شاته

عمران خان وایي څلور ډزه لګېدلی، د وژلو پلان یې جوړ شوی ؤ، پلویانو یې له قهره ډک احتجاجونه کړي

دپاکستان په پخواني وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند په مشر عمران د زیارت په ورځ دشوي مرګوني برید پرضد نن دتحریک انصاف ګوند پلویانو په ګرد هیواد کې دقهره ډک احتجاجونه کړي اؤ داسلام اباد ترڅنګ فیض اباد سیمه کې دپولیسو اؤ مظاهره چیانو ترمنځ نښتې هم شوې دي.

تر ژوبلیدو وروسته پخپل وړومبي ویډیو پیغام کې عمران خان تور لګولی دی چې وزیر اباد یا ګجرات کې یې د وژلو پلان جوړ شوی ؤ اؤ وایي هغه څلور ډزه په پېښه لګیدلی دی.

تحریک انصاف ګوند دپروني برید ذمه وار وزیراعظم شهباز شریف،دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله اؤ دپوځ یو لوړ پوړی افسر ګرځولی خو دکورنیو چارو وزیر وایي چې دا نیغ په نیغه دمذهبي انتهاخوښۍ یوه پېښه ده اؤ تحریک انصاف په دې بهانه هیواد کې انتشار جوړول غواړي.

په عین حال کې پاکستاني رسنۍ دعوه کوي چې دهیواد پوځي استخباراتي ادارو په عمران خان دشوي برید پلټنو لپاره دجوړیدونکي کمیشن دبرخې جوړیدو نه انکار کړی دی .

دیادې پېښې ایف ایي ار هم تر دې دمه نه دی درج کړل شوی اؤ رپورټونه وایي چې دپېښې دایف ایي ار پسر دتحریک انصاف ګوند دمشر عمران خان اؤ دپنجاب د وزیراعلا ترمنځ له دې امله اختلافونه رامنځته شوي دي چې عمران خان غواړي ایف ایي ار کې دپوځ یو لوړ پوړی مشر هم باید ونومول شي خو وزیراعلا پرویز الهي ددې سره اتفاق نه کوي.

د زیارت په ماسپښین د پنجاب په وزیراباد سیمه کې دپخواني وزیراعظم په هغه احتجاجي کینټینر ډزې شوې وې چې د 28م اکتوبر نه یې داسلام اباد په لوري احتجاجي مارچ پیل کړی دی .

په دې ډزو کې عمران خان اؤ دهغه د ګوند نور 12 کسان ژوبل شوي اؤ دګوند یو فعال یې وژل شوی دی.

نن دجمعې په ورځ دهیواد په بیلابیلو ښارونو کې ددې برید پرضد تحریک انصاف ګوند له قهره ډک احتجاجونه کړي اؤ داحتجاج په توګه یې ځائ پځائ سړکونه تړلي اؤ اورونه بل کړي وؤ.

داسلام اباد ترڅنګ په فیض اباد سیمه کې دپولیسو اؤ تحریک انصاف ګوند دمظاهرینو ترمنځ نښتې هم شوي دي.

په سوشل میډیا خپرو شوؤ ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې دغلته دتحریک انصاف فعالین په پولیسو دکاڼو ګزارونه کوي، په سړکونو یې اورونه بل کړي اؤ پولیس په هغوئ اوښکې بهیونکي ګیسونه وروي.

همداشان په پېښور کې هم دتحریک انصاف ګوند ګڼ شمیر فعالین سړکونو ته وتلي وؤ اؤ احتجاج یې کړی دی.

پېښور کې دتحریک انصاف ګوند فعالیتونو ترڅو ساعتو ایم ون موټروی تړلې وه چې له امله یې په زرګونو ګاډي اؤ مسافر په سړکونو بند پاتې شوي دي.

په کراچۍ،لاهور،کویټه، فیصل اباد اؤ دهیواد په نورو لویو اؤ وړو ښارونو کې هم دتحریک انصاف ګوند ګڼ شمیر پلویانو احتجاجونه کړي دي.

