شاته

چين د پاکستان نه غوښتي چې په دوه اړخيزه پروژو کې د کار کوونکو چينايانو ساتنه يقيني کړي

د چين صدر شي ژين پينګ چې د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د لوړې کچې پلاوي کوربه وو، په پاکستان کې د چينايي وګړو په امنیت يې "لويه اندېښنه څرګنده کړې ده".

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف په لومړي او دوېم نومبر د يو لوړ پوړي پلاوي سره د چين سفر کړی او په دغه دوه ورځني سفر کې يې د چين د صدر شي ژين پينګ او نورو چارواکو سره په ګڼو موضوعاتو خبرې کړي او پاکستان دغه دورې ته کامياب سفر ويلي دي.

دا د وزيراعظم جوړېدو وروسته د شهباز شريف د چين لومړی سفر وو.

د چارواکو په وینا شي او شريف د دواړو هېوادونو اړیکو ته بيا کتنه کړې او د چين پاکستان اقتصادي راهداۍ [سي پېک] په اړه يې خپلې ژمنې بيا تکرارکړي دي، کومه د اربونو ډالرو پروژه چې د پاکستان د اقتصاد دپاره مهمه ګڼل کيږي.

خو د چين د بهرنيو چارو وزارت ویلي،" صدر شي په پاکستان کې د چينايي چارواکو په امنيت لويه اندېښنه او د پاکستان نه تمه څرګنده کړې چې چينايي ادارو او کار کوونکو ته به په مرستندويه پروژو کې امنیت يقيني کړي".

د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ [سي پېک] پروژه کې په پاکستان کې د زرګونو په شمېره کې چينايان کار کوي، خو په دوی په ځانګړي ډول بلوچستان صوبه کې د تندلارو بريدونو بيجنګ اندېښمن کړی چې له امله يې په وروستيو کې په ځينو پروژو کار هم په قلاره کړی شوی دی.

په دغو بريدونو کې وروستی ځانمرګی بريد د روان کال د اپرېل په مياشت کې په کراچۍ پوهنتون کې په چينايي استازانو شوی چې درې استازان پکې وژل شوي، دغه بريد ګواښ ګڼل شوی چې سي پېک به د پټلۍ څخه وغورځوي او دوه اړخيزه اړيکې به خرابې کړي.

د چين د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني وزیراعظم شهباز شریف له قوله ويلي، "پاکستان به د چينايي ادارو او کار کوونکو دپاره ممکنه ټول امنیتي تدابير نور هم چټک کړي".

بلوچ لبرېشن ارمي نومې بلوڅ بېلتون خوښې ډلې چې په کراچۍ پوهنتون کې په چينايانو د ځانمرګي بريد زمه واري منلې څنګه يې چې د نورو بريدونو زمه وارۍ منلي، ياده ډله د ازاد بلوچستان دپاره جنګيږي او د سي پېک پروژې غندنه کوي او تور لګوي چې دغه پروژه ځايي وګړي د خپلو وسايلو سره محروموي.

چين په تيرو اووه کلونو کې په دغه پروژه کې 25 اربه ډالره پانګونې کړي د کومې په اړه چې دعوه کيږي چين به د سړکونو، رېل پټلۍ او سمندري په لاره د نړۍ سره ونښلوي دواړو هېوادونه وايي دغه پانګونې 70000 کسان په کار کړي او د پاکستان د توانايۍ مسله به هواره کړي.

د چين صدر شي د پاکستان د وزيراعظم شهباز شريف سره د شورو/ چهارشنبې په ورځ [دوېم نومبر] ليدنه کې ویلي "بيجنګ به د اسلام اباد سره د اقتصادي چېنلجونو په وړاندې کار دوامداره ساتي".

پاکستان د اوږدې مودې نه د اقتصادي مشکلاتو او د زر مبادله ذخيرو د کمي له امله د پېسو په ورکولو کې د مشکلاتو سره مخ دی، او په وروستيو کې په دغه هېواد کې راغلو سېلابونو يې مشکلات نور سېوا کړي او وايي چې سېلابونو ورته د 30 اربه ډالرو يا دې نه زيات تاوان اړولی دی.

چارواکو ويلي د شورو په ورځ د دواړو هېوادونو د مرکزي بېنکونو ترمنځ يو يادداښت لاسليک شوی د کوم سره چې د چینايي پېسې [BRM] د کلېرنګ انتظاماتو ويل شوي چې د دغه تړون سره به ادارو ته په پوله د ورکړې راکړې پانګونه وده وکړي.

په بيان کې د وضاحت پرته ویل شوي، "صدر شي په اشارې سره ويلي چې نړۍ، زمونږ وختونه په داسې په بدلېدونکي ډګر دي چې وړاندې کله نه وو، په نړيواله کچه د غټ غېر يقيني حالاتو سره مخ، دواړه هېوادونه بايد چې د سم تاريخ سره يو ځای ودریږي".

د پاکستان د وزيراعظم دفتر ویلي، چين ژمنه کړې چې د سېلابونو ځپلو د مرستو او بيا بحالۍ دپاره به نور 69 ملينه ډالره پاکستان ته ورکوي.

ويل شوي چينايي چارواکو د شهباز شريف سره په ليدنه کې د سي پېک پروژې لاندې د اېم اېل ون يا مېن لاين په اړه ټينګا کړی چې د رېل دغه تېز رفتاره پټلۍ په جوړېدو زر تر زره عمل وکړي.

پاکستان چې اېم اېل ون د سټرايټجیکي اهميت وړ پروژه ګڼي وايي چې دواړه خواوې به د دې په کار په ګډه هڅې پېل کړي. پاکستاني چارواکي وايي د کراچۍ نه تر پېښور پورې د 1872 کلوميټره رېل پټلۍ په نوي کولو 10اربه ډالره لګښت راځي.

صدر شي د سي پېک په پروژه کې "د ګوادر بندر کار چټکول مهم بللي چې د دې روانېدل د سيمې په پرمختيا کې خپل رول ولوبوي".

امریکا په سي پېک او بي ار ايي نیوکې کوي او دا د "قرضونو د جال ډيپلوميسي" ګرځوي او وايي چې چين د دغه لارې پرمختلونکي هېوادونه په چين زیات انحصار يا تکيه کولو ته اړباسي.

[خبر د وي او اې انګرېزۍ په مننه]