شاته

تحریک انصاف په ټول ملک کې د احتجاج اعلان کړی

پاکستان تحریک انصاف ګوند نن د جمعې په ورځ په ټول ملک کې د احتجاج اعلان کړی، او ويلي يې دي د عمران خان د غوښتنې منلې پورې به په ټول ملک کې احتجاج روان وي.

دغه خبره د پاکستان تحريک انصاف ګوند جنرل سیکرټري اسدعمر کړې ده.

اسد عمر د غمران خان د غوښتنې وضاحت نه دی کړی خو پاکستان تحريک انصاف چې په 28 اکتوبر د لاهور نه اسلام اباد ته لاريون پېل کړی ويلي يې وو غوښتنه کوي چې په ملک کې دې د انتخاباتو نېټه اعلان شي. خو حکومت ويلي انتخابات به راتلونکې کال په خپله نېټه کيږي.

پرون د زیارت/ پنجشنبې په ورځ د پنجاب صوبې په وزیر اباد سيمه کې د تحریک انصاف په لانګ مارچ ډزې شوې، د عمران خان په ګډون پکې څو کسان ژوبل شوي او يو تن پکې وژل شوی وو.

په ځايي او نړيواله کچه په عمران خان شوی بريد غندل شوی دی.

د ځايي مطبوعاتو ترمخه پوليسو په لومړي رپورټ کې ویلي، د عمران خان په کنټېنر ډزو کې د عمران خان په ګډون 13 تنه ژوبل شوي او د يو تن د وژنې تاييد شوی دی. ويل شوي د پېښې پلټنې روانې دي.

د پېښې سمدست وروسته په مبينه توګه ډزې کوونکی تن نيول شوی او د هغه ويډیو بيا په مطبوعاتو او ټولنيزو رسنيو خپره شوې چې پکې هغه ويلي عمران خان يې ويشتو پوره کوشش يې کړی دی.

اسد عمر بيا په يوه ويډیو کې د عمران خان له خولې وویل، چې پر ده باندې په حمله کې درې تنه وزیراعظم شهباز شریف، د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله او د ای ایس ای یو افسر مېجر جنرل فیصل نصیر لاس لري.

د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله بيا د اسدعمر بیان ته افسوسناک ويلي او زياته کړې يې ده د بريد کوونکي اعترافي بيان وګوره، په پنجاب کې د تحریک انصاف حکومت دی. او هغه دغه عمل غندي.

د پنجاب وزیراعلا پروېز الهي ويلي، د پېښې په اړه يې د پولیس مشر ته يې د ګډې پلټنيزې کمېټۍ جوړولو لارښوونه کړې په کمېټۍ کې د ترهګرۍ ضد څانګه شامل کړی شوې چې د پېښې ټول اړخونه معلوم کړی شي.

هغه ويلي، ښکاري چې حمله کوونکی يو نه دوه تنه دي او دا معلومول غواړو چې د پېښې په شا څوک دي.

نن په قومي اسمبلۍ کې د فاع وزیر خواجه اصف وويل، يادې پېښې ته دې سياسي رنګ ور نه کړی شي دا پېښه د سياسي ګټو دپاره کارول کيږي، هغه يې غندنه کوي، په پېښه کې ککړ تورن دې منقطقي انجام ته ورسول شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​