ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


بلینکن: امریکا له اسرائیل سره د نویو پوځي مرستو جزیات اعلانوي 

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وايي چې د حماس له بریدونو وروسته امریکا له اسرائیل سره د خپلو نویو پوځي مرستو جزیات اعلانوي.

08.10.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

08.10.2023 امریکا غږ

امریکا: د اسرائیلو سره اوږه په اوږه درېږو - د اشنا د یکشنبې خبري ټولګه

د امریکاغږ اشنا د یکشنبې په خبري خپرونه کې به د اسرائیل او حماس د جګړې وروستي جزئیات او په اړه یي غبرګونونه واورئ. په هرات کې د زلزلې د ځاني او مالي زیانونو په اړه راپور لرو او د څو نړیوالو خبرونو ترڅنګ به په پاکستان کې د هغو افغان کډوالو ستونزې واورئ چې زنداني شوي او ځورول شوي دي.

08.10.2023 امریکا غږ

حماس ته د اسرائیل ګواښ: اوږده او سخته جګړه په مخکې ده 

په اسرائیل باندې د حماس له بیساریو بریدونو ورسته د اسرائیل صدراعظم خبرداری ورکړی دی چې "اوږده او سخته جګړه په مخکې" ده.  د حماس ډلې تېره ورځ په اسرائیل باندې ناببره بریدونه وکړل، زرګونه راکټونه یې په اسرائیل وتوغول او جنګیالي یې د سمندر او ځمکې له لارې اسرائیل ته ننوتل.  د اسرائیل مقامات وايي چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۶۰۰ اسرائیلیان وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰۰ نور ژوبل دي. چارواکو د ۲۰۰ روغتیايي حالت خراب ښودلی دی.  د حماس جنګیالیو په دغه برید کې هم د اسرائیل سرتېري او هم ولسي خلک یرغمل کړي او یو شمېر یې غزې ته انتقال کړي دي.  په غزې کې مقاماتو ویلي دي چې د اسرائیل په بریدونو کې ۳۱۳ تنه وژل شوي او څه باندې ۱۸۰۰ نور ژوبل شوي دي.  د اسرائیل د پوځ ویاند، دانیل هګاري د یکشنبې په ورځ اکتوبر اتمه (تلې۱۶) وویل:"تر هغه پورې چې په اسرائیل کې ټول ترهګر له منځه یوسو، هرې مرحلې ته به داخل شو. په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې زموږ ماموریت دا دی چې د غزې تړانګې له شاوخوا څخه ټول اوسېدونکي واېستل شي." یرغمل نیونه  یو شمېر اسرائیلیانو ادعا کړې ده چې د دوي سیمو ته د حماس داخل شويو جنګیالیو کور په کور پلټنه وکړه، ولسي خلک یې یا ووېشتل او یا یې له ځان سره بوتلل.  چارواکي وايي یرغمل کوونکو ۱۰۰ اسرائیلیان نیولي او دغه حالت به د اسرائیل د عملیاتو بهیر لا پیچلی کړي. د اسرائیل د ینیت خبري ویبسایټ راپور ورکړی دی، چې "د ماشومانو او لویانو په ګډون لسګونه اسرائیلیان یرغمل نیول شوي او غزې ته انتقال کړل شوي" دي.  د یکشنبې په ورځ د اسرائیل او حماس ترمنځ په څو سیمو کې شدیده جګړه روانه وه. د اسرائیل پولیسو ویلي دي چې د سدیروت په ښار کې د اسرائیل ځانګړو ځواکونو "لس ترهګر" وژلي دي.  د اسرائیل د پوځ یو بل ویاند ریچارد هیچت وویل: "ډېر خلک وژل شوي دي. موږ سرتېري، قومندانان او ډېر ولسي خلک له لاسه ورکړل... موږ د حماس له منګولو څخه د اسرائیل د قلمرو د بېرته نیولو د هڅو د بشپړېدو په حال کې یو. " نوموړي وویل چې هغوی د حماس ۶۲۶ مرکزونه په نښه کړي چې ودانۍ، تاسیسات او تونلونه په کې شامل دي.  نړیوال غبرګونونه  د حماس او اسرائیل ترمنځ جګړې د نړیوالو اندېښنې هم پارولي دي او په همدې حال کې لویدیځو هېوادونو د حماس بریدونه غندلي دي.  خو ایران او سوریې او د لبنان حزب الله او افغان طالبانو ډلو بیا د حماس بریدونه ستایلي دي.  د امریکا ولسمشر جوبایډن دا بریدونه غندلي دي او اعلان یې کړی چې د اسرائیل حکومت ته به مناسب امکانات ورکړي چې د "تروریستي بریدونو" په وړاندې د ځان او خپلو خلکو دفاع وکړي.  ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد ولسمشر ابراهیم رئیسي د حماس ډلې له مشرانو سره خبرې کړي دي. د ایرنا خبري اژانس ویلي چې رئیسي د حماس د دفتر له مشر اسماعیل هنیه او د دغه غورځنګ له مشر زیاد النخاله سره د فلسطین د تحولاتو په اړه په تیلیفون کې خبرې کړي دي. ایران د حماس بریدونه "ویاړلي او لوی بری" بللي دي.  په همدې حال کې په یو شمېر اسلامي هېوادونو، جرمني او فرانسې کې د اسرائیل په ضد مظاهرې شوي دي.    د مصر په اسکندریه کې بیا یو پولیس په اسرائیلي ګرځندویانو بریدونه وکړل چې دوه اسرائیلي او د هغوی مصري لارښود په کې ووژل شول.  د اسرائیل صدراعظم د خپل ایکس په حساب کې لیکلي دي: "اوږده او سخته جګړه پیلوو چې د حماس وژونکو بریدونو په موږ تحمیله کړه... په اوسني وخت کې لومړۍ مرحله د دښمن بشپړ نابودول دي چې زموږ خاورې ته یې لاره کړې ده. " د مرستې غوښتنه  د حماس ډلې په "لویدیځه غاړه کې د مقاومت له جنګیالیو او عربي او اسلامي هېوادونو" څخه غوښتي دي چې له دغې ډلې سره یو ځای شي. د اسرائیل حکومت هم د خپل احتیاط ځواکونه د وسله والو ځواکونو لیکو ته رابللي دي.  د اسرائیل په بریدونو کې، چې وایي د حماس تاسیسات یې په نښه کړي، په غزه کې څو ودانۍ له خاورو سره خاورې شوې دي. د اسرائیل په یو بل برید کې په خان یونس کې یو جومات په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.  د حماس ډلې په ۲۰۰۷کال کې د غزې واک ترلاسه کړ او له هغه را وروسته یې څو ځلې له اسرائیل سره جګړه کړې ده.  د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي دي، چې د جګړې د زیاتېدو د مخنیوي لپاره دې له دپلوماتیکو هلو څلو څخه کار واخلي. هغه ټېنګار کړی دی چې سوله او د ستونزو حل د خبرو له لارې ترلاسه کېدای ښي. 

