ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


عمران خان وایي څلور ډزه لګېدلی، د وژلو پلان یې جوړ شوی ؤ، پلویانو یې له قهره ډک احتجاجونه کړي

دپاکستان په پخواني وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند په مشر عمران د زیارت په ورځ دشوي مرګوني برید پرضد نن دتحریک انصاف ګوند پلویانو په ګرد هیواد کې دقهره ډک احتجاجونه کړي اؤ داسلام اباد ترڅنګ فیض اباد سیمه کې دپولیسو اؤ مظاهره چیانو ترمنځ نښتې هم شوې دي. تر ژوبلیدو وروسته پخپل وړومبي ویډیو پیغام کې عمران خان تور لګولی دی چې وزیر اباد یا ګجرات کې  یې د وژلو پلان جوړ شوی ؤ اؤ وایي هغه څلور ډزه په پېښه لګیدلی دی. تحریک انصاف ګوند دپروني برید ذمه وار وزیراعظم شهباز شریف،دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله اؤ دپوځ یو لوړ پوړی افسر ګرځولی خو دکورنیو چارو وزیر وایي چې دا نیغ په نیغه دمذهبي انتهاخوښۍ یوه پېښه ده اؤ تحریک انصاف په دې بهانه هیواد کې انتشار جوړول غواړي. په عین حال کې پاکستاني رسنۍ دعوه کوي چې دهیواد پوځي استخباراتي ادارو په عمران خان دشوي برید پلټنو لپاره دجوړیدونکي کمیشن دبرخې جوړیدو نه انکار کړی دی . دیادې پېښې ایف ایي ار هم تر دې دمه نه دی درج کړل شوی اؤ رپورټونه وایي چې دپېښې دایف ایي ار پسر دتحریک انصاف ګوند دمشر عمران خان اؤ دپنجاب د وزیراعلا ترمنځ له دې امله اختلافونه رامنځته شوي دي چې عمران خان غواړي ایف ایي ار کې دپوځ یو لوړ پوړی مشر هم باید ونومول شي خو وزیراعلا پرویز الهي ددې سره اتفاق نه کوي. د زیارت په ماسپښین د پنجاب په وزیراباد سیمه کې دپخواني وزیراعظم په هغه احتجاجي کینټینر ډزې شوې وې چې د 28م اکتوبر نه یې داسلام اباد په لوري احتجاجي مارچ پیل کړی دی . په دې ډزو کې عمران خان اؤ دهغه د ګوند نور 12 کسان ژوبل شوي اؤ دګوند یو فعال یې وژل شوی دی. نن دجمعې په ورځ دهیواد په بیلابیلو ښارونو کې ددې برید پرضد تحریک انصاف ګوند له قهره ډک احتجاجونه کړي اؤ داحتجاج په توګه یې ځائ پځائ سړکونه تړلي اؤ اورونه بل کړي وؤ. داسلام اباد ترڅنګ په فیض اباد سیمه کې دپولیسو اؤ تحریک انصاف ګوند دمظاهرینو ترمنځ نښتې هم شوي دي. په سوشل میډیا خپرو شوؤ ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې دغلته دتحریک انصاف فعالین په پولیسو دکاڼو ګزارونه کوي، په سړکونو یې اورونه بل کړي اؤ پولیس په هغوئ اوښکې بهیونکي ګیسونه وروي. همداشان په پېښور کې هم دتحریک انصاف ګوند ګڼ شمیر فعالین سړکونو ته وتلي وؤ اؤ احتجاج یې کړی دی. پېښور کې دتحریک انصاف ګوند فعالیتونو ترڅو ساعتو ایم ون موټروی تړلې وه چې له امله یې په زرګونو ګاډي اؤ مسافر په سړکونو بند پاتې شوي دي. په کراچۍ،لاهور،کویټه، فیصل اباد اؤ دهیواد په نورو لویو اؤ وړو ښارونو کې هم دتحریک انصاف ګوند ګڼ شمیر پلویانو احتجاجونه کړي دي. دتحریک انصاف ګوند یو مرکزي مشر فواد چوهدري پرون په عمران خان د شوي برید نه وروسته دګوند پلویانو ته په وینا کې ویلي وؤ چې په عمران خان دشوي برید بدل به اخلي خو دا یې نه وه ښکاره کړې چې بدل به دچا نه اخلي؟ دفواد چوهدري له دغې وینا وروسته د زیارت په ماښام هم دهیواد مختلفو برخو کې دتحریک انصاف ګوند پلویانو له قهره ډک احتجاجونه کړي وؤ. په پېښور کې دتحریک انصاف ګوند پلویانو دکور کمانډر دکور اؤ دفتر مخې ته هم ورټول شوي وؤ اؤ احتجاج یې کړی ؤ اؤ ددې ترڅنګ یې دپولیسو په یو بکتر باندې ګاډي برید هم کړی ؤ. رسنۍ وایي دتحریک انصاف ګوند پلویانو نن په لاهور کې د ګورنرهاوس مخې ته هم احتجاج کړی ،اورونه یې بل کړي اؤ د ګورنر ماڼۍ یې دکاڼو ګزارونه هم کړي. اسلام اباد کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله ویلي چې په عمران خان چا برید کړی هغه نیول شوی اؤ اعترافي بیانونه یې هم مخې ته راغلي دي . هغه ویلي دا برید نیغ په نیغه دمذهبي انتها خوښۍ سره تړاؤ لري خو تحریک انصاف ګوند ترې خپلې سیاسي ګټې اخستل غواړي. دکورنیو چارو د وزیر وینا وه چې "مونږ عمران خان خپل دښمن نه بلکې سیاسي مخالف ګڼو خو عمران خان مونږ ته د دښمن په نظر ګوري" په پروني برید کې له ژوبل کیدو وروسته په وړومبي ځل خپل یو ویډیو پیغام کې عمران خان ویلي دي چې "دې خلکو وزیراباد یا ګجرات کې زما د وژلو پلان جوړ کړی ؤ" هغه ویلي څلور ډزه لګیدلی دی خو کومه حمله چې پرې شوې ده دهغې تفیصلات به وروسته ووایي  هغه ویلي چې پارټي یې دپوځي اسټیبلشمنټ تر سیوري لاندې نه ده جوړه شوې ، 22 کاله مبارزه یې کړې ده اؤ اوس یو وارې بیا د ولس منځته ورغلی دی. د برید نه وروسته د رامنځته شوي وضعیت په اړه عمران خان ویلي د شپې درې بجې یې په پلویانو دهغوئ په کورونو کې تشدد شوی دی،خلک زندانونو ته اچول شوي اؤ اسلام اباد کې په پرامن احتجاج شیلنګ شوی دی. عمران خان ویلي "دوي ګڼل چې دممي ډيډي ګوند دی ختم به شي ،په بندو کوټو کې چې فیصلې کیږي په میدان نه معلومیږي چې څه روان دي" په عین حال کې په عمران خان دبرید په تور دنیول شوي تن یوه بله ویډیو هم په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ده په کوم کې چې دنوید مهر په نوم نیول شوی دا تن دعوه کوي چې عمران خان باندې یې برید دمذهب دسپکاوي له امله کړی دی اؤ په دې خفه دی چې ولې یې عمران خان نه دی وژلی. دجیو په نوم پاکستاني رسنۍ وایي په عمران خان دشوي برید ایف ایي ار لا نه دی درج کړل شوی اؤ ددې ایف ایي ار درج کیدو پسر دعمران خان اؤ دپنجاب دوزیراعلا پرویز الهي ترمنځ اختلافونه پیدا شوي دي. دغه رسنۍ دعوه کوي چې عمران خان غواړي په ایف ایي ار کې باید دپوځ دیو لوړ پوړي افسر نوم هم واچول شي خو وایي پرویز الهي دریځ لري چې هرکله پېښه کې ککړ تن نیول شوی اؤ پلټنې ترې روانې دي نو بیا څنګه کولی شي چې دپوځ یو لویې افسر په ایف ایي ار کې ونوموي.

