شاته

بایډن: ایران به ژر ازاد شي؛ رئیسی: ایران ۴۳ کاله وړاندې ازاد شو

د امریکا ولسمشر جوبایډن په کلیفورنیا کې د دموکرات ګوند د انتخاباتي کمپاین پر مهال وویل چې ایران به ډېر ژر ازاد شي.

ښاغلي بایډن د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل: "اندېښنه مه کوئ، موږ ایران ازادوو. دوی [ایرانیان] به ډېر ژر خپل ځانونه آزاد کړي."

بایډن دا خبرې په داسې حال کې کولې چې د امریکا د منځمهاله انتخاباتو لپاره د دغه ایالت د دموکرات ګوند د کاندید په ملاتړ په دغه انتخاباتي لاریون کې ګڼو ګډونوالو د ایران د اعتراضونو په ملاتړ شعارونه ورکول او په دې اړه یې شعارونه له ځان سره لیږدول.

د ښاغلي بایډن د څرګندونو په غبرګون کې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل: "ایران ۴۳ کاله وړاندې ازاد شو."

رئیسي چې د ۱۹۷۹ کال د نوامبر په میاشت کې په تهران کې د زده کوونکو له خوا د امریکا د سفارت د اشغال په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وینا کوله وویل: "ایران هوډ لري چې ستاسو لخوا ونه نیول شي او هیڅکله به په شیده ورکوونکې غوا بدل نشي."

دا پداسې حال کې دي چې د ایراني مقاماتو له خبرداري سره سره د ایراني پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني د وژل کېدو پر ضد مظاهرې د اوو اونیو راهیسې دوام لري.

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ګارډ مشر د اکتوبر په ۲۹ (لړم ۷) په دغه هېواد کې مظاهره کوونکو ته خبرداری ورکړ چې سبا به د دوی د مظاهرو وروستۍ ورځ وي؛ هغه خبرداری چې د مظاهره کوونکو د ځپلو د جدي کیدو په توګه ګڼل کېږي.


د بشري حقونو ډلو ویلي، چې په دغو مظاهرو کې تر اوسه د ۴۷ ماشومانو په ګډون تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي او د ښځو په ګډون زرګونه کسان او لږ تر لږه ۲۰ خبریالان نیول شوي دي.

رئیسي وویل: "نن دښمن په اسلامي ایران کې زمونږ وحدت او پیوستون، پرمختګ، امید، سوله او واکمني په نښه کړې دي."

هغه امریکا ته خبرداری ورکړ: "زموږ نارینه او ښځې، زموږ ځوان نارینه او ښځې هوډمن دي او موږ به هیڅکله اجازه درنکړو چې تاسې خپلې شیطاني غوښتنې عملي کړی."

په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان هم د جمعې په ورځ په ټویټ کې د ایران او د نړۍ د قدرتونو تر منځ د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې د بیا احیا لپاره اوږدمهاله هڅو ته په اشارې سره وویل: "په ایران کې د وروستیو پاڅونونو په ترڅ کې د تاوتریخوالي او ترهګرۍ څخه په ښکاره ملاتړ سره (سپینه ماڼۍ) یوې موافقې ته د رسیدو په لټه کې ده."

هغه وویل: "ښاغلی بایډن، دا ریاکاري پای ته ورسوئ."

په ایران کې د سپټمبر په ۱۶مه د مهسا امیني له وژل کېدو وروسته پراخې مظاهرې وشوې، چې د ایران د حکومت له خوا سختې ځپل شوي دي. دا لاریونونه د ۱۹۷۹ کال له انقلاب وروسته د ایران د مشرتابه پر وړاندې له سترو ننګونو څخه دي.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د فرانس پرس او ایرنا له راپورونو څخه کار اخیستل شوی دی.