شاته

سیګار:افغانستان کې قابو درې ميليونه جینکۍ د زده کړو دحق څخه محرومه کړل شوي دي

په افغانستان کې د بیا رغونې دپاره د امریکايي هلو ځلو د څار ادارې سيګار په خپل وروستي راپور کې ويلي چې په هېواد کې د طالبانو د بيا واکمنېدو له يو کال تېرېدو وروسته څه دباندې درې ميليونه هغه جينکۍ چې پخوا يې د منځنۍ درجې ښوونځيو کې زده کړې ترلاسه کولې د تعليم د حق څخه محرومه کړل شوي دي۔

په رپورټ کې دا هم ويل شوي چې په دغو جينکو کې نزدې د نيمايي جينکو امکان نشته چې د سکولونو بيا پرانستلو سره بېرته ادارو ته ستنې شي۔

د بشري حقونو فعالان او د اقتصادي چارو پوهان وايي په هېواد کې د جينکو په تعليم دبندېز له امله د افغانستان ټولنیز او اقتصادي نظام د زيان سره مخ دی او که چرې د جينکو لپاره ښوونځي په جدي توګه خلاص نه کړی شول نو د جينکو په ژوند او په ټولنه به نور هم خراب اثر پرېباسي۔

په دې هکله په افغانستان کې مېشت د بشري او مېرمنو د حقونو فعال طارق محمود وي او ای ډيوه ته وايي د جينکو په تعليم د بندېز له امله د افغانستان ټولنه نزدې يوه لسيزه وروسته تللې ده.

نوموړي زياته کړه دې ګام سره هغه ناوړه رسمونو ته زمنيه برابره شوې د کومو چې تر ډېر حده مخنيوی شوی و۔

د نوموړي په وېنا " په افغانستان کې اقتصادي مشکلات شته او چې اقتصادي ستونزې وي نو ځينې داسې علاقې دي چې هلته د نجونو د ودونو په سر خلک پېسې ترلاسه کوي نو د اقتصادي مشکلاتو او د نجونو د ښوونځيو د تړل کېدو سره جينکۍ بې کاره ناستې دي نو هم ورسره دغه بد کلتور سېوا کېږي او هم ورسره دغه نجونې د کم عمرۍ په ودونو او په بدۍ کې د ورکولو په مسلو کې له زياتې ښکېليږي"

د سيګار د رپورټ ترمخه دکال 2019 په مهال د اټکل شويو 9،2 ميلينه افغان زده کوونکو 38 فيصده برخه جينکۍ وې۔

رپورټ ښايي په افغانستان کې د سياسي بدلون نه وړاندې 4،2 ميلينه ماشومان د سکولونو څخه بهر وو چې 60 فيصده پکې جينکۍ وې۔

طالبانو تېر کال د ستمبر د میاشتې پر 17مه د هلکانو ښوونځي خلاص کړل، خو تر شپږم ټولګي پورته د جينکو سکولونه يې چې د مارچ په 23 پرانستل هم په هغه ورځ يې بيا دهغې د تړلو امر وکړو۔

د اقتصادي چارو کار پوهه ذبيح الله راسد وي او ای ډيوه ته وايي جينکۍ د تعليم له حقه محرومه کولو سره د هغه کورنيو ستونزې هم سېوا شوي کومې چې د معاش ګټلو لپاره سړي نه لري۔

هغه وايي د منځنۍ درجې دښځينه زده کوونکو تعليم نيمګړی پاتې دی او په داسې حال کې جينکۍ نه شي کولی چې د کورنۍ لپاره معاش وګټي۔

نوموړي وي او ای ډيوه ته په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې ډير داسې دولتي او خصوصي شرکتونه شته چې هغوی د کاريګرو لپاره کومه علمي بڼه ټاکلې ده هغه دولسم پاس ده او د هغې په اساس دوی کولی شي چې په هغه وظيفو کې برخه واخلي۔

ښاغلي راسد زياته کړه: " په نظامي برخه کې، پوليسي برخه کې، په اداري بخشونو کې او په هسپتالونو کې هم ډېرې داسې وظيفې دي چې د هغو لپاره د دولسم پاس تعليم ضرورت وي نو په دې اساس دغه جينکۍ له دغو وظيفو نه هم پاتې کېدلې شي"

د سيګار په رپورټ کې د يونيسف د اندازې په اساس ويل شوي چې د جينکو د منځنۍ درجې په تعليم د طالبانو لخوا لګول شوی بندېز د افغانستان اقتصاد ته د ټول عمري ګټې په امکاناتو کې 5،4 بيلينه ډالره زيان رسولی شي۔

په افغانستان کې د طالبانو دحکومت ترجمان ذبیح الله مجاهد په ترکيه کې د دیني علماو د اتحاد یوې غونډې ته په وروستيو کې ویلي وؤ چې د دوی حکومت د جينکو زده کړو ته ژمن دی، خو دا یې نه وه ښکاره کړې چې دغه ښوونځي به کله پرانستل شي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.