04.11.2022 ډیوه

د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه

د ۳۰ دقیقې په اونیزه خپرونه کې چې په دري او پښتو ژبو د هرې جمعې په شپه خپریږي، د اونۍ مهمو پیښو، رپوټونو او مرکو ته کتنه کیږي او د ورځنیو پیښو په اړه تازه او هر اړخیرې ارزونې وړاندې کوي.

04.11.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

04.11.2022 امریکا غږ

ژوند په امریکا کې

"ژوند په امریکا کې" خپرونه کې تاسې په متحده ایالاتو کې، چې د مختلفو فرهنګونو او ارزښتونو کور بلل کېږي، د مهاجرینو د فرصتونو، ننګونو، نژادي او فرهنګي تنوع، د ژوند د بڼو او د هغوی د ارمانونو د پوره کیدو سره اشنا کیږی. دغه خپرونه د جمعې په ورځو د ماښام په ۶:۰۰ بجو د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې خپریږي.

04.11.2022 امریکا غږ

صوابۍ کې د پښتنو امن مارچ پیل شوی، وایي نور د ترهګرۍ په وړاندې غلي نه پاتې کیږي

په خیبر پښتونخوا کې دطالبانو دبیا راپورته کیدو،دناامنۍ د روانې لړۍ،جبري بې درکیو اؤ انتهاخوښۍ پرضد په صوابۍ سیمه کې د بیلابیلو سیاسي ګوندونو لخوا د پښتون امن مارچ په نوم غونډه پیل شوې. په دې احتجاج کې په کڼ شمیر د سیاسي ګوندونو اؤ مدني ټولنې فعالان ، تجاران ، استاذان ، وکیلان او عام ولس برخه لري اؤ دامن په پلوۍ اؤ دترهګرۍ پرضد شعارونه ورکوي. په صوابۍ کې پیل شوی دا احتجاج د هغو احتجاجونو برخه ده چې په نزدې ورځو کې د خیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو سوات،بونیر،شانګله،دیر،پېښور، او قبایلی ضلعو کې شوي دي. دسیمې نه د ډیوه د خبریال ارشد مومند له مخې دپښتون امن مارچ په نوم دا احتجاج نن ماسپښین دصوابۍ انټرچینج ترڅنګ پیل شوی اؤ دې ته دمردان،چارسدې،صوابۍ،پېښور،بونیر،سوات اؤ نورو بیلابیلو سیمو نه خلک د قافلو په شکل ور روان دي. په احتجاجي مارچ کې د زرګونو په شمیر خلکو پلی کارډونه اؤ بینرونه په لاسونو کې پورته کړي چې پرې لیکل شوي "مونږ پخپله خاوره امن غواړو،ترهګري نه منو،علي وزیر خوشې کړئ، سندره مه وژنئ، دمارخور اؤ بهته خور اتحاد نه منو،دتښتوونو لړۍ دې ودرول شي" ټاکل شوې ده دبیلابیلو سیاسي ګوندونو،ولسي تحریکونو اؤ تنظیمونو مشران به دې احتجاجي مارچ ته ویناګانې کوي. دسیمې نه د