شاته

د امریکې صدر وايي په ملک کې يې جمهوریت د خطراتو سره مخامخ دی

د امریکې جوبایډن خبرداری کړی چې په ملک کې يې جمهوریت د ګواښونو سره مخامخ دی.

د شورو، چهارشنبې، په شپه قام ته خپل تقریر کې صدر بایډن وویل هغه خلک چې د انتخاباتو نه انکار کوي امریکا د انتشار په لاره اچول غواړي.

صدربایډن په امریکا کې د جمهوریت په موضوع خبرې په داسې حال کې وکړې چې شپږ ورځې وروسته د کانګرس غړو د منتخب کولو دپاره امریکایان په مېډ ټرم یا د منځنئ مودې په انتخابات کې ووټونه ورکونکوي دي.

د واشنګټن کې د یونین رېلوی سټېشن نه خپل تقریر کې بایډن وویل په راتلونکو انتخاباتو کې د هرې چوکۍ دپاره داسې امیدواران په انتخاباتو کې برخه اخلي چې دا لوظ نه کوي چې د ووټونو نتېجې به مني، که هغه یې ګټه او که بېلات وي.

هغه وویل پکار ده چې ووټران یا رای ورکونکو دا پوښتنه وکړي چې ایا د دوی امیدوار به نتیجه مني او که نا؟

امریکايي صدر وویل د دې پوښتنې جواب ضروري او فېصله کن دی. "د دې ملک د مستقل انحصار د دې پوښتنې په جواب د دې ملک په مستقبل دی چې مونږ ورسره ډیره مينه کوو او د جمهوریت په سرنوېشت دی چې زمونږ دپاره يې ډیر څه ممکن کړي دي."

د 21 منټونو په تقریر کې صدر بایډن په خپل پېش رو او پخواني صدر ډانلډ ټرمپ تنقید وکړو چې د 2020 صدارتي انتخاب په اړه اوس هم دعوې کوي چې درغلي پکې شوي وه.

صدر بایډن وویل د ټرمپ وېنا ګانو په تېرو دوو کلونو کې سیاسي تشدد او د ووټرانو ویرول زیات کړي دي.

صدر بایډن وویل "مونږ ټول سیاسي تشدد او د ووټرانو ویرول ردوو او ځما یقین دی چې هم دا د امریکايي ولس اکثریت دی… مونږ ټولو ته پکار ده چې متحد شوو او دا خبره بالکل واضحه کړوو چې تشدد او ویرول په امریکا کې ځای نه لري."

د حزب اختلاف رېپبلېکن پارټۍ د کانګرس ځینو غړو د واکمن ډېموکرېټک پارټۍ صدر تشویش او بیان بازي بې ځایه ووبلله او ویې وېل د دې مقصد د واکمن ګوند د ناکامیو نه توجه لېرې کول وو.

د کانګرس په هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا ایوان نمایندګان کې د رېپبلېکن پارټۍ مشر کېون مېکارتي د صدر بایډن په تقریر خپل ردعمل په ټوېټر شریک کړو او ويې وېل په داسې وخت کې چې امریکا اتحاد ته ضرورت لري صدر بایډن د تقسیم او د توجه لېرې کولو کوښښ کوي "ځکه چې هغه د خپلو تګلارو په اړه خبره نشي کولي چې له امله يې ګراني زیاته شوې. امریکایان د هغه په خبره یقین نه کوي."

د وي او ای رپورټ وايي د مېډ ټرم انتخاباتو نه مخکې د ډېموکرېټک پارټۍ غړو توجه جمهوریت ته اړولې ده خو زاړه پالو يا کنزروېټیوز توجه د امریکې په اقتصادي صورتحال ده.

یوه ورستۍ سروی ښښي زیاتره امریکایان د اقتصاد په اړه د ډېموکرېټس په ځای په ريپبلېکن پارټۍ اعتماد کوي. د ګېلپ ادارې سروی چې نتېجې يې دا میاشت څرګندې کړی شوي، وايي 51 فیصد امریکایان د اقتصاد په لړ کې په ريپبلېکن پارټۍ او 41 فیصد امریکان په ډېموکرېټک پارټۍ اعتماد کوی. ګېلپ وايي په تېرو دېرشو کلونو کې د دواړو نظرونو ترمنځ تر ټولو لوی فرق دی.

د مانمت یونیورسټۍ سروی ښښي چې 82 فیصد امریکایان چې د وفاقي حکومت دپاره د ګرانۍ مسله حل کول انتهايي یا بنیادي خبره ده. یوازې درې فیصد امریکایان په ګرانۍ د قابو موندلو دپاره د صدر بایډن د ګامونو حمایت کوي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ به صدر بایډن په درې ورځني سفر کېلېفورنیا، الېنوای، نیومېکسیکو او پېنسلوېنیا ریاستونو ته ورځي او په مېډټرم انتخاباتو کې د ډېموکرېټک پارټۍ د امیدوارانو په حق کې به جلسو ته تقریرونه کوي.

د وي او ای رپورټ وايي د منځنۍ مودي انتخاباتو نتېجې به د دې خبرې تعین کوي چې ایا صدر بایډن د خپل صدرات په پاقي پاتې دوو کلونو کې خپله تګلاره عملي کولی شي او که نا؟

د وي او ای رپورټ وايي د مېډ ټرم انتخاباتو په اړه زیاتره سروی چې ریپبلېکن پارټي به د کانګرس په هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا ایوان نمایندګان کې اکثریت ترلاسه کړی شي. دا مهال په هاوس کې د صدر بایډن ډېموکرېټک پارټي اکثریت لري. د وي او ای رپورټ وايي که چېرې ريپبلېکن پارټي په هاوس او یا په سېنېټ کې اکثریت ترلاسه کوي نو د صدر بایډن د حکومت دپاره به په متفقه ډول قانون سازي مشکله کړي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالانو سټیو هارمن، په نیوارلنز کې د مېټ هېنز، د خبري ادارو ای پي، ای اېف پي او روېټرز د رپورټونه نه اخیستل شوي دي