ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


عمران خان په یو وسله وال برید کې ټپي شوی دی

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان نن په یوه برید کې ټپي شوی. په پاکستان کې ددې هېواد د پخواني صدراعظم عمران خان د موټرو په کاروان ډزو کې نوموړی برسېرن ټپي شوی او د هغه یو ملاتړی مړ شوی دی. د عمران د تحریک انصاف ګوند او پولیسو ویلي چې، د یو بریدګر له‌خوا د پنجاب ایالت په وزیر اباد کې په دې ډزو کې څو تنه نور هم ټپیان شوي دي. تحریک انصاف ګوند او پاکستاني رسنیو ویلي دي، عمران خان او د د ګوند یو بل مخکښ یې سناتور فیصل جاوېد دواړه د نومبر درېیمې په پېښه کې سرسري ژوبل شوي دي او روغتیايي وضعیت یې ښه دی. په همدې حال کې د تحریک انصاف پلویانو په پېښور، مردان، راولپېنډۍ او یو شمېر نورو ځایونو کې د پېښې ضد اعتراضونه اعلان کړي دي. د عمران خان ګوند پر ټوېټر یو شمېر ویډیوګانې خپرې کړې دي چې په یوه کې یې عمران خان ښکاري چې ولاړ دی، خپلو پلویانو ته لاس خوځوي او بیا له کانټینره بهر وځي. په بله ویډیو کې سناتور جاوېد ظاهراً په یو کلينيک کې ناست دی چې پر کمیس یې د وینې داغونه دي او پر پوزه یې یوه پټۍ لګېدلې ده. نوموړی په ویډیو کې وايي چې، دی خپله روغ دی او له خپلو پلویانو د "دوعاګانو" غوښتنه کوي. تحریک انصاف ګوند وايي چې یو وسله‌وال پر لاریون ډزې وکړې او دا یې پر عمران خان "قاتلانه برید" بللی دی. رسنۍ وايي، پولیسو یو مشکوک بریدګر نیولی دی خو تر اوسه معلومه نه‌ده چې هغه څوک دی. د پاکستان صدراعظم شهباز شریف او ولسمشر عارف علوي د پېښې غندنه کړې ده. شریف پر ټوېټر په بیان کې لیکلي دي چې "په سختو ټکو کې د تحریک انصاف پر مشر عمران خان د ډزو د پېښې "غندنه" کوي. نوموړي لیکلي چې د کورنیو چارو له وزیر رانا ثناالله څخه یې د پېښې رپورټ غوښتی دی او دا وفاقي حکومت د پنجاب له حکومت سره د "امنیت او پلټنو" په برخه کې مرستو ته تیار دی. شریف زیاتوي چې د پاکستان په سیاست کې "باید تاوتریخوالي لپاره هيڅ ځای نه‌وي." ولسمشر عارف علوي پر ټوېټر په بیان کې پر "عمران خان قاتلانه برید" خورا "بزدلانه" بللی دی او وايي چې د نوموړي پښه ژوبله شوې ده خو روغتیايي حالت یې ښه دی. د پاکستان د مرکزي حکومت یو شمېر نورو وزیرانو هم د پېښې غندنه کړې ده. تر اوسه معلومه نه‌ده چې په پېښه کې څومره کسان ژوبل شوي دي خو رسنۍ د پولیسو په حواله وايي چې پلټنې یې پیل کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند د اکتوبر پر ۲۸مه له لاهوره د اسلام اباد پر لوري لاریون پیل کړ چې اوس‌مهال له ګوجرانوالې سره نېږدې وزیر اباد ته رسېدلی دی. خان وايي، د لاریون یوازینۍ موخه حکومت تر وخت مخکې انتخاباتو ته اړ اېستل دي، خو وفاقي حکومت ټینګار کوي چې خپله قانوني موده پوره کوي او انتخابات به د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې کېږي.

