ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


کابلوف: تاجیکستان وايي د طالبانو حکومت هیڅ د ستایلو وړ کار نه دی کړی

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د نشه یي توکو او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د تاجیکستان حکومت د طالبانو له هڅو څخه راضي نه دي او په دوشنبې کې چارواکې په دې باور دی، چې د طالبانو دغه کار د ستایلو وړ نه دی.

05.10.2023 امریکا غږ

د کرکټ نړیوال جام لومړنۍ لوبه نیوزیلنډ له انګلنډ څخه وګټله

د کرکټ نړیوال جام لومړنۍ لوبه د پنجشنبې په ورځ اکتوبر پنځمه (تلې ۱۳) نیو زیلنډ له انګلنډ څخه د نهو ویکټو په توپیر وګټله.

05.10.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

05.10.2023 امریکا غږ

د پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه او په تړاو یې غبرګونونه - اشنا خپرونه

ملګرو ملتونو د پاکستان لخوا د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو پریکړې په اړه ژوره اندېښنه ښودلې. اوکراین سره د مرستې په تړاو د ناټو د پوځي مشرانو خبرداری، د افغانستان د مخکیني پوځ د یوې پوځي پیلوټې کیسه او نور سیمه ییز او نړیوال خبرونه د امریکا غږ پدې خپرونه کې کتلای شئ.

05.10.2023 امریکا غږ

په پاکستان کې پر افغان سوداګرو تازه وضع شوي محدودیتونه - اتصال

افغان سوداګر وایي، د یوې میاشې راپدیخوا د پاکستان حکومت پر دوی اضافې مالیات وضع کړي. په دې اړه د یوه افغان چارواکي سره مرکه لرو او د طالبانو سره د نړۍ پر تعامل د شنونکو سره بحث شو دی.

05.10.2023 امریکا غږ

اروپایي اتحادیه: اذربایجان په ناګورنو قره باغ کې ارمني توکم ورک کوي

د اروپايي اتحادیې وکیلانو د پنجشنبې په ورځ اکتوبر پنځمه (تلې ۱۳) اذربایجان تورن کړ چې په ناګورنو قره باغ کې ارمني "توکم ورک کوي" او له اروپايي اتحادیې څخه یې وغوښتل چې پر باکو بندیزونه ولګوي.

05.10.2023 امریکا غږ

پر اوکراین د روسیې د يرغل له پیل راهیسې لږترلږه ۲۶زره اوکراینیان ورک شوي- کیف

اوکرایني چارواکو د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر ۵ (تلې ۱۳مه) وویل، چې د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ میاشتې کې پر اوکراین د روسیې پوځي یرغل راهیسې، تر اوسه د ملکي وګړو په ګډون څه باندې ۲۶ زره اوکراینیان ورک شوي دي.

05.10.2023 امریکا غږ

هند کې د سیلاب له امله لږترلږه ۱۴ کسان مړي شوي او ۱۰۲ ورک دي

د هند په شمال ختیځ سیکیم ایالت کې د یو جهیل له ماتېدو او سیلاب راتلو وروسته چارواکي وايي، لږ تر لږه ۱۴ کسان مړي شوي او تر سلو زیات ورک دي.

05.10.2023 امریکا غږ

یعقوب مجاهد: د افغان کډوالو د ایستلو پریکړه د افغانستان او پاکستان اړیکې ترینګلې کوي

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد د پاکستان د حکومت له خوا له دغه هیواد څخه د سلګونو زرو افغان کډوالو د ایستلو پریکړه ظالمانه او ناعادلانه بللې اود افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ترینګلیتا په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

05.10.2023 امریکا غږ

پاکستان څخه د کډوالو د ایستلو بحران؛ طالبانو له ملګروملتونو د مرستې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت له خوا د دغه هیواد څخه نومبر د میاشتې تر لومړۍ ورځې پورې د اوسیدانې د قانوني اسنادو نلرونکو ۱.۷ میلیونو افغان کډوالو د ایستلو د پریکړې وروسته د طالبانو حکومت د ستنیدونکو افغان کډوالو د ستنیدلو په برخه کې د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

05.10.2023 امریکا غږ

د بخښنې نړیوال سازمان: په زوره افغانستان ته افغان کډوالوستنول به هغوی له جدي ستونزو سره مخ کړي

د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان د حکومت له خوا بله میاشت افغانستان ته د سلګونو زرو افغان کډوالود ستنولو پریکړې ته غبرګون کې ویلي، چې افغان کډوالو د طالبانو د ځورولو د ویرې دغه هیواد ته پناه وړې او که چیرې هغوی په زور خپل وطن ته واستول شي ممکن ژوند یې د جدي ګواښ سره مخ شي.

