شاته

امریکا د تیلو د قاچاق کولو په یوې شبکې بندیزونه ولګول چې حزب الله او قدس ځواکونو ملاتړ کوی

په تهران د فشار ډیرولو په هڅو کې متحده ایالاتو د تیلو د قاچاق کولو په یوې نړیوالې شبکې بندیزونه ولګول چې ویل کیږي د ایران د قدس ځواکونو او حزب الله شعیه ډلې سره مالي ملاتړ کوي.

بندیزونه د دې شبکې په لسګونو غړیو، شرکتونو او د تیلو په ټانکرونو لګیدلي دي.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت پنجشنبه نومبر ۴ (لړم۱۲) په اعلامیې کې ویلي چې د یوې شبکې په غړیو یې بندیزونه لګولي چې د تیلو د سوداګرۍ چارې آسانوي او د ایران د ملاتړ څخه د برخمنې حزب الله ډلې او قدس ځواکونو لپاره د عاید تر لاسه کولو لارې چارې پیدا کوي.

قدس د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو یوه برخه ده چې د هیواد څخه بهر فعالیت کوي. متحده ایالاتو پدې دواړو ادارو بندیزونه لګولي.

متحده ایالات د ایران د تیلو د قاچاق کولو په شبکې دا بندیزونه داسې مهال لګوي چې له یوې خوا د ایران د اټومي موافقې د بیرته ژوندۍ کولو لپاره خبرې په ټپه ولاړې دي، د واشنګټن او تهران اړیکې ورځ په ورځ خرابیږي او له بلې خوا د حکومت پر ضد د ایران د ولس پراخې مظاهرې روانې دي.

د امریکا او ایران د خرابو اړیکو په لړ کې د امریکا ولسمشر جوبایډن په کلیفورنیا کې د دموکرات ګوند د انتخاباتي کمپاین پر مهال وویل چې ایران به ډېر ژر ازاد شي.

ښاغلي بایډن د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل: "اندېښنه مه کوئ، موږ ایران ازادوو. دوی [ایرانیان] به ډېر ژر خپل ځانونه آزاد کړي."

بایډن دا خبرې په داسې حال کې کولې چې د امریکا د منځمهاله انتخاباتو لپاره د دغه ایالت د دموکرات ګوند د کاندید په ملاتړ په دغه انتخاباتي لاریون کې ګڼو ګډونوالو د ایران د اعتراضونو په ملاتړ شعارونه ورکول او په دې اړه یې شعارونه له ځان سره لیږدول.

د خزانې وزارت په اعلامیې کې ویل شوي کومه شبکه چې بندیزونه پرې لګیدلي، هغه افراد، شرکتونه او کښتۍ پکې شاملې دي چې دا تور پرې دی تیل پټوي چې معلومه نشي د ایران څخه راغلي او بیا همدا تیل ټولې نړۍ ته صادروي چې ګټه یې حزب الله او قدس ځواکونو ته ځي.

د خزانې په وزارت کې د ترهګرۍ او مالي استخباراتو مرستیال بران نیلسن پدې اعلامیې کې ویلي، " په مارکیټ کې ګډون کوونکي باید د حزب الله او سپاه پاسداران – قدس ځواکونو په هڅو خبر وي چې د تیلو د قاچاق څخه عاید تر لاسه کوي په نړۍ کې د خپلو ترهګریزو فعالیتونو لپاره امکانات پرې برابروي".

په ملګرو ملتونو کې د ایران سیاسي استازولۍ تر اوسه پدې موضوع تبصره نده کړې.

دغه شبکه چې د متحده ایالاتو د خزانې وزارت پرې بندیزونه لګولي مرکز یې په خلیج کې دی چې د ۲۰۲۲ په نیمایي کې یې ایراني تیل د نورو صادراتو سره ګډ کړي و چې ونه پیژندل شي.

واشنګټن ویلي چې د عربي متحده اماراتو د شارجې په بندر کې دې شبکې په ګودامونو کې د ایران څخه راغلي تیل د هندي اموالو سره یو ځای کول چې معلومه نشي د ایران څخه راغلي.

وزارت ویلي چې همدې شبکې د تیلو د سرچینې او کیفیت لپاره جعلې شهادت نامې جوړولې او بیا نورو هیوادونو ته لیږدول کیدل.

د تیلو ځیني شرکتونه چې بندیزونه پرې لګیدلي، مرکزونه یې په سویټزرلینډ، عربي متحده اماراتو، سنګاپور، ترکیې، ایران او مارشال ټاپو کې دي.

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې جلا اعلامیې کې ویلي چې دې شبکې د تیلو د قاچاق څخه د حزب الله او قدس ځواکونو لپاره سلګونه ملیونه ډالر عاید تر برابر کړی.