د طالبانو لهخوا د فعالې ظريفه يعقوبي نيونې غبرګونونه پارولي
په کابل کې د طالبانو لهخوا د ښځو د حقونو د فعالې ظریفه یعقوبي نېونې، د بشري حقونو د ملاتړ و بنسټونو او د ښځو د حقونو د فعالانو سخت غبرګونونه را پورته کړي دي. د ظریفه یعقوبي یو شمېر همکارانې او د ښځو د حقونو ځینې فعالانې ادعا کوي چې طالبانو هغه تېره ورځ نېولې ده. له دوی یو مېرمن چې نهغواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل، ظریفه یعقوبي د پنجشنبې په ورځ نږدې څلور بجې "د برابرۍ لپاره د افغانستان د ښځو غورځنګ" له اعلان وروسته ونیول شوه. هغه غورځنګ چې د دې په خبره، د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره مبارزه کوي. نوموړې وايي: "ټول ځای پوځي شوی و. فکر مو کاوه موږ ټول یو ځای ته بیايي. لومړی یې هلکان وویستل، بیا یې ښځې سالون کې بندې کړې. ښځینه پولیسې راغلې، موږ یې تالاشي کړو، له نجونو یې ټیلفونونه واخيستل، موږ یو نیم ساعت هلته وو، وروسته مو ولیدل چې مېرمن یعقوبي یې له څلورو تنو سره چې خبریالان هم پهکې و، یوړه." دا مېرمن ادعا کوي چې تېره شپه د طالبانو استخباراتو د ظریفې یعقوبي خور، عارفه یعقوبي او د هغې د خور د خاوند ورور په دې بهانه چې د شپې باید مېرمن یعقوبي سره وي، له ځان سره وړې دي. هاخوا د ظریفه یعقوبي نېونې د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو او د ښځو د حقونو د فعالانو تند غبرګون هم را پورته کړی دی. د افغانستان د موج تحول ګوند غړې مشره فوزیه کوفي ازادي راډیو ته وویل، ظریفه یعقوبي د دې ګوند غړې هم وه او نېونه یې ښيي چې طالبان له ښځو وېره لري. اغلې کوفي وويل: "طالبانو په دې کار سره وښوده چې واقعا له ښځو وېرېږي. د افغانستان له نارینهو زما انتظار دا دی چې په دې شرایطو کې د خپلو خویندو تر خوا ودرېږي او اجازه ور نهکړ ي چې له دین او انساني حقونو نا سم تعریف هره ورځ خلک قرباني کړي." بلخوا په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره او د ښځو د حقونو فعاله شکریه بارکزۍ وايي، د طالبانو دا ډول کړنې به د هغوی پر وړاندې بدې پایلې ولري. نوموړې وايې: "د افغانانو د ازادیو محدودول، که هغه په خبرو کې وي او یا هم د خلکو په غوښتونو کې د طالبانو کار دی. بې له شکه نن سبا طالبان ښځې خپلې اصلي دښمنې ګڼي. هغه ښځې چې دوی له کار، زدهکړو، سفر او ټولو ازادیو محرومې کړي دي." په ورته وخت کې د بښنې نړیوال سازمان د اداري کمېټې غړی ماهر مومند ازادي راډیو ته وویل، طالبانو یو ځل بیا وښوده چې د ښځو حقونو ته ژمن نهدي. ښاغلی مومند وايي: "د بشري حقونو ۹ او ۱۹مه ماده بیانوي چې هیڅ یو شخص بې له کوم جواز و نیول شي او تر خوا یې هر کس باید د دې حق ولري چې په ازادي ډول خپل څرګند کړي. دا چې ویل کېږي طالبانو د ښځو د حقونو یوه فعاله په یوې غونډه کې نیولې، د اندېښنې وړ ده." و مو غوښتل چې د ظریفه یعقوبي د نېونې او په دې اړه د راپورته شویو غبرګونونو په اړه د طالبانو د ویاندویانو نظر واخلو، د کورنیو چارو، د کابل د پولیسو او د دوی د استخباراتو ویاند یوه یې هم ځواب را نهکړ. دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم طالبانو د یو شمېر ښځینه فعالانو له دې ډلې د تمنا زریاب پریاني، زهرا محمدي، پروانه ابراهیمخېل او عالیه عزیزي د نیولو په اړه بېخبري ښودلې وه، خو د تېر د کب میاشتې په لومړۍ نېټه طالبانو له دوی په زور اعتراف واخيست او له بنده یې ازادې کړې. هغه مهال هم د طالبانو دا کړنه په کور دننه او نړیواله کچه د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو او د ښځو د حقونو د فعالانو لهخوا له سخت غبرګون سره مخ شوې وه.