03.11.2022 ازادي راډیو

دعمران خان په احتجاجي کینیټنر برید،عمران خان اؤ دګوند نور مهم مشران ژوبل شوي،یو تن وژل شوی

دسیند صوبې پخوانی ګورنر عمران اسماعیل وایي چې برید کې عمران خان درې،څلور ډزه په پښه لګیدلې دی اؤ دتحریک انصاف ګوند یو بل مشر فواد چوهدري هم وایي چې دعمران خان ټپونه سخت دي.

03.11.2022 ډیوه

رپورټ:تېره میاشت قبايلي ضلعو کې د بدامنۍ28پېښو کې 34 تنه وژل شوي

څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلیکټ اېنډ سيکورټي سټډيزد ستمبر د مياشتې په رپورټ کې ویلې وو چې په ستمبر کې په ټول هېواد کې 42 ترهګریز برېدونه رېکارډ شوي وو چې د تېر اګست دمیاشتې په پرتله 35 فيصدي اضافه پکې شوې وه

03.11.2022 ډیوه

رپورټ: سعودي مامورین وايي ایران په سعودي عرب حمله کولی شي

په سعودي عرب د ایران د حملې د خطر په اړه رپورټونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې په ورستیو ورځو کې د امریکې صدر جوبایډن حکومت په یو شمېر ایراني چارواکو بندیزونه لګولي دي. امریکايي حکومت دغه ګام په ایران کې د احتجاج کونکو په ضد د ایراني حکومت د اقداماتو په سر اخیستی دی

03.11.2022 ډیوه

د امریکې صدر وايي په ملک کې يې جمهوریت د خطراتو سره مخامخ دی

صدر بایډن وویل "مونږ ټول سیاسي تشدد او د ووټرانو ویرول ردوو او ځما یقین دی چې هم دا د امریکايي ولس اکثریت دی… مونږ ټولو ته پکار ده چې متحد شوو او دا خبره بالکل واضحه کړوو چې تشدد او ویرول په امریکا کې ځای نه لري."

03.11.2022 ډیوه

د جانز هاپکينز پوهنتون څېړنه: ۸۱سلنه ښځينه روغتيايي کارکوونکې د طالبانو له‌لوري زورول کېږي

