شاته

 کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان په یوې په زړه پورې لوبې کې سیالي اسټرالیا ته وبایله

د اسټرالیا سره له ماتې وروسته د افغانستان د کرکټ ټيم کپټان محمد نبي له کپټانۍ استعفا وکړه.

په اسټرالیا کې روان د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کې افغانستان د جمعې په ورځ نومبر څلورمه (لړم ۱۳) کوربه ټیم اسټرالیا سره خپله وروستۍ سیالۍ کې پچه وګټله او اسټرالیا ته یې د توپ وهنې بلنې ورکړه.

اسټرالیا ته ددې سیالۍ ګټل خورا مهم و، او غوښتل یې افغانستان ته په ستر توپیر ماتې ورکړي ترڅو د دې ګروپ په لومړیو دوو ټیمونو کې ځای ونیسي.

خو د افغانستان د توپ اچونکو نوین الحق، راشدخان او فضل حق فاروقي د ښې توپ اچونې له کبله استرالیا ډیرې منډې ونه کړای شوې او د اتو لوبغاړو په سر یې شلو اورونو کې ۱۶۸ منډې وکړې.

د اسټرالیا له لوري زیاتې منډې ګلین میکسول وکړې. د افغانستان له لوري نوين الحق د اسټرالیا درې لوبغاړي وسوزول.

د افغانستان توب وهونکو د اسټرالیا د وړکړل شوي هدف ۱۶۹ په تعقیب کې ښه لوبه پیل کړه او یو وخت داسې بریښیدل چې افغانستان به دا سیالي ډیر په اسانه وګټي. خو د رحمن الله ګربز او ګلبدین نایب له سوزیدو نه وروسته د افغانستان مهم لوبغاړي کپټان محمد نبي، نجیب ځدراڼ او ابراهیم ځدراڼ یو د بل پسې وسوزیدل او لوبه د افغانستان له لاسه ووتله.

د لوبې په وروستیو اورونو کې افغان لوبغاړي راشد خان هڅه وکړه چې تیزه لوبه وکړي او پاتې توپونو کې هدف ته ورسیږي خو هغه ونه توانیدو چې وروستۍ شپږې منډې ترلاسه کړي. راشد خان په ۲۳ توپونو ناسوزیدلې ۴۸ منډې وکړې. د اسټرالیا لوبغاړی ګلین میسکول د ۵۴ منډو او غوره لوبې په اساس د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

له دې ماتې نه سمدستي وروسته د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان محمد نبي په خپل فیسبوک پاڼه ولیکل چې دی نور د افغانستان د ملي ټیم د کپټانۍ نه استعفا کوي او که ټیم ته ضرورت وي نو د لوبغاړي په توګه به ملي خدمت ته ادامه ورکوي.

په دې ماتې سره د کرکټ شل اوریز نړیوال جام کې د افغانستان سفر پای ته ورسید. افغانستان دې جام کې درې لوبې وکړې او درې واړه یې وبایللې. دوه سیالۍ یې د باران له کبله لغوه شوې. د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به د اسټرالیا د شل اوریز نړیوال جام نه وروسته د دریو، یو ورځنیو سیالیو دپاره سریلانکا ته سفر وکړي.