دتحریک انصاف ګوند یو مرکزي مشر فواد چوهدري پرون په عمران خان د شوي برید نه وروسته دګوند پلویانو ته په وینا کې ویلي وؤ چې په عمران خان دشوي برید بدل به اخلي خو دا یې نه وه ښکاره کړې چې بدل به دچا نه اخلي؟

دفواد چوهدري له دغې وینا وروسته د زیارت په ماښام هم دهیواد مختلفو برخو کې دتحریک انصاف ګوند پلویانو له قهره ډک احتجاجونه کړي وؤ.

په پېښور کې دتحریک انصاف ګوند پلویانو دکور کمانډر دکور اؤ دفتر مخې ته هم ورټول شوي وؤ اؤ احتجاج یې کړی ؤ اؤ ددې ترڅنګ یې دپولیسو په یو بکتر باندې ګاډي برید هم کړی ؤ.

رسنۍ وایي دتحریک انصاف ګوند پلویانو نن په لاهور کې د ګورنرهاوس مخې ته هم احتجاج کړی ،اورونه یې بل کړي اؤ د ګورنر ماڼۍ یې دکاڼو ګزارونه هم کړي.

اسلام اباد کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله ویلي چې په عمران خان چا برید کړی هغه نیول شوی اؤ اعترافي بیانونه یې هم مخې ته راغلي دي .

هغه ویلي دا برید نیغ په نیغه دمذهبي انتها خوښۍ سره تړاؤ لري خو تحریک انصاف ګوند ترې خپلې سیاسي ګټې اخستل غواړي.

دکورنیو چارو د وزیر وینا وه چې "مونږ عمران خان خپل دښمن نه بلکې سیاسي مخالف ګڼو خو عمران خان مونږ ته د دښمن په نظر ګوري"

په پروني برید کې له ژوبل کیدو وروسته په وړومبي ځل خپل یو ویډیو پیغام کې عمران خان ویلي دي چې "دې خلکو وزیراباد یا ګجرات کې زما د وژلو پلان جوړ کړی ؤ"

هغه ویلي څلور ډزه لګیدلی دی خو کومه حمله چې پرې شوې ده دهغې تفیصلات به وروسته ووایي

هغه ویلي چې پارټي یې دپوځي اسټیبلشمنټ تر سیوري لاندې نه ده جوړه شوې ، 22 کاله مبارزه یې کړې ده اؤ اوس یو وارې بیا د ولس منځته ورغلی دی.

د برید نه وروسته د رامنځته شوي وضعیت په اړه عمران خان ویلي د شپې درې بجې یې په پلویانو دهغوئ په کورونو کې تشدد شوی دی،خلک زندانونو ته اچول شوي اؤ اسلام اباد کې په پرامن احتجاج شیلنګ شوی دی.

عمران خان ویلي "دوي ګڼل چې دممي ډيډي ګوند دی ختم به شي ،په بندو کوټو کې چې فیصلې کیږي په میدان نه معلومیږي چې څه روان دي"

په عین حال کې په عمران خان دبرید په تور دنیول شوي تن یوه بله ویډیو هم په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ده په کوم کې چې دنوید مهر په نوم نیول شوی دا تن دعوه کوي چې عمران خان باندې یې برید دمذهب دسپکاوي له امله کړی دی اؤ په دې خفه دی چې ولې یې عمران خان نه دی وژلی.

دجیو په نوم پاکستاني رسنۍ وایي په عمران خان دشوي برید ایف ایي ار لا نه دی درج کړل شوی اؤ ددې ایف ایي ار درج کیدو پسر دعمران خان اؤ دپنجاب دوزیراعلا پرویز الهي ترمنځ اختلافونه پیدا شوي دي.

دغه رسنۍ دعوه کوي چې عمران خان غواړي په ایف ایي ار کې باید دپوځ دیو لوړ پوړي افسر نوم هم واچول شي خو وایي پرویز الهي دریځ لري چې هرکله پېښه کې ککړ تن نیول شوی اؤ پلټنې ترې روانې دي نو بیا څنګه کولی شي چې دپوځ یو لویې افسر په ایف ایي ار کې ونوموي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي