ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


لندن کې د بریتانوي ځواکونو له لوري‌ د افغانانو د وژنې ادعاوې اورېدل کېږي 

په بریتانیا کې یو خپلواک تحقیق ته، چې د ناقانونه وژنو په اړه پلټنې کوي، ویل شوي چې په افغانستان کې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو د عمر له پلوه «جګړې ته د برابرو» کسانو د وژلو تګلاره درلوده، ان که دغو کسانو ځواکونو ته ګواښ هم نه پېښوه.

09.10.2023 امریکا غږ

ایا د حماس او اسرائیلو شخړه به په یوه پراخه جګړه بدله شي؟ - اتصال

په دغه خپرونه کې د منځني ختیځ د کړکیچ په اړه د حماس لخوا پر اسرائیل باندې د ناڅاپي بریدونو او بیا د اسرائیلو د غچ اخیستونکو بریدونو په عواملو او دا چې دا شخړه پر سیمه څه اغیزه کولای شي، د میلمنو سره بحث شوی. په خپرونه کې، له کابل سره د اړیکو پرته د افغانستان د سفارتونو او قونسلګریو د چارو وضعیت هم څېړل شوی دی.

09.10.2023 امریکا غږ

روسیه: د یو فلسطیني دولت جوړېدل په اسرائیل کې سوله تامینولای شي 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي‌ لاوروف وایي‌ د یو فلسطیني دولت جوړېدل په اسرائيل کې د سولې لپاره «تر ټولو د باور وړ» حل کېدای شي او په خبره یې یوازې د ترهګرۍ په خلاف جنګېدل امنیت نشي تامینولای.

09.10.2023 امریکا غږ

شي جینپینګ: د امریکا او چین اړیکې 'د بشریت برخلیک' ټاکي

د چین ولسمشر شي جینپینګ د دوشنبې په ورځ اکتوبر نهمه (تلې ۱۷) ددغه هېواد په پایتخت بیجینګ کې د امریکایي سناتورانو له یو پلاوي سره د کتلو پر مهال ویلي چې د چین او متحده ایالاتو اړیکې د "بشریت په برخلیک ټاکلو" اغیزه لري.

09.10.2023 امریکا غږ

اسرائیلي ځواکونه وايي د حماس وسله والو د ایستلو عملیات دوام لري

اسرائیل وايي په غزې تړانګه کې یې په داسې حال کې د حماس پر مرکزونو هوايي بریدونو ته زور ورکړی چې اسرئیلي ځواکونه ددغه هېواد په جنوبي سیمو کې د حماس د جنګیالیو په شا تنبولو دپاره عملیاتو ته دوام ورکوي.

09.10.2023 امریکا غږ

افغانستان د اسیا فوټسال جام ته د لارموندنې سیالیو کې سعودي ته ماتې ورکړه

د اسیا د ملتونو د فوټسال جام د روانو سیالیو په لړ کې د افغانستان د فوټسال ټیم د سعودي عربستان ټیم ته ماتې ورکړه.

09.10.2023 امریکا غږ

طالبان: ایران د هرات له زلزله ځپلیو سره مرسته کوي

هرات کې د شنبې د ورځې په زلزله کې د قربانیانو د کورنیو سره د نړیوالو ادارو او یو شمیر هیوادونو د خواخوږۍ د پیغامونو په لړ کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په یوه تیلیفوني اړیکه کې خواخوږي څرګنده کړې ده.

09.10.2023 امریکا غږ

اوچا: د هرات زلزلو کې ۵۱۶ کسان ورک دي،د ژغورنې عملیات او لټون روان دي

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر" اوچا" د هرات ولایت د شنبې د ورځې د زلزلې په اړه په یو تازه راپور کې ویلي، چې لا هم ددغه ولایت د زنده جان ولسوالۍ په زلزله ځپلو سیمو کې د مختلفو سکټورونود چټکې ارزونې د ټیمونو له خواد ژغورنې او لټون عملیات روان دي.

09.10.2023 امریکا غږ

امریکا اسرائیل سره نږدې کښتۍ او جنګي الوتکې استوي

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن یکشنبه اکټوبر ۸ (تلې۱۶) امریکایي جنګي کښتیو او الوتکو ته امر وکړ چې اسرائیل سره نږدې په مدیترانیې بحیرې کې ځای پر ځای شي او هم یې اسرائیل ته تازه نظامي مرستې واستولې.

09.10.2023 امریکا غږ

پر اسرائیل د حماس برید غندلو په هکله د امنیت شورا غړي یوه خوله نه و

د ملګرو ملتونو امنیت شورا چې یکشنبه اکټوبر ۸ (تلې ۱۶) یې د اسرائیل او حماس ډلې تر منځ د جګړې په هکله اضطراري غونډه جوړه کړې وه، دا برید یې غندلی خو نه یې ګډه اعلامیه خپره کړې او نه هم د شورا ټولو غړیو دا برید غندلی دی.

09.10.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

09.10.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

08.10.2023 امریکا غږ

هند په نړیوال جام کې په خپلې لومړۍ لوبې کې استرالیا ته ماتې ورکړه

د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام د سیالیو کوربه هند د یکشنبې په ورځ اکتوبر نهمه (تلې ۱۶) په خپلې لومړۍ لوبې کې استرالیا ته ماتې ورکړه. دا لوبه د هند د چینايي په ښار کې وشوه. د استرالیا لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره هند ته ۲۰۰ منډو هدف وټاکه. د استرالیا په لوبډلې کې ډېرې منډې سټیفن سمیت ۴۶ او  ډیویډ وارنر ۴۱ وکړې او په هندي توپ اچوونکو کې بیا رویندرا جدیجه د استرالیا درې لوبغاړي وسوځول. هند د دغه هدف د ترلاسه کولو لپاره یو ډېر خراب پیل وکړ او د کپتان روهیت شرما په ګډون یې د سر درې لوبغاړي اېشن او شریاس په صفر وسوځېدل. خو د هند دوو نورو مجربو لوبغاړو ویرات کوهلي او کې ال راهول خپله لوبډله تر بري ورسوله. ویرات کوهلي په ۸۵ منډو وسوځېده خو راهول ۹۷ منډې وکړې او ترپایه ونه سوځېده. د دغې لوبې غوره لوبغاړی هم کې ال راهول شو. هند د نړیوال جام د سیالیو کوربه دی چې ټولې لس لوبډلې په کې لوبېږي. سبا دوشنبه د نیوزلنډ او هالنډ ترمنځ لوبه ده. تېره ورځ دوې لوبې وشوې چې بنګله دېش په کې افغانستان او جنوبي افریقا سري لانکا ته ماتې ورکړې. د افغانستان بله لوبه د چهارشنبې په ورځ په نوي ډهلي کې له هند سره ده.

08.10.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

08.10.2023 امریکا غږ

د زیانمنو شویو خلکو سره باید هراړخیزه مرستې څنګه همغږې شي؟ - سپینې خبرې

.د هرات په زلزله کې د زرګونو خلکو د مړینې او ټپي کیدلو خبر ورکړل شوی د زیانمنو شویو خلکو سره باید هراړخیزه مرستې څنګه همغږې شي؟

08.10.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more