08.10.2023 امریکا غږ

هرات کې زلزلې له ۲۰۰۰ څخه زیات کسان وژلي – د اتصال د یکشنبې خپرونه

هرات کې وژونکې او ویجاړونکې زلزله؛ طالبان وایې په دې زلزله کې ۱۳۲۰ کورونه نړیدلي دي، تر ۲۰۰۰ زیات کسان مړه شوي او په زرګونو، نور ټپيان دي. د اتصال په نننۍ پروګرام کې د هرات څخه تازه حال اخلو، او په پاکستان کې د کډوالو د ایستلو په مسلې د نړیوالو په غوښتنو د پاکستان په غبرګون د میلمنو سره بحث کوو.

08.10.2023 امریکا غږ

راشد خان او د افغانستان کرکټ بورډ له زلزله ځپلیو سره د مرستو اعلان وکړ

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي راشد خان په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره د مرستې اعلان کړی او افغان کرکټ بورډ هم ویلي دي چې دوه میلیون افغانۍ به له زلزلې ځپلو سره مرسته کوي.

08.10.2023 امریکا غږ

ملابرادر ګاونډیو ته: د افغان کډوالو سر ناسم چلند د منلو نه دی

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر افغان کډوالو سره ګاونډیو هیوادونو ناسم چلند ته په غبرګون کې ویلي، چې د هغوی دا ډول کړنې افغانانو ته د منلو نه دي او دا به افغانستان ته د زیان د رسولو پر ځای پخپله دغو هیوادونو ته زیان ورسوي.

08.10.2023 امریکا غږ

هرات ولایت زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې او لټون عملیات لا روان دي

د هرات په ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي، چې نن د یکشنبې په ورځ اکتوبراتم( تلې۱۶) هم ددغه ولایت د زنده جان په ولسوالۍ کې د تیرې ورځې په زلزله کې د نړیدلو ودانیو څخه تر خاورو لاندې ایسار شویو کسانو د ایستلو او د ژغورنې عملیات روان دی.

08.10.2023 امریکا غږ

روسیه د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا کې د خپل غړیتوب برحاله کیدو کوښښ کوي

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله راتلونکې سه شنبه د دوو کالونو لپاره د بشري حقونو د شورا لپاره پنځلس نوي غړي هیوادونه وټاکي او روسیه کوښښ کوي چې بیرته د دې شورا غړیتوب تر لاسه کړي.

08.10.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

08.10.2023 امریکا غږ

په افغانستان د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د یرغل ۲۳مه کالیزه

د نن څخه څه باندې ۲۳ کاله وړاندې د اکټوبر میاشتې په ۷ مې نیټې د متحده ایالاتو په مشرۍ ائتلافي ځواکونو په افغانستان یرغل وکړ او د طالبانو لومړنی حکومت یې ړنګ کړ.

08.10.2023 امریکا غږ

د اسرائیل – حماس جګړه : امریکا له محمود عباس غوښتي په اسرائیل د حماس بریدونه وغندي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن شنبه اکټوبر ۷ (تلې ۱۵) ناوخته د فلسطین د جمهور رئیس محمود عباس سره په خبرو کې له هغه غوښتي چې په اسرائیل د حماس برید وغندي.

07.10.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

07.10.2023 امریکا غږ

په افغانستان کې د طالبانو دحکومت لخوا د یو شمېر حکومتي بستونو اعلان: نن او وضعیت

د طالبانو سرپرست حکومت د رپوټونو له مخې، دوی یو شمیر حکومتي بستونه اعلان کړي دي، چې هر څوک کولی شي ورته غوښتنلیکونه ورکړي. خو بلخوا یو شمیر ځوانانو ویلي دي، چې د حکومتي بستونو دا اعلان هسې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د دریځ یو نمایش دی. پدې اړه د پروګرام له میلمه، د تجارت او کارموندنې له کارپوه، سیام پسرلی سره خبرې کوو.

07.10.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

07.10.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more