سیګار:افغانستان کې قابو درې ميليونه جینکۍ د زده کړو دحق څخه محرومه کړل شوي دي
د بشري حقونو فعالان او د اقتصادي چارو پوهان وايي په هېواد کې د جينکو په تعليم دبندېز له امله د افغانستان ټولنیز او اقتصادي نظام د زيان سره مخ دی او که چرې د جينکو لپاره ښوونځي په جدي توګه خلاص نه کړی شول نو د جينکو په ژوند او په ټولنه به نور هم خراب اثر پرېباسي
د اېف بي ايي خبرداری: په نیوجرزي ریاست کې د یهودیانو په عبادتخانو حملې کېدلی شي
ای پي په خپل رپورټ کې وايي د نیویارک ښار په چارچاپېره سیمو کې یهودي ادارو ته د عیسايي نسل پرسته ډلو او د سخت دریځه مسلمانو دړکې غیر معمولي خبره نه ده خو زیاتره ګواښونه دروغ ثابت شي
په ایران کې احتجاجونه، د اسلامي انقلاب کلیزه او امریکايي بندیزونه
صدر بایډن په کېلېفورنیا ریاست کې یوې انتخابې جلسې ته وویل "پرېشانه کېږئ ما، مونږ به ایران ازادوو.دوی په ځانونه زر ازاد کړي." صدر بایډن چې کوم ځای وېنا کوله د دې بهر په لسګونو مظاهره چیانو په ایران کې د احتجاج کونکو په حق کې بېنرې پورته کړې وې
طالبان: ایران افغانستان ته د افغان کډوالو ستنولو بهیر چټک کړی
د طالبانو د حکومت د کډوالو اوستنیدونکو چارو وزارت له ایران څخه په جبري ډول د افغان کډوالو د ستنولو د بهیر د چټکیدو خبر وکړی او ویلي دي، چې په تیره اونۍ کې په زرګونو افغان کډوال افغانستان ته بیرته ګرځول شوي دي.
مردان کې د سپېشل برانچ يو افسر په ډزو وژل شوی، ټي ټي پي يې زمه واري منلې
د خېبرپښتونخوا د مردان ضلعې په کاټلنګ سيمه کې د پولیسو د سپېل برانچ څانګې يو چارواکی نامعلومه وسله والو په ډزو وژلی دی، تحريک طالبان پاکستان د پېښې زمه واري منلې ده.
تحریک انصاف په ټول ملک کې د احتجاج اعلان کړی
پاکستان تحریک انصاف ګوند نن د جمعې په ورځ په ټول ملک کې د احتجاج اعلان کړی، او ويلي يې دي د عمران خان د غوښتنې منلې پورې به په ټول ملک کې احتجاج روان وي.
"یواځې عمران خان مې ويشتو او پوره کوشش مې کړی"، د مبينه ډزې کوونکي بيان
د پنجاب صوبې په وزيراباد سيمه کې د تحریک انصاف ګوند په لانګ مارچ په مبينه توګه ډزې کوونکی تن نيول شوی او هغه ویلي، "يواځې عمران خان مې ويشتو او پوره کوشش مې کړی چې هغه وولم".
د یوناما مشرې پکتیکا ولایت کې زلزله ځپلو کورنیو سره کتلي
افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د پنجشنبې په ورځ د پکتیکا په ولایت کې د زلزله ځپلوسیمو څخه لیدنه کړې او مصیبت ځپلو کورنیو سره یې د مرستې بهیر څخه څارنه کړې ده.
امریکا په عمران خان باندې برید وغنده
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په مخکني صدراعظم عمران خان باندې وسله وال برید غندلی دی.
د هغه کس درملنه څنګه وشوه چې ۴۱۱ ورځې په کرونا اخته و؟
په بریتانیا کې ډاکټران وايي د هغه کس درملنه یې کړې ده چې ۴۱۱ ورځې د کرونا په ویروس اخته او په بستر پروت و.
زیلینسکي: د روسیې بریدونو ۴.۵ میلیون انسانان په تیارو کې ډوب کړي
زیلینسکي: د روسیې بریدونو ۴.۵ میلیون انسانان په تیارو کې ډوب کړي
د هوږې له صحي ګټو خبر شئ
اوږه ډېرې روغتیايي ګټې لري او له همدې کبله هم غذا او هم درمل بلل کېږي چې له پېړیو پېړیو د نړۍ په غذايي فرهنګ کې ځانګړی ځای لري.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
روسیه: د طالبانو ډله امریکا جوړه کړې
د روسیې د ملي امنیت شورا منشي نیکولای پتروشیف ادعا کړې چې متحده ایالاتو خپل جیوپولیټیکو اهدافو ته د رسیدو په خاطر، د طالبانو ډله، داعش او د القاعده شبکه جوړې کړیدي.