شاته

د امریکې "مېډټرم" یا د منځنۍ مودې انتخابات او د دې اهمیت

په امریکا کې د کانګرس غړو د انتخاب دپاره په"مېډټرم" یا د منځنۍ مودې په انتخاباتو کې امریکایان د نومبر په اوومه نېټه ووټونه یا رای ورکوي. دا انتخابات د موجوده صدر په تګ لاره رېفرېنډم یا د ولس نظر ګڼل کېږي چې خلک پې اطمینان لري او که نا؟

د امریکې صدر د څلورو کلونو دپاره منتخب کېږي خو مېډټرم انتخابات هر دوه کاله پس کېږي.

په مېډټرم انتخاباتو کې د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا د نمایندګانو د ایوان ټولو چوکیو او د ایوان بالا د سېنېټ دریمه برخه چوکیو دپاره ووټونه اچول کېږي.

د کانګرس دغړو د انتخاب نه علاوه په مېډټرم کې په یو شمېر ریاستونو کې د ګورنرانو (والیانو) او د ریاستي اسمبلیو غړي هم منتخب کېږي.

په مېډ ټرم کې د ایوان نمایندګان په ټولو 435 چوکیو او د سېنېټ په 34 چوکیو انتخابات کېږي. سېنېټ په مجوعي توګه 100 نشستونه لري.

وي او ای په تېرو 150 کلونو کې ځینو مهمو مېډرټرم انتخاباتو کې کتنه کړې ده چې تفصیل يې د وي او ای ډیوه خبریال عابد حسین د وېب پاڼې دپاره څه داسې تیار کړی دی.

د 2018 کال مینځنۍ مودې انتخابات

کله چې صدر ډونالډ ټرمپ په 2016 کال کې وټاکل شو، نو ریپبلیکن ګوند په ولسمشرۍ او د کانګرس دواړو ایوانونو کنټرول ترلاسه کړو. په 2018 کال کې د مډټرم انتخاباتو وروسته ریپبلیکن ګوند په استازو ایوان کې خپل اکثریت دلاسه ورکولو سره 42 څوکۍ هم وبايللی. پداسې حال کې چې دوی د سینټ کنټرول وساتلو، خو د استازو ایوان کنټرول د لاسه ورکولو د صدر دپاره ژورې نتیجې ولرلی. د ډیموکریټک کنټرول لاندی د استارو ایوان د ټرمپ په اړه یو لړ تحقیقات پیل کړل او وروسته یې په دوه بیلا بیلو موقو د هغه مواخذی دپاره رایه ورکړه. د ریپبلیکن ګوند تر کنټرول لاندې سینټ صدر ټرمپ ته دواړه ځل برائت ورکړو.

د 2010 کال مینځنۍ مودې انتخابات

صدر بارک اوباما په لومړي ځل په 2009 کال کې خپله صدراتي موده پیل کړه ، نو ډیموکراټانو د سینټ د 60 څوکیو په ګډون د کانګرس د دواړو ایوانونو او د ولسمشرۍ کنټرول لرلو. دوه کاله وروسته، ریپبلیکن ګوند چې د محافظه کاره ټي پارټۍ غورځنګ لخوا نور پیاوړی شو او د استازو په ایوان کې یې اکثریت ترلاسه کړو. ډیموکریټک ګوند د استازو ایوان 64 څوکۍ د لاسه ورکړی چې د 1948م کال راهیسې په مینځمهاله ټاکنوکې د استازو ایوان کې ترټولو لوی بایلات دي. ډیموکریټانو په سینت کې هم څوکۍ د لاسه ورکړې خو اکثریت یې ساتلی وو. په نتیجه کې د اوباما د راتلونکو شپږو کلونو مودې دپاره کانګریس د خنډ ښکار وو.

د 1994 منځنۍ دورې ټاکنې

صدر بل کلنټن د صدرات په لمړۍ موده کې دوه کاله وروسته ریپبلېکن ګوند د استازو په ایوان کې مشر نیوټ ګینګریچ په مشری کې 40 کلونو وروسته په لومړي ځل دپاره د هغه محافظه کاره ایجنډا چې " کنټریکټ ود امریکا " په نامه ده له وجې د استازو ایوان کنټرول ترلاسه کړو. ‌ډیموکراټیک ګوند داستازو ایوان او د سینټ دواړو کنټرول دلاسه ورکړو. ځکه چې رایه ورکوونکو کم ټیکسونو او د ورکوټي حکومت د کمولو قرارداد د اهدافو ملاتړ وکړو. کلنټن د نوي کانګرس سره جنجالي اړیکې لرلی، د لګښتونو په اړه د بحثونو او د حکومت د اوږدې مودې لپاره د بندیدو المل شو. خو دواړه خواوې د فلاحي اصلاحاتو او متوازن بجټ د منظورولو دپاره یوځاې شول.

1946 منځمهاله ټاکنې

په 1946 کال کې د منځنۍ مودې ټاکنو کې ریپبلېکن ګوند د ډیموکریټک ګوند سره تعلق لرونکي صدر هیري ټرومین د انتظامیې د جنګ نه وروسته د معاشي پالیسو د وجې په خلکو کې موجودې ناخوښۍ پرسر د کانګرس د دواړو ایوانونو کنټرول ترلاسه کړو. دغه انتخاباتو د ډیموکراتیک ګوند د کانګرس په دواړو ایوانونو 14 کلن مکمل اکثریت پای ته ورساوه، چې په ڼرۍ کې د لوی اقتصادی کړکیچ یا د ګریټ ‌ډیپریشن پرمهال په 1932 کې د فرانکلین ډی روزویلټ د ټاکنو سره پیل شوی وو. په 1946 کال کې شوو مېډ ټرم انتخاباتو کې د کانګرس نوي غړو کې د امریکا دوه راتلونکي ولسمشران هم شامل وو: د ډیموکراټیک ګوند جان ایف کینیډي او د ریپیلېکن ګوند ریچرډ نیکسن.

د 1894 کال منځنۍ مودې ټاکنې

د نولسمې پیړۍ په نیمایي کې د عصري ګوندي سیسټم د پیل راهیسې په ایوان کې د څوکیو ترټولو لوی بدلون د 1894 کال منځنۍ مودې ټاکنو کې ترسره شو. ډیموکراټانو 125 څوکۍ د لاسه ورکړې، چې په هغه وخت کې د استازو د ایوان غړیتوب 35٪ وې. ریپبلېکنز د امریکا په جنوبي ،منځني ختیځ اوغربي ایالتونو کې د ووټ ورکوونکو لوی شمیر وګټلو او د هیواد د اقتصادي کړکیچ دپاره یې د هغه وخت ډیموکراټیک صدر ګرور کلیولینډ اداره ‌ذمه واره ګرځولوه. دغه انتخاباتو د راتلونکو 16 کلونو دپاره د استازو ایوان کنټرول د ریپبلېکن ګوند په لاس کې ورکړو.