ډیوه خبریال وایي چې دې امن مارچ کې قامي وطن پارټي،ملي جمهوري غورځنګ اؤ پاکستان تحریک انصاف برخه نه اخلي اؤ دنورو ټولو ګوندونو اؤ تحریکونو مشران اؤ فعالین پکې شریک دي، داحتجاجي لاریون پیل کیدو سره سم بیلابیلو وینا والو پخپلو ویناګانو کې ویلي چې دوي په پښتنه سیمه کې نوره ناامني نه زغمي اؤ دا د ریاست ذمه واري ده چې په دې سیمه کې امن ټینګ کړي. په خیبر پښتونخوا کې د احتجاجونو غونډو اؤ لاریونونو دا لړۍ وروسته له هغې پیل شوې چې په سوات،دیر،باجوړ،وزیرستان،خیبر اؤ ځینو نورو سیمو کې یو ځل بیا د طالب وسله والو د راپورته کیدو رپورټونه مخې ته راغلل اؤ دطالبانو له لوري نه خلکو نه دقلنګونو غوښتنو زور ونیولو. دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشین چې ټاکل شوې ده نني احتجاجي مارچ ته به هم وینا کوي، په دې وروستیو کې ویلي وؤ چې دپښتنو سیمې یو ځل بیا طالبانو ته سپارل شوي اؤ هغوئ د یوې منصوبې لاندې بېرته خپلو سیمو ته راوستل شوي خو هغه ویلي چې دا ځل به پښتانه غلي نه پاتې کیږي اؤ سخت مقاومت به کوي. دعوامي نیشنل ګوند دخیبر پښتونخوا مشر ایمل ولي خان هم پوښتنه راولاړه کړې چې طالبانو سره مذاکرات دکوم مقصد لپاره دچا په خوښه کیږي؟ هغه وایي ټي ټي پي سره چې کوم مذاکرات پیل شوي دې کې پارلیمان اؤ عام ولس په اعتماد کې نه دی اخستل شوی اؤ دوي به دهر هغه عمل په وړاندې غلي نه پاتې کیږي چې په نتیجه کې یې دپښتون وطن امن ته زیان رسیږي. په دې وروستیو کې په سوشل میډیا داسې ویډيوګانې هم مخې ته راغلې وې چې پکې لیدل کیدل سوات کې طالبانو دپوځ اؤ پولیسو ځینې افسران تښتولي دي. دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله سوات کې دطالبانو بیا راپورته کیدو ته د پروپیګنډې نوم ورکړی اؤ دخیبر پښتونخوا حکومت ویاند بیرسټر سېف منلې چې سوات ته طالبان بیا ستانه شوي دي خو هغه وایي طالبان جګړې لپاره نه دي تللي بلکې سوات ته دطالبانو یو کمانډر دخپلې ناروغه خور پوښتنې له تللی ؤ اؤ اوس هغوئ بیرته له سواته وتلي دي. تیره ورځ بیرسټرسېف وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ طالبانو سره مذاکراتو کې تعطل راغلی ؤ خو ویلي یې وؤ چې روانه به میاشت به ټي ټي پي سره د خبرو دریم پړاؤ هم پیل شي.

