شاته

عمران خان: شهباز شریف او د پوځ یو جګپوړي قوماندان زما د ترور دسیسه جوړه کړې وه

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان ادعا لري چې اوسني صدراعظم شهباز شریف یې د ترور په دسیسه کې لاس درلود او دا کار یې د کورنیو چارو د وزیر رانا ثناالله او د پوځ یو جګپوړي قوماندان سره په ګډه طرحه کړی و.

ښاغلي خان جمعه نومبر ۴ (لړم۱۳) په روغتون کې په وینا کې وویل ، "دې درې کسانو پریکړه کړې وه چې ما ووژني". هغه زیاته کړه، چې ډزې دوو کسانو کړي.

پوځ او حکومت دواړو د عمران خان څرګندونې رد کړیدي.

د پاکستان حکومت د برید ملامتي په یو مذهبي افراطي اچولې او ویلي چې دا کار یې په یوازې ځان کړی او پوځ بیا د ښاغلي خان ادعا "بې بنسټه" او "غیر مسؤلانه" بللې دي.

ښاغلي خان پخپلې وینا کې په حکومت او اسټبلشمنټ کلک انتقادونه وکړل او تور یې پورې کړې چې همدې ډلو غوښتل لومړی " ما د مذهب یا پغمبر په سپکاوي تورن کړي او بیا مې د وژلو ملامتي په مذهبي افرطي واچوي".

عمران خان د‍ خپلې ادعا لري چې ګنې پوځ یا حکومت یې په ترور کې لاس درلود، هیڅ کوم ثبوت وړاندې نکړ.


پولیسو په عمران خان د برید په تړاو یو مشکوک کس نیولی او د پنجاب پولیسو ویلي چې د برید کوونکي نوم نوید احمد دی.

همدې برید کوونکي په یوې ویډیو کې چې پولیسو خپره کړې، منلې چې په عمران خان یې ځکه برید وکړ چې خلک یې "ګمراه کول".

سره لدې چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ویلي چې برید یو مذهبي افراطي کړی خو عمران خان ادعا لري چې دا یوه پلان شوې دسیسه وه او برید کوونکی مذهبي افراطي نه و.

په عین حال کې د برید کوونکي نوید احمد ګاونډیانو ویلي چې هغه ساده هلک دی او د هیڅ ډول مذهبي یا سیاسي ډلې سره تړاو نلري.

د پاکستان دې پخواني صدراعظم چې د همدې روان ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې د پارلمان لخوا د عدم اعتماد په رای ګیرۍ کې بې واکه شو، پلان لري چې پایتخت اسلام آباد ته "اوږد لاریون" وکړي تر څو په مرکزي حکومت فشار راوړي چې د ټاکلي نیټې څخه وړاندې انتخابات وکړي.

عمران خان پخپلو خبرو کې وویل چې تر رغیدو وروسته به خپل لاریون ته دوام ورکړي.