شاته

دعمران خان په احتجاجي کینیټنر برید،عمران خان اؤ دګوند نور مهم مشران ژوبل شوي،یو تن وژل شوی

دپاکستان تحریک انصاف ګوند دمشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان دلانګ مارچ په کینټینر برید شوی چې پکې عمران خان اؤ دهغه دګوند ځینې نور مهم مشران ژوبل شوي اؤ یو عام تن وژل شوی دی.

دسیند صوبې پخوانی ګورنر عمران اسماعیل وایي چې برید کې عمران خان درې،څلور ډزه په پښه لګیدلې دی اؤ دتحریک انصاف ګوند یو بل مشر فواد چوهدري هم وایي چې دعمران خان ټپونه سخت دي.

خو اسلام اباد نه د وي او ای خبریال ایاز ګل په خپل رپورټ کې عمران خان د مرستیالانو له قوله وايي چې عمران خان په ښۍ پښه دوه ډزه لګېدلی دی.

پاکستاني رسنۍ وایي دې پېښه کې دګوند مهم مشر سینیټر فیصل جاوید،احمد چهټه اؤ ځینې نور مشران هم ژوبل شوي اؤ یو بل عام وګړی وژل شوی دی.

دا پېښه د زیارت په ورځ دګوجرانواله سیمې په الله والا چوک کې هغه مهال شوې چې دعمران خان دلانګ مارچ کینټیر ددغه سیمې نه تېریدلو.

په سمدستي توګه چا ددې برید پړه پغاړه نه ده اخستې خو پولیس وایي چې برید کوونکی یې نیولی دی.

پاکستاني رسنۍ وایي کله چې دعمران خان کینټینر الله والا چوک ته ورسیدو نو دغلته د کینټینر خواته ولاړ یو تن دلاندې په کینټینر دپاسه ولاړ په عمران خان اؤ دهغه په نورو ملګرو ناتاره ډزې وکړې.

رسنۍ وایي دې ډزو کې عمران خان په پېښه لګیدلی خو پولیسو دهغه مخې ته بلټ پروف جیکټونه نیولي وؤ اؤ له زیات زیان څخه یې ژغورلی دی.

رسنۍ وایي برید کوونکی نیول شوی اؤ برید کې ژوبل شوی عمران خان،سیینټر فیصل جاوید ،احمد چهټه روغتون ته رسول شوي دي.

دپاکستان تحریک انصاف ګوند عمومي مشر اسد عمر دا برید دپاکستان سره دښمني ګرځولې ده اؤ ویلي یې دي عمران خان په پښه ژوبل شوی ،خو حالت یې له خطرې بهر دی اؤ هغه دعلاج لپاره لاهور ته رسول کیږي.

دیو شخصي ټي وي سره خبرو کې هغه وویل دې برید کې سینیټر فیصل جاوید په تشي لګیدلی اؤ زخمونه یې شدید دي خو وایي که لږ بره لګیدلی ؤ نو خدانخواسته ژوند به یې دلاسه ورکړی ؤ.

اسد عمر دې برید کې د څلورو کسانو د ژوبل کیدو تصدیق وکړو او وي ویل فعلاً دهغوئ ټول پام دعمران خان روغتیا ته ده اؤ لا نه شي ویلی چې تر دې وروسته به د احتجاجي لانګ مارچ څه کیږي.

د پاکستان د منصوبه بندۍ وزیر احسن اقبال په عمران خان د حملې غندنه کړي او ویلي يې دي چې په سیاست کې د تشدد ګنجایش نشته.

دعمران خان په تیر حکومت کې دقامي اسمبلۍ مرستیال اسپیکر قاسم سوري ویلي دهیواد دبهرنیو چارو وزیر رانا ثناالله د وړاندې نه دتحریک انصاف مشرانو ته ګواښونه کول اؤ دې پېښې ثابته کړه چې بزدله دښمنان هر پریوتی حرکت کولی شي.

حکومت لا په سمدستي توګه ددې برید په اړه کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی خو تر دې وړاندې وخت په وخت عمران ته دڅېلمه ګواښونو په اړه قانون نافذ کوونکو ادارو خبرداري ورکړي وؤ اؤ دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله ویلي وؤ چې عمران خان ته یې امنیت ورکړی دی.

دتیر28م اکتوبر نه دعمران خان ګوند تحریک انصاف دلاهور څخه اسلام اباد ته دحقیقي ازادۍ په نوم لانګ مارچ روان کړی اؤ دګوند مشر عمران خان وایي ددې مارچ یوازینۍ غوښتنه یې داده چې په ملک کې دشفافو ټاکنو نیټه باید اعلان کړل شي خو حکومت وایي چې انتخابات به پخپل ټاکي وخت کیږي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي