ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د بشري حقونو ایرانۍ فعالې نرګس محمدي د سولې نوبل جایزه وګټله

د نوبل د سولې جایزه د جمعې په ورځ اکتوبر شپږمه (تلې ۱۴) په ایران کې زنداني د بشري حقونو فعالې نرګس محمدي ته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په خلاف د هغې د مبارزې په خاطر ورکړل شو.

06.10.2023 امریکا غږ

بشري حقونو مدافعان: پاکستان څخه افغان کډوالو ایستل د هغوی ځپلو لپاره طالبانو سره یو ډول همکاري ده

د افغانستان د بشري حقونو د مدافعانو کمیټې د پاکستان د حکومت له خوا د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د نیټې ټاکلو په پریکړه ژوره اندیښنه ښودلې او د دغه حکومت دغه پریکړه یې د طالبانو د حکومت سره یو ډول همکاري ګڼلې ده..

06.10.2023 امریکا غږ

اصف درانی: افغانستان کې سوله او امنیت ټېنګ او پاکستان کې ترهګریز بریدونه زیات شوي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني‌ ویلي دي چې په داسې حال کې چې طالبانو په افغانستان کې سوله او امنیت ټېنګ کړي، له دغه ګاونډي هېواد څخه ترهګریزو بریدونو د پاکستان ثبات تهدید کړی دی.

06.10.2023 امریکا غږ

یونیسف: اقلیمي افتونو میلیونونه ماشومان بې ځایه کړي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق [یونیسف] د پنجشنبې په ورځ اکتوبر پنځمه (تلې۱۳) وویل چې د اقلیم بدلون له کبله پیدا شویو طبعي افاتو- سیلابونه، وچکالۍ، طوفانونه او اورونه- له ۲۰۱۶ کال څخه نیولې تر ۲۰۲۱ کال پورې ۴۳.۱ میلیون ماشومان بې ځایه کړي دي.

06.10.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

06.10.2023 امریکا غږ

امریکا د سوریې په فضا کې د ترکیې یوه الوتکه نسکوره کړې

د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت [پنټاګون) وايي چې اف-۱۶ جنګي جټ الوتکو یې د پنجشنبې په ورځ اکتوبر پنځمه (میزان۱۳) د سوریې په شمال-ختیځه کې د ترکیې یوه بې پیلوټه الوتکه وېشتلې او نسکوره کړې ده.

06.10.2023 امریکا غږ

د روسیې په تازه هوايي برید کې ۵۱ اوکراینیان وژل شوي- مقامات

په اوکراین کې چارواکي وايي چې د روسیې هوايي ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې په یو کلي باندې بمباري کړې او لږ تر لږه ۵۱ کسان یې وژلي دي. ملګرو ملتونو دا برید «وحشتناک» بللی دی.