04.11.2022 ډیوه

جي۷ له روسیې وغوښتل چې د غلې دانې د صادراتو معامله وغځوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو جګپوړي مقام د جمعې په ورځ نومبر څلورمه (لړم ۱۳) په جرمني کې د خبرو پر مهال وویل، جي۷ له روسیې غواړي چې هغه تړون وغځوي چې له اوکراین څخه د غلو دانو امن لېږد ته اجازه ورکوي.

04.11.2022 امریکا غږ

پاکستان کې د اکتوبر میاشت کې نور 128 کسان په جبر لادرکه شوي

پاکستان کې په جبري توګه د لا درکه تنانو د موندنې حکومتي کمېشن ویلي چي د تېر اکتوبر میاشت کې د هېواد د بېلابېلو برخو څخه 128 نور کسان لادرکه شوي دي. د کمېشن ترمخه په دې مهال د 118 بې درکو کسانو درک هم لګولې شوی او نزدې 113 بې درکه تنان کورونو ته بېرته ستانه شوي دي. په پاکستان کې د لادرکه بلوڅانو او پښتنو د حقونو مبارزين وايي کال 2019 او 2020م کې د خلکو د لادرکه کيدو لړۍ د تمېدو وروسته په دې کې يو وارې بيا چټکتیا راغلې ده. د کمېشن لخوا جارى کړل شوو شمېرو کې ویل شوي چې د تېر اکتوبر په میاشت کې د دريو کسانو مړي موندل شوي چې ګمان کېږي دغه کسان په جبري توګه لادرکه کړې شوي ؤو. په جبري توګه د تري تم شوو کسانو د قضيو د څېړنې دکمېشن ترمخه دکمېشن سره سږکال د ستمبر مياشتې پورې د 8907 کسانو د لا درکۍ کېسونه درج شوي چې د اکتوبر میاشت کې د نورو 128 کسانو د لادرکه کيدو وروسته دا ټوله شمېره اوس 9035 ته رسېدلې ده. خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې د لادرکه پښتو په ستونزه کار کوونکي د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال عالمزيب محسود ډيوه سره خبرو کې ویلي اوس اوس د جنوبي وزیرستان، واڼا اعظم ورسک سيمې څخه 5 کسان لادرکه شوي او تور یې پورې کړی چې د پاکستان پوځ ځايي خلک طالبانو ته د ډوډۍ ورکولو په پلمه پورته کوي او بیا یې لادرکه کوي. ښاغلي محسود وويل په تېرو مياشت کې نزدې 15 کسان ورک شوي چې پکې زياتره د جنوبي او شمالي وزیرستان دي او د نورو ورکو کسانو تعلق د باجوړ او اورکزو سره دی. د پاکستان اوسنى حکومت په دې وروستیو کې په جبري توګه د خلکو د لادرکه کيدو د ستونزې د هواري لپاره د قانون دمرکزى وزیر تر مشرۍ لاندې د کابينې يوه ځانګړې کميټي هم جوړه کړې وه خو د مطبوعاتي رپورټونه ترمخه د يادې کمېټۍ د يو څو غونډو او بلوچستان کې د لادرکه تنانو د خپلوانو سره د ليدنې وروسته کوم نور پرمختګ مخې ته نه دی راغلی. په پاکستان کې د بشري حقونو، پښتنو او بلوڅو لادرکه تنانو دپاره کار کوونکې ډلې د خلکو په زوره د تري تم کولو تورونه د پاکستان د پوځ په طاقتوره خفيه ادارو پورې کوي خو پوځ دا نيوکې په بيا بيا رد کړي دي. پوځ دريځ لري چې کېدای شي ورک تنان د بلوڅ بېلتون پاله وسله والو ډلو په ليکو کې شامل شوي وي، د امنیتي ځواکونو سره نښتو کې وژل شوي وي او ېا بل هېواد ته تښتېدلي وي. په بلوچستان کې د لادرکه بلوڅانو د حقونو غېر دولتي تنظيم وايس فار مسنګ بلوچ پرسنز چېرمين نصرالله بلوڅ ډيوه ته وېلي چي کال 2019 او 2020م کې د خلکو په زوره د لادرکه کولو لړۍ يو څه تم شوې وه او ځنې خلک خوشې کړې شوي هم خو نوموړي وایي  اوس په دې وروستي کال نيم کې په دې کې يوځل بيا تيزي راغلې ده. د ښاغلي بلوچ په وېنا پينځه ورځې وړاندې د بولان څخه 13 کسان پورته کړی شوي چې ښځې او ماشومان دي. هغه وايي کال 2021 او 2022م کې د بلوچستان دننه نهه جعلي مقابلو کې نزدې 85 کسان وژل شوي او د پېژندنې وروسته مالومه شوې چې دا هم لادرکه کسان وو. د کمېشن ترمخه د خپل قیام راپدېخوا یې شپږو زرو څخه زياتې قضيې هوارې کړي خو وايي چې د 2210 لا درکو تنانو درک نه دی لګول شوی. د یاد کمېشن د تازه جارى کړل شوؤ شمېرو ترمخه د اکتوبر په میاشت کې د 118 ورکو کسانو درک لګول شوی او په دې مهال 113 لادرکه کسان خپلو کورونو ته بېرته ستانه شوي دي. د کمېشن ترمخه په دوؤ لادرکو تنانو کې يو په جېل او بل د پوځ د څار لاندې حراستي مرکز کې قېد دی

