شاته

امریکا د ملګرو ملتونو د ښځو له کمېسیون څخه د ایران اېستل غواړي‌

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت د چهارشنبې په ورځ نومبر دویمه (عقرب۱۱) د ملګرو ملتونو د ښځو له کمېسیون څخه د ایران د اېستلو غوښتنه وکړه. دا کمېسیون د جنسیتي مساواتو او ښځو د توانمندۍ په برخه کې کار کوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا ځانګړې استازې لیندا تامس وویل چې په ایران کې د ښځو او نجونو ډېر حقونه تر پښو لاندې کېږي او دا کمېسیون په داسې یو حالت کې،‌ چې فعالیتونه یې په داخل کې اغیزمن وي، کار نشي کولای.

هغې وویل چې د ایران غړیتوب د دغه کمېسیون د اعتبار لپاره یو «داغ» دی.

تر دې مخکې د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هریس هم ویلي‌ وو: «ایران د خپلو خلکو د وحشیانه ځپلو او د ښځو د حقونو څخه په انکار کولو څرګند کړل چې په دغه کمېسیون کې د خدمت لپاره مناسب نه دی.»

هغې وویل چې متحده ایالتونه په دې باور دي‌ چې هر هېواد چې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي،‌ نباید په داسې نړیوالو سازمانونو کې غړیتوب ولري چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي جاوید رحمان ویلي‌ دي چې په دغه هېواد کې د مهسا امیني د قتل د قضیې پلټنه په شفاف، بې پرې او مستقل ډول ونشوه.

نوموړي یو ځل بیا د د غې قضیې په اړه د پلټنو غوښتنه وکړه. مهسا امیني څه موده مخکې د ایران د پولیسو په توقیف کې مړه شوه چې له کبله یې په ټول ایران او له ایران څخه د باندې د دغه هېواد حکومت په ضد ښځو مظاهرې پيل کړې.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو په غیر رسمي ډول په ایران کې د مظاهره کوونکو او ښځو د ځپلو په اړه یوه غونډه هم کړې ده. په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر د امنیت د شورا له غړو څخه غوښتي ‌وو چې په دې غونډه کې ګډون ونکړي، خو د غونډې ګډونوالو د مهسا امیني د قتل په اړه د بې پرې او شفافې پلټنې غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکی وايي چې تر دې دمه د ایران امنیتي ځواکونو په مظاهرو کې ۲۷۷ تنه وژلي چې ۴۰ یې ماشومان دي او زرګونه نور کسان یې نیولي ‌دي.