف ایي ار درج کیدو پسر دعمران خان اؤ دپنجاب دوزیراعلا پرویز الهي ترمنځ اختلافونه پیدا شوي دي. دغه رسنۍ دعوه کوي چې عمران خان غواړي په ایف ایي ار کې باید دپوځ دیو لوړ پوړي افسر نوم هم واچول شي خو وایي پرویز الهي دریځ لري چې هرکله پېښه کې ککړ تن نیول شوی اؤ پلټنې ترې روانې دي نو بیا څنګه کولی شي چې دپوځ یو لویې افسر په ایف ایي ار کې ونوموي.

04.11.2022 ډیوه

د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه

د ۳۰ دقیقې په اونیزه خپرونه کې چې په دري او پښتو ژبو د هرې جمعې په شپه خپریږي، د اونۍ مهمو پیښو، رپوټونو او مرکو ته کتنه کیږي او د ورځنیو پیښو په اړه تازه او هر اړخیرې ارزونې وړاندې کوي.

04.11.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more