شاته

د هغه کس درملنه څنګه وشوه چې ۴۱۱ ورځې په کرونا اخته و؟

په بریتانیا کې ډاکټران وايي د هغه کس درملنه یې کړې ده چې ۴۱۱ ورځې د کرونا په ویروس اخته او په بستر پروت و.

ډاکټران وايي‌ چې د هغه ځانګړي ویروس جینتیکي کوډ یې معاینه او تشخیص کړی چې دغه کس پرې اخته و. هغه کسان په دوامدار شکل د کرونا په ویروس اخته کېږي چې د وجود وقایوي او حفاظتي سیستم یې کمزوری وي.

په بریتانیا کې د عفوني‌ بیماریو ډاکټر لوک سنیل ویلي دي چې دا ډول کسان د میاشتو او کلونو لپاره د کرونا په ویروس اخته کېدای شي.

نوموړي وویل چې په رنځ دا ډول اخته کېدل ۵۰ سلنه ناروغان له جدي ګواښ سره مخامخ کوي، هغه وايي‌ چې په دا ډول رنځورانو کې د سږیو دوامدار التهاب هم لیدل کېږي.

د لندن «ګای او سنت‌ تامس او کنګ کالج» ډاکټرانو د «عفوني ناروغیو کلینیکي ژورنال» کې په تازه خپور شوي مطلب کې تشریح کړې چې څنګه یو۵۹ کلن شخص، چې ۱۳ میاشتې د کرونا په ویروس اخته، وژغوره.

دغه ناروغ، چې پیوندي ګرده/بډوډۍ یې هم لره، د بدن ایمني سیستم یې کمزوری و او د ۲۰۲۲ د ډسمبر په میاشت کې په کرونا اخته شوی و.

محققانو د ویروس په جنیتیکي کوډ باندې تحقیق وکړ چې معلومه کړي دا کس څو ځلې د کرونا په ویروس اخته شوی که هماغه یو ویروس یې په وجود کې په دوامدار شکل پاتې شوی و.

له معایناتو وروسته معلومه شوه چې دا کس د کوویډ۱۹ په بي.۱ بڼه اخته شوی چې د ۲۰۲۰ په وروستیو کې خپره شوه.

له همدې کبله ډاکټرانو هغه ته د «مونوکلونال انټي باډي» دوه ډول درمل ورکړي، اوس له دا ډول درملنې څخه کار نه اخیستل کېږي ځکه چې د کروناویرس د نوې بڼې په ضد اغیزناکه نه ګڼل کېږي.

ډاکټرانو همدغه راز د اګست په میاشت کې پرلپسې هڅه وکړه چې د یو بل ۶۰ کلن ناروغ علاج هم په همدې شکل وکړي،‌ خو بریالي نشول. په بریتانیا کې ډاکټران وايي چې یو بل کس ۵۰۵ ورځې د کرونا په ویروس اخته و چې بیا مړ شو.