ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د کویټ په پارلماني ټاکنو کې دوه میرمنو د پارلمان څوکۍ وګټلې 

د کویټ په ملي شورا کې دوو ښځو وروسته له هغې څوکۍ ترلاسه کړې چې ددې هیواد په پارلماني ټاکنو کې د حکومت مخالفو ډلو اکثریت ترلاسه کړ. دا په یوه لسیزه کې د کویټ شپږم پارلمانۍ انتخابات دي.

30.09.2022 امریکا غږ

څېړونکي:افغانستان کې دداعش خراسان شتون دسیمې هیوادونو لپاره ګواښ دی

د افغان طالبانو د حکومت مرستيال ویاند بلال کريمي وي او ای ډيوه ته ويلي چې داعش خراسان ډله په افغانستان کې اوس کوم منظم شکل نه لري او د افغانستان ترڅنګ د نړې نورو هېوادونو لپاره د خطرې سوب نه شي ګرځېدلی

30.09.2022 ډیوه

چارواکي وایي سېلابونو کې زیانمن شوی دمنډا هیډ ورکس به دوؤ هفتو کې بحالوي

منډا هېډ ورکس د مومند ډيم نه پينځه کلو ميټره رالاندې جوړ دی، ددې نه دوه نهرونه وتلي دي چې يو د شبقدر،او بل د تنګي چارسدې نه تر مردان پورې نزدې يو لک اويا زره ايکړه پوري زمکې ته اوبه ورکوي

30.09.2022 ډیوه

د انساني حقونو تنظیم وايي په ایران کې د حجاب په سر احتجاجونو کې 83 کسان وژل شوي

د ایران صدر ابراهیم رييسي ویلي د امیني د مرګ تحقیقات به کولی شي چې نتېجې به په اینده څو ورځو کې مخې ته راشي. د امیني د مرګ په سر د احتجاجونو په اړه ایراني صدر د ایران یو سرکاري ټېلې وژن ته وویل چې د امیني مرګ هرڅوک غمجن کړي دي نو په ملک کې به انتشار نه زغمي

30.09.2022 ډیوه

شهباز شریف: پاکستان د امریکې سره دوستانه اړيکو پراخولو ته لېواله دی

د پاکستان  وزیراعظم شهباز شریف ویلي، "پاکستان د امريکې سره دوستانه، د باور او احترام په بنياد دوستانه اړيکو ته ودې ورکولو ته لېواله دی، د پاکستان او امریکې اړيکو ته د چين او افغانستان په تناظر کې کتل نه دي پکار، امریکې د مختلفو پروګرامونو او پروژو د لارې په سخت کې د پاکستان مرسته کړې ده".

30.09.2022 ډیوه

کابل کې په يو تعلیمي مرکز کې ځانمرګی بريد 19 تنه وژلي، 27 کسان ژوبل دي

د کابل په دشت برچي سیمه کې په يو تعليمي مرکز کې چاودنه شوې، د طالبانو چارواکو چاودنه تاييد کړې او د مرګ ژوبلې يې ویلي خو تفصيل يې نه دی ويلی.

30.09.2022 ډیوه

د کابل ښار په دشت برچې کې په 'یو تعلیمي مرکز کې چاودنه' شوې

له کابل څخه راپورونه وايي چې نن د جمعې په سهار سپتمبر ۳۰ (تله۸) د کابل ښار د دشت برچې په سیمه کې چاودنه شوې ده.

30.09.2022 امریکا غږ

روسیې د اوکراین دوې 'نورې نیول شوې سیمې په رسمیت' وپېژندلې

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې ولسمشر ولادمیرپوتین د اوکراین د دوو نیول شویو سیمو زاپورېژیا او خرسون خپلواکي په رسمیت وپېژندله.

30.09.2022 امریکا غږ

سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

30.09.2022 امریکا غږ

ایران کې مظاهرې؛ مقامات 'خبریالان او مشهورې څېرې په نښه' کوي

ایران د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۲۹ (تلې۷) په هغو مشهورو څېرو او خبریالانو باندې فشارونه زیات کړل چې د ایران د «اخلاقي پولیسو» په توقیف کې یې د یوې ایرانۍ نجلۍ مهسا امیني مړینه غندلې او د دغې پېښې په ضد یې د ښځو د پيل شویو مظاهرو ننګه کړې ده.

30.09.2022 امریکا غږ

د امریکا سنا د اوکراین لپاره ۱۲میلیارد ډالر نوې مرسته تصویب کړه

د امریکا د متحدو ایالتونو سنا د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۲۹ (تلې۷) له اوکراین سره ۱۲ میلیارد ډالر نوې اقتصادي او پوځي مرسته تصویب کړه.

30.09.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

29.09.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

29.09.2022 امریکا غږ

ستاسو غږ

په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه

29.09.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه

29.09.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more