جانز هاپکینز پوهنتون په یو څېړنیز راپور کې ویلي دي، په افغانستان کې په سلو کې ۸۱ ښځینه روغتیايي کارکونکي کار ته د تګ پر مهال د طالبانو له لوري زورول کیږي. يوه روغتیا پاله چې د کابل په یو خصوصي روغتون کې دنده لري، وايي د خپلې کورنۍ لپاره یوازینۍ نفقه ګټونکې ده. نوموړې چې د امنیتي ستونزو له امله نه‌غواړي نوم يې په دې راپور کې واخیستل شي وايي، نږدې هره ورځ کار ته د تګ پر مهال ورسره د شرعي محرم د نه موجودیت له امله په لاره د طالبانو له‌خوا زورول کیږي. نوموړې وايي: "د دې لپاره چې زه محرم نه‌لرم نږدې هره ورځ په لاره کې په چیک پواینټونو د ولاړو طالب وسله‌والو له لوري راته سپکې سپورې ویل کیږي، د همدې کار له امله کله خو بیخي دفتر ته نه‌ځم او زیات وخت ناوخته رسېږم، کله کله خو فکر کوم چې باید دنده پرېږدم." دا په داسې حال کې ده چې تازه جانز هاپکینز پوهنتون په یو څېړنیز راپور کې ویلي دي، چې په افغانستان کې ۸۱سلنه ښځینه روغتیا پالانې کار ته د تګ پر مهال د طالبانو له لوري زورول کیږي. جانز هاپکینز پوهنتون چې مرکز يې په امریکا کې دی د نړۍ په کچه یو له لویو علمي او څېړنیزو مرکزونو بلل کیږي. دغه څېړنیز راپور په افغانستان کې د ښځینه روغتیاپالانو سره د مرکو پر بنسټ برابر کړی او پر خپله وېب پاڼه يې خپور کړی دی. په مرکه کوونکو کې ۸۹ روغتیايي کار کوونکي چې له افغاني بنسټونو سره کار کوي او ۴۲ روغتیايي کارکوونکي چې له نا دولتي موسسو سره کار کوي شامل دي. دغه شان د روغتیايي چارو له لسو پوهانو سره هم مرکې شوي، چې د ټولو مرکه کوونکو شمېر ۱۴۱ تنه کېږي. دغه پوهنتون په خپل راپور کې د یو شمېر ښځینه روغتیايي کارکونکو له قوله ویلي دي، چې دفتر ته د تګ پر مهال ورسره د شرعي محرم د نه موجودیت له امله طالبان بد چلند کوي. په راپور کې راغلي دي چې زیات شمېر ښځینه روغتیايي کار کونکې د محرم د نه موجودیت له امله ټکسي چلونکي له دې ویرې چې په لاره کې به يې طالبان ودروي تر کار ځایه نه وړي او دا پر وخت کار ځای ته د دوی د نه رسېدو لامل کیږي. د جانز هاپکینز پوهنتون په راپور کې راغلي دي، همدا لامل دی چې د غیر دولتي روغتیايي مرکزونو ۸۰ په سلو کې ښځینه روغتیايي کارکونکو پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ وروسته کاري انګېزه له لاسه ورکړې ده. په راپور کې راغلي دي،که څه هم ښځینه روغتیايي متخصصینو له ستونزو سره سره خپلو کارونو ته دوام ورکړی خو هره ورځ يې د طالبانو زورول او بد چلند تجربه کړی دی. جانز هاپکینز پوهنتون په خپل راپور کې دغه شان ویلي دي چې، په تېر یو کال کې زیات شمېر ښځینه روغتیايي متخصصینو افغانستان پرېښی دی او نورو هېوادونو ته کډوالې شوې دي او پاتې يې د سختو محدودیتونو له امله ډېری وخت له کورونو نه راوځي. په راپور کې دا هم راغلي، چې امریکا او متحدین یې باید پر طالبانو فشار راوړي، چې د ښځو له بشري حقونو سرغړونې بندې کړي. خو د طالبانو حکومت دغه راپور ردوي او د ځان پر ضد يې تبلیغات بولي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل: "روغتیايي مرکزونو ته ښځینه روغتیا پالانې په ډېر مصؤن شکل ځي او هیڅ ډول برخورد سره نه مخ شوي او نه مخ کیږي، دغه ډول اوازې سوء تفاهم رامنځته کول او پروپاګند دی، د شرعي محرم موضوع یوازې د لیرو سفرونو لپاره مطرح ده په ښار کې هیڅ اړتیا نه‌شته او نه هم کار ځای ته د تګ راتګ پر مهال د محرم مسله شرط بلل شوې ده." پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ نږدې څوارلس میاشتې تېريږي. په ټوله دې موده کې د نجونو په وړاندې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړل شوي، مېرمنو ته په ډېری دولتي ادارو کې د کار اجازه نه ورکول کیږي او له شرعي محرم پرته له کوره د دوی د وتلو او سفر پر محدودیت سربېره حجاب هم پرې اجباري شوی دی. جانز هاپکینز پوهنتون په خپل څېړنیز راپور کې وړاندیز کړی، چې که د ښځینه روغتیا پالانو په وړاندې دغه وضعیت پای ونه مومي په افغانستان کې به د زېږون پر مهال د مېندو او ماشومانو د مړینې کچه لوړه شي. له دې وړاندې هم یو شمېر نړیوالو روغتیايي بنسټونو په افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله د بې‌وزلۍ له امله د مور او ماشوم په مړینه کې د زیاتوالي راپورونه ورکړی وو. د تېر میلادي کال د سپټمبر په میاشت کې د روغتیا نړیوال سازمان [ډبیلو ایچ او] په هر سلو زرو زېږنونو کې د ۶۳۸ مېندو د مړينې راپور ورکړی و. خو د طالبانو تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت په تېرې سنبلې مياشت کې وویل، د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړینې په کچه کې کموالی راغلی دی.

03.11.2022 ازادي راډیو

چين د پاکستان نه غوښتي چې په دوه اړخيزه پروژو کې د کار کوونکو چينايانو ساتنه يقيني کړي

د چين صدر شي ژين پينګ چې د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د لوړې کچې پلاوي کوربه وو، په پاکستان کې د چينايي وګړو په امنیت يې "لويه اندېښنه څرګنده کړې ده".

03.11.2022 ډیوه

بایډن: امریکا کې د دموکراسي اینده تر ګواښ لاندې ده

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د چهارشنبې په شپه نومبر دویمه (عقرب۱۱) په تلویزوني وینا کې وویل چې د امریکا په منځمهالو انتخاباتو کې د دموکراسۍ اینده د جمهوریت غوښتونکو تر ګواښ لاندې ده او په خبره یې هغوی ځانونه کاندید کړي خو نتایج نه مني.

03.11.2022 امریکا غږ

هند، بنګله دېش ته په ماتې ورکولو سره د پاکستان سیمې فاينل ته رسېدو مشکل نور سېوا کړی

دT20  کرکټ د نړيوال جام د سپر 12 پړاو روان دی او تيره شپه هند، بنګله دېش ته د سختې مقابلې وروسته ماتې ورکړې ده، د هند لوبډلې په دغه سیالۍ ګټلو سره په ګروپ 2 کې خپل ځای نور مضوط کړی خو د پاکستانۍ لوبډلې سيمې فاينل ته تلو مشکلات ورسره سېوا شوي دي.

03.11.2022 ډیوه

امریکا د ملګرو ملتونو د ښځو له کمېسیون څخه د ایران اېستل غواړي‌

  د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت د چهارشنبې په ورځ نومبر دویمه (عقرب۱۱) د ملګرو ملتونو د ښځو له کمېسیون څخه د ایران د اېستلو غوښتنه وکړه. دا کمېسیون د جنسیتي مساواتو او ښځو د توانمندۍ په برخه کې کار کوي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا ځانګړې استازې لیندا تامس وویل چې په ایران کې د ښځو او نجونو ډېر حقونه تر پښو لاندې کېږي او دا کمېسیون په داسې یو حالت کې،‌ چې فعالیتونه یې په داخل کې اغیزمن وي، کار نشي کولای. هغې وویل چې د ایران غړیتوب د دغه کمېسیون د اعتبار لپاره یو «داغ» دی. تر دې مخکې د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هریس هم ویلي‌ وو: «ایران د خپلو خلکو د وحشیانه ځپلو او د ښځو د حقونو څخه په انکار کولو څرګند کړل چې په دغه کمېسیون کې د خدمت لپاره مناسب نه دی.» هغې وویل چې متحده ایالتونه په دې باور دي‌ چې هر هېواد چې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي،‌ نباید په داسې نړیوالو سازمانونو کې غړیتوب ولري چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره کار کوي. دا په داسې حال کې ده چې د ایران لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي جاوید رحمان ویلي‌ دي چې په دغه هېواد کې د مهسا امیني د قتل د قضیې پلټنه په شفاف، بې پرې او مستقل ډول ونشوه. نوموړي یو ځل بیا د د غې قضیې په اړه د پلټنو غوښتنه وکړه. مهسا امیني څه موده مخکې د ایران د پولیسو په توقیف کې مړه شوه چې له کبله یې په ټول ایران او له ایران څخه د باندې د دغه هېواد حکومت په ضد ښځو مظاهرې پيل کړې. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو په غیر رسمي ډول په ایران کې د مظاهره کوونکو او ښځو د ځپلو په اړه یوه غونډه هم کړې ده. په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر د امنیت د شورا له غړو څخه غوښتي ‌وو چې په دې غونډه کې ګډون ونکړي، خو د غونډې ګډونوالو د مهسا امیني د قتل په اړه د بې پرې او شفافې پلټنې غوښتنه کړې ده. د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکی وايي چې تر دې دمه د ایران امنیتي ځواکونو په مظاهرو کې ۲۷۷ تنه وژلي چې ۴۰ یې ماشومان دي او زرګونه نور کسان یې نیولي ‌دي.