05.10.2023 امریکا غږ

د امریکا د لاټرۍ ویزې نوم لیکنه پیل شوه، افغانان هم ورته غوښتنلیک سپارلی شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۵ کال "د امریکا د لاټرۍ ویزې" لپاره د نوملیکنې بهیر پيل کړ. د نوملیکنې بهیر د روان ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر څلورمه نېټه پیل شو او د افغان اتباعو په ګډون ددغې ویزې غوښتونکي کولای شي چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر تر ۷ مې نیټې پورې خپل غوښتنلیکونه په انلاین بڼه ثبت کړي. د ۲۰۲۵مالي کال لپاره به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، ۵۵زره هغه کسانو ته چې د هېوادونو نومونه یې له وړاندې ددغه وزارت لخوا په ډاګه شوي دي، د لاټرۍ پر اساس د دایمي استوګنې (ګرین کارت) ورکړل شي. د لاټرۍ نتیجه به د ۲۰۲۴ کال په مۍ میاشتې کې اعلان شي. په ټولیږه توګه هغه هیوادونه چې متحده ایالاتو ته د اتباعو د کډوالۍ کچه یې ټېټه ده په دې پروګرام کې شامل دي. له بلې خوا د هغو هیوادونو اتباع چې متحده ایالاتو ته د کډوالۍ لوړه کچه لري، د دې پروګرام لپاره په شرایطو برابر نه ګڼل کیږي. د پاکستان، هند، بنګله دیش، برازیل، کاناډا، چین، کولمبیا، ډومینیکن جمهوریت، السلواډور، هایټي، هندوراس، جمیکا، مکسیکو، نایجریا، فلیپین، سویلي کوریا، وینزویلا او ویتنام اتباع د ۲۰۲۵م مالي‌کال د لاټرۍ پروګرام لپاره نوملیکنه نشي کولای. د نوملیکنې ټول بهیر په انلاین بڼه دی او د اعتبار وړ پاسپورت درلودل د دې برنامې یو شرط دی. همدا راز هغه کسان چې غواړې پدې پروګرام کې برخه واخلي، باید لږ تر لږه د ۱۲م ټولګي نه فارغ شوی وي او پداسې یو کسب کې لږ تر لږه دوه کاله کاري تجربه ولري چې زده کول یې دوه کاله وخت ته اړتیا ولري. په شرایطو برابر کسان کولای شي د نوملیکنې په فورمه کې خپل خاوند او ماشومان شامل کړي. خو هر غوښتونکی باید یو ځل نوم لیکنه وکړي، که یو څوک له یو ځل څخه زیات نوم لیکنه وکړي، د هغه ټولې غوښتنې باطلې کیږي. پدې پروګرام کې نوملیکنه وړیا ده او پدې پاڼې کې کولای شئ خپل معلومات ثبت کړئ. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پدې پروګرام کې ګډون کوونکي باید هیچا ته پیسې ورنکړي. که غواړئ ګام په ګام د فورمې ډکول ووینئ، په دې ویډیو کې ټول واضح شوي. د لاټرۍ ویزې په هکله بشپړه لارښونې پدې پاڼې کې کتلی شئ.

05.10.2023 امریکا غږ

هند: په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت به پرانیستی پاتې وي

په نوي ډهلي کې د افغانستان د سفارت د تړلو له اعلان یوازې څو ورځې وروسته، د هند د بهرنیو چارو وزارت، نن پنجشنبې، د اکتوبر پنځمه (تلې۱۳مه) وویل، چې افغان سفارت به خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

05.10.2023 امریکا غږ

د سوریې پر پوځي اکاډمۍ برید کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي

د سوریې امنیتي چارواکو د پنجشنبې په ورځ د اکتوبر په پنځمه (تلې ۱۳مه) وویل، چې د دغه هېواد د پوځي اکاډمۍ څخه د فراغت پر مراسمو د بې پیلوټه الوتکو برید شوی او لږ تر لږه ۶۰ تنه وژل شوي دي.

05.10.2023 امریکا غږ

اروپايي ټولنه: د اوکراین د ملاتړ دپاره د امریکا مالي تشه نشو ډکولی

د اروپايي ټولنې مشرانو د پنجشنبې په ورځ د اکتوبر پنځمه (تلې ۱۳مه) د "اروپايي سیاسي ټولنې" د غونډې په ترڅ کې له اوکراین سره پر خپلو مرستو ټینګار وکړ، خو‌ په ورته وخت کې یې خبرداری ورکړ چې د امریکا له خوا رامنځته شوې مالي تشه، په بشپړه توګه نه شي ډکولی.

05.10.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

05.10.2023 امریکا غږ

د امریکا په متحدو ایالتونو کې تر ټولو خوشحاله او ناخوښ ایالتونه کوم دي؟

شتمني ښايي خوښي رامنځته نکړي، خو د امریکا په متحدو ایالتونو کې د خوشحاله او ناخوښ ایالتونو په اړه یوه نوې ارزونه ښيي، چې بیوزلي او مفلسي د یو کس د خوشحالۍ او خپګان پر کچې اغیزه لرلای شي.

05.10.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

05.10.2023 امریکا غږ

نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي ودې په ټپه درېدو وړاندوینه کړې - سپینې خبرې

نړیوال بانک وړاندوینه کړې چې سږکال به د افغانستان اقتصاد وده ونکړي او د ښځو پر کار باندې د طالبانو محدودیتونه یې د عمده لامل په توګه یاد کړي دي. د افغانستان د اقتصادي ودې په ټپه درېدو نور لاملونه څه دي او په ملي اقتصاد کې د ښځو ونډه څومره مهمه ده؟ د سپینې خبرې په دې خپرونه کې یې ځواب واوررئ.

05.10.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more