05.10.2023 امریکا غږ

امریکايي جنرال: د ایراني ځواکونو په شا تمبولو لپاره زموږ د ځواک ننداره کافي وه

په منځني ختیځ کې د امریکا د هوايي ځواکونو قومندان الکسي ګرینکویچ د چهارشنبې په ورځ اکتوبر څلورمه (میزان۱۲) وویل چې د ایراني ځواکونو په شا تمبولو لپاره د امریکایي ځواکونو د ځواک ښودلو ننداره کافي وه. دغه امریکايي جنرال په واشنګټن کې په یوې غونډې کې وویل چې د روان کال په لومړیو کې، چې ایراني ځواکونو د هرمز په تنګي او د عمان په خلیج  کې کښتۍ په نښه کړې وې، نو د دغه کار د مخنیوي لپاره یې د «امریکا د ځواک ننداره» ورته کافي وه. جنرال ګرینګویچ وویل داسې ښکاري چې د جنورۍ په میاشت کې د فارس خلیج ته د اف-۳۵ او اف-۱۶ الوتکو او نورو بحري وسائیلو او د ځانګړو بریدګرو ځواکونو په استول کېدو سره  د ایراني مقاماتو په منځ کې غوغا جوړه شوې ده. د متحدو ایالتونو سمندري ځواکونو د اګست په میاشت کې اعلان وکړ چې ۳۰۰۰ امریکایي پوځیان له دوو جنګي بېړیو سره یو ځای سرې بحېرې ته داخل شول. د امریکا دا اقدام په سیمه کې د ځواکونو د موجودیت د پراختیا د پروګرام یوه برخه ګڼل کېده. جنرال ګرینکویچ وویل، چې دې کار د نړیوالو بېړیو او کښتو په وړاندې ایران له هر ډول پاروونکیو اقداماتو څخه ګرځولی دی. د امریکا پوځ وايي ایران په دوو کلونو کې په سیمې کې ۲۰۰ هغه کښتۍ، چې نړیوال بیرغونه پرې ځوړند وو، یا نیولې دی او یا یې د نیولو هڅه کړې ده. خو ایران ویلي دي چې نیول شویو کښتیو د تګ راتګ له قانون څخه سرغړونه کړې وه. تر دې مخکې د امریکا په مشرۍ د لویدیځ ځواکونو د اګست په ۱۲ نېټه په منځني ختیځ کې د هرمز له تنګي څخه تېرېدونکو تجارتي بېړیو ته خبرداری ورکړی و، چې څومره امکان لري د ایران له اوبو څخه ځانونه لېرې وساتي چې ونه نیول نشي.

05.10.2023 امریکا غږ

د کرکټ نړیوال جام پيل؛ لومړۍ لوبه د انګلنډ او نیوزلنډ ترمنځ ده

د کرکټ د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام سیالۍ نن پنجشبنه اکتوبر پنځمه (میزان۱۳) د هند د احمد اباد د ګجرات په ښار کې پيلیږي. لومړۍ لوبه د انګلنډ او نیوزلنډ ترمنځ ده. انګلنډ د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام اتلولي ګټلې وه او نیوزلنډ دویم مقام ترلاسه کړی و. د سږکال د نړیوال جام لومړۍ لوبه د «نریندرا مودي» د کرکټ په لوبغالي کې کېږي، چې د نندارچیانو د ظرفیت له پلوه په نړۍ کې د کرکت تر ټولو لوی میدان بلل کېږي. د هند د ګجرات د کرکټ ادارې په خپل ویبسایټ کې لیکلي دي چې په دې میدان کې «د ۱۳۰زره» نندارچیانو د ناستې او نندارې لپاره ځایونه شته. د چهارشنبې په ورځ د ټولو لوبډلو کپتانانو په یو ګډ خبري کنفرانس کې دغو سیالیو ته د خپلو لوبډلو د تیاریو په اړه خبرې وکړې او هیله یې وکړه چې لوبې وګټي. افغانستان د شنبې په ورځ له بنګله دېش سره لوبه کوي. د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان حشمت شهیدي په خپل فیسبوک کې لیکلي دي: « اصلي سفر مو د شنبې په ورځ د اکتوبر په ۷مه د بنګلدیش پر وړاندې پیل کیږي. د تل په څیر مو خپلو دعاګانو کې یاد ساتئ.» د افغانستان دا لوبه د هند په درمشالا کې ده. افغان لوبغاړي وار د مخه دغه ښار ته رسېدلي دي. افغانستان د نړیوال جام تر رسمي لوبو مخکې دوې تمریني لوبې هم لرلې، باران یې له جنوبي افریقا سره تمریني لوبه لغوه کړه خو په دویمې تمریني لوبې کې یې سري لانکا ته ماتې ورکړه. رحمان الله ګربز په کې سلیزه وکړه او محمد نبي څلور لوبغاړي اوټ کړل. د کرکټ د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې د افغانستان په ګډون لس لوبډلې ګډون لري. افغانستان د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کې یوازینۍ لوبډله وه چې خپلې ټولې نهې لوبې یې وبایللې.

05.10.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

05.10.2023 امریکا غږ

د ناګورنو-قره باغ شخړه: د ازربایجان ولسمشر د ارمنستان صدر اعظم سره له خبرو انکار وکړ

د ازربایجان ولسمشر الهام علیوف په اروپا کې د ارمنستان له صدراعظم نیکول پاشینیان سره له ملاقات کولو ډډه کړې ده. ټاکل شوې وه دا ملاقات په همدې اوونۍ کې وشي.

05.10.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more