04.11.2022 ډیوه

د طالبانو له‌خوا د فعالې ظريفه يعقوبي نيونې غبرګونونه پارولي

په کابل کې د طالبانو له‌خوا د ښځو د حقونو د فعالې ظریفه یعقوبي نېونې، د بشري حقونو د ملاتړ و بنسټونو او د ښځو د حقونو د فعالانو سخت غبرګونونه را پورته کړي دي. د ظریفه یعقوبي یو شمېر همکارانې او د ښځو د حقونو ځینې فعالانې ادعا کوي چې طالبانو هغه تېره ورځ نېولې ده. له دوی یو مېرمن چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل، ظریفه یعقوبي د پنج‌شنبې په ورځ نږدې څلور بجې "د برابرۍ لپاره د افغانستان د ښځو غورځنګ" له اعلان وروسته ونیول شوه. هغه غورځنګ چې د دې په خبره، د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره مبارزه کوي. نوموړې وايي: "ټول ځای پوځي شوی و. فکر مو کاوه موږ ټول یو ځای ته بیايي. لومړی یې هلکان وویستل، بیا یې ښځې سالون کې بندې کړې. ښځینه پولیسې راغلې، موږ یې تالاشي کړو، له نجونو یې ټیلفونونه واخيستل، موږ یو نیم ساعت هلته وو، وروسته مو ولیدل چې مېرمن یعقوبي یې له څلورو تنو سره چې خبریالان هم په‌کې و، یوړه." دا مېرمن ادعا کوي چې تېره شپه د طالبانو استخباراتو د ظریفې یعقوبي خور، عارفه یعقوبي او د هغې د خور د خاوند ورور په دې بهانه چې د شپې باید مېرمن یعقوبي سره وي، له ځان سره وړې دي. هاخوا د ظریفه یعقوبي نېونې د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو او د ښځو د حقونو د فعالانو تند غبرګون هم را پورته کړی دی. د افغانستان د موج تحول ګوند غړې مشره فوزیه کوفي ازادي راډیو ته وویل، ظریفه یعقوبي د دې ګوند غړې هم وه او نېونه یې ښيي چې طالبان له ښځو وېره لري. اغلې کوفي وويل: "طالبانو په دې کار سره وښوده چې واقعا له ښځو وېرېږي. د افغانستان له نارینه‌و زما انتظار دا دی چې په دې شرایطو کې د خپلو خویندو تر خوا ودرېږي او اجازه ور نه‌کړ ي چې له دین او انساني حقونو نا سم تعریف هره ورځ خلک قرباني کړي." بل‌خوا په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره او د ښځو د حقونو فعاله شکریه بارکزۍ وايي، د طالبانو دا ډول کړنې به د هغوی پر وړاندې بدې پایلې ولري. نوموړې وايې: "د افغانانو د ازادیو محدودول، که هغه په خبرو کې وي او یا هم د خلکو په غوښتونو کې د طالبانو کار دی. بې له شکه نن سبا طالبان ښځې خپلې اصلي دښمنې ګڼي. هغه ښځې چې دوی له کار، زده‌کړو، سفر او ټولو ازادیو محرومې کړي دي." په ورته وخت کې د بښنې نړیوال سازمان د اداري کمېټې غړی ماهر مومند ازادي راډیو ته وویل، طالبانو یو ځل بیا وښوده چې د ښځو حقونو ته ژمن نه‌دي. ښاغلی مومند وايي: "د بشري حقونو ۹ او ۱۹مه ماده بیانوي چې هیڅ یو شخص بې له کوم جواز و نیول شي او تر خوا یې هر کس باید د دې حق ولري چې په ازادي ډول خپل څرګند کړي. دا چې ویل کېږي طالبانو د ښځو د حقونو یوه فعاله په یوې غونډه کې نیولې، د اندېښنې وړ ده." و مو غوښتل چې د ظریفه یعقوبي د نېونې او په دې اړه د راپورته شویو غبرګونونو په اړه د طالبانو د ویاندویانو نظر واخلو، د کورنیو چارو، د کابل د پولیسو او د دوی د استخباراتو ویاند یوه یې هم ځواب را نه‌کړ. دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم طالبانو د یو شمېر ښځینه فعالانو له دې ډلې د تمنا زریاب پریاني، زهرا محمدي، پروانه ابراهیم‌خېل او عالیه عزیزي د نیولو په اړه بې‌خبري ښودلې وه، خو د تېر د کب میاشتې په لومړۍ نېټه طالبانو له دوی په زور اعتراف واخيست او له بنده یې ازادې کړې. هغه مهال هم د طالبانو دا کړنه په کور دننه او نړیواله کچه د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو او د ښځو د حقونو د فعالانو له‌خوا له سخت غبرګون سره مخ شوې وه.