03.11.2022 امریکا غږ

رئیس احمدزی: راشد ښه دی او هڅه کوو نړیوال جام په ښه شکل پای ته ورسوو

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مرستیال روزونکي رئیس احمدزي له استرالیا سره تر لوبې یوه ورځ مخکې، د استرالیا په ځايي وخت د پنجشنبې په سهار نومبر درېیمه (عقرب۱۲)خبریالانو ته وویل چې لوبغاړي یې له کوربه هېواد استرالیا سره لوبې ته چمتو دي. ښاغلي احمدزي‌ وویل چې په دغه نړیوال جام کې د بارانونو له کبله د افغانستان دوې لوبې ونشوې او همدغه کار د ده په خبره د افغانستان د کرکټ «ټول تیاری» خراب کړ. هغه وویل چې په استرالیا کې دننه له استرالیا سره لوبه کول اسان نه دي، خو هڅه به کوي چې ښه لوبه وکړي. هغه وویل چې استرالیا د لوبې د ګټلو لپاره تر فشار لاندې ده. ښاغلي احمدزي زیاته کړه: «موږ کومه لوبه ونه ګټله، بارانونو ټول تیاری را خراب کړ. د استرالیا خلاف غواړو چې غوره لوبه وکړو او په ښه او مثبت مورال سره دا ټورنمنټ [سیالۍ] ختم کړو.» راشد خان له سري لانکا سره په لوبې کې د توپ نیولو په وخت په پښه کې ژوبل شو، خو ښاغلي احمدزي وویل چې «راشد روانې لوبې ته تیاری دی. زما ورسره خبرې وشوې». ښاغلي احمدزي دا خبره هم وکړه چې دوی راغلي وو چې نړۍ ته خپل استعدادونه لا ښه وښيي‌ خو بارانونو یې لوبې لغوه کړې. هغه وویل که یې له ایرلنډ سره لوبه کړې وای، هغه به یې ګټلې او دوې نومرې به یې ترلاسه کړې وای. هغه د کرکټ له نړیوالې شورا او د اسیا د کرکټ‌ له شورا څخه وغوښتل چې په اینده کې د داسې لویو سیالیو لپاره داسې وخت او ځایونه په نښه کړي چې بارانونه په کې ډېر نه وي او هره لوبډله په کې لوبې وکړې او نتیجه ترلاسه کړي. افغانستان په روان شل اوریز نړیوال جام کې خپله وروستۍ لوبه له استرالیا سره د اډالایډ په ښار کې کوي. افغانستان په سري لانکا او انګلنډ باندې لوبې وبایللې او له نیوزلنډ او ایرلنډ سره یې لوبې د باران له کبله لغوه شوې.

03.11.2022 امریکا غږ

په ایتوپيا کې جګړه ختمه شوه، نړۍ یې هرکلی کړی

په ایتوپیا کې حکومتي چارواکي وايي چې د تګرای په سیمه کې یې له دوه کلنې جګړې وروسته له یاغیانو سره د اوربند تړون لاسلیک کړ او هلته یې د اوس لپاره جګړې ته د پای ټکی کېښود.

03.11.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

02.11.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

02.11.2022 امریکا غږ

داعش ته وسله رسوولو په سر امریکې د صومالیه په اتوو کسانو بندیزونه لګولي

د پابندیو ښکار کسانو کې عبدلارحمان فايي، محمداحمد قانع او عیسا محمد یوسف شامل دي. فایي په صومالیه کې د داعش د روزانه عملیاتو مشر دی. قانع په صومالیه کې د داعش د استخباراتي څانګې مشر دی او یوسف مخکې بحري قزاق و او اوس داعش ته وسله وړي

02.11.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more