شاته

"یواځې عمران خان مې ويشتو او پوره کوشش مې کړی"، د مبينه ډزې کوونکي بيان

د پنجاب صوبې په وزيراباد سيمه کې د تحریک انصاف ګوند په لانګ مارچ په مبينه توګه ډزې کوونکی تن نيول شوی او هغه ویلي، "يواځې عمران خان مې ويشتو او پوره کوشش مې کړی چې هغه وولم".

د تحریک انصاف د لانګ مارچ په مهال ډزو کې عمران خان او څو نور کسان ژوبل شوي او د يو تن د وژنې ويل شوي دي.

پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ [درېم نومبر] د ډزو د پېښې سمدست وروسته په مطبوعاتو او ټولنيزو رسنيو خبر خپور شوی چې په مبينه توګه ډزې کوونکی تن نيول شوی دی او بيا وروسته د دغه تن ويډیو خپره شوې ده.

ويل شوي دغه تن چې نويد نوميږي په ويډيو کې په خپله وايي، "عمران خان خلک بې لارې کول او ما دغه څیز نه شو زغملی ځکه ما هغه وويشتو او د ويشتو پوره کوشش مې وکړو، او يواځې عمران مې ويشتو".

د هغه نه پوښتنه کيږي چې ولې دې داسې سوچ وکړو هغه وايي، "ځکه مې دا سوچ وکړو چې هلته اذان کيږي او دلته دوی شور کوي او دا سوچ مې د دوی د لاهور نه د روانېدو په وخت جوړ شوی وو".

دغه تن وايي چې څوک ورسره هم نشته په يواځې سر په موټر سايکل راغلی او دغه کار يې کړی دی.

وروسته د ياد تن ځينې نورې ويډیوز هم چې پکې هغه د بريد په اړه خبرې کوي، خپرې شوي دي.

د ډزو د پېښې وروسته د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله د اطلاعاتو وزیرې مريم اورنګزېب سره ګډې خبري غونډې ته ویلي، چې مبينه ډزې کوونکی لاس په لاس نيول شوی کنه ډېرو خلکو به په دغه پېښه خپله دوکانداري کوله.

هغه ويلي وزیراعظم شهبازشریف او دوی د دغه پېښې غندنه کوي او وزیراعظم د پېښې رپورټ غوښتی چې کره پلټنې دې وشي.

خو د پاکستان تحریک انصاف ګوند دوو مشرانو اسد عمر او اسلم اقبال په یو وېډیو پیغام کې د عمران خان له خولې وویل، چې پر ده باندې په حمله کې درې تنه وزیراعظم شهباز شریف، د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله او د ای ایس ای یو افسر مېجر جنرل فیصل نصیر لاس لري.

او رانا ثناالله بيا د اسدعمر بیان ته افسوسناک ويلي او زياته کړې يې ده د بريد کوونکي اعترافي بيان وګوره، په پنجاب کې د تحریک انصاف حکومت دی. او هغه دغه عمل غندي.

د پنجاب وزيراعلا پروېز الهي ويلي، د پېښې د پلټنو دپاره یې ګډه کميټي جوړه کړې او زیاته کړې يې ده د هغه په نظر حمله کوونکی يو تن نه دوه تنه وو.

د شپې ناوخته بيا د تحریک انصاف يو مشر سېنېټر فېصل جاوېد ويلي، د عمران خان اپرېشن شوی او اوس ښه دی.

په عمران خان بريد په پراخه کچه غندل شوی دی.