04.11.2022 ازادي راډیو

سیګار:افغانستان کې قابو درې ميليونه جینکۍ د زده کړو دحق څخه محرومه کړل شوي دي

د بشري حقونو فعالان او د اقتصادي چارو پوهان وايي په هېواد کې د جينکو په تعليم دبندېز له امله د افغانستان ټولنیز او اقتصادي نظام د زيان سره مخ دی او که چرې د جينکو لپاره ښوونځي په جدي توګه خلاص نه کړی شول نو د جينکو په ژوند او په ټولنه به نور هم خراب اثر پرېباسي

04.11.2022 ډیوه

د اېف بي ايي خبرداری: په نیوجرزي ریاست کې د یهودیانو په عبادتخانو حملې کېدلی شي

ای پي په خپل رپورټ کې وايي د نیویارک ښار په چارچاپېره سیمو کې یهودي ادارو ته د عیسايي نسل پرسته ډلو او د سخت دریځه مسلمانو دړکې غیر معمولي خبره نه ده خو زیاتره ګواښونه دروغ ثابت شي

04.11.2022 ډیوه

په ایران کې احتجاجونه، د اسلامي انقلاب کلیزه او امریکايي بندیزونه 

صدر بایډن په کېلېفورنیا ریاست کې یوې انتخابې جلسې ته وویل "پرېشانه کېږئ ما، مونږ به ایران ازادوو.دوی په ځانونه زر ازاد کړي." صدر بایډن چې کوم ځای وېنا کوله د دې بهر په لسګونو مظاهره چیانو په ایران کې د احتجاج کونکو په حق کې بېنرې پورته کړې وې

04.11.2022 ډیوه

طالبان: ایران افغانستان ته د افغان کډوالو ستنولو بهیر چټک کړی

د طالبانو د حکومت د کډوالو اوستنیدونکو چارو وزارت له ایران څخه په جبري ډول د افغان کډوالو د ستنولو د بهیر د چټکیدو خبر وکړی او ویلي دي، چې په تیره اونۍ کې په زرګونو افغان کډوال افغانستان ته بیرته ګرځول شوي دي.

04.11.2022 امریکا غږ

مردان کې د سپېشل برانچ يو افسر په ډزو وژل شوی، ټي ټي پي يې زمه واري منلې

د خېبرپښتونخوا د مردان ضلعې په کاټلنګ سيمه کې د پولیسو د سپېل برانچ څانګې يو چارواکی نامعلومه وسله والو په ډزو وژلی دی، تحريک طالبان پاکستان د پېښې زمه واري منلې ده.

04.11.2022 ډیوه

تحریک انصاف په ټول ملک کې د احتجاج اعلان کړی

پاکستان تحریک انصاف ګوند نن د جمعې په ورځ په ټول ملک کې د احتجاج اعلان کړی، او ويلي يې دي د عمران خان د غوښتنې منلې پورې به په ټول ملک کې احتجاج روان وي.

04.11.2022 ډیوه

"یواځې عمران خان مې ويشتو او پوره کوشش مې کړی"، د مبينه ډزې کوونکي بيان

د پنجاب صوبې په وزيراباد سيمه کې د تحریک انصاف ګوند په لانګ مارچ په مبينه توګه ډزې کوونکی تن نيول شوی او هغه ویلي، "يواځې عمران خان مې ويشتو او پوره کوشش مې کړی چې هغه وولم".

04.11.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more