شاته

د بخښنې نړیوال سازمان: په زوره افغانستان ته افغان کډوالوستنول به هغوی له جدي ستونزو سره مخ کړي

د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان د حکومت له خوا بله میاشت افغانستان ته د سلګونو زرو افغان کډوالود ستنولو پریکړې ته غبرګون کې ویلي، چې افغان کډوالو د طالبانو د ځورولو د ویرې دغه هیواد ته پناه وړې او که چیرې هغوی په زور خپل وطن ته واستول شي ممکن ژوند یې د جدي ګواښ سره مخ شي.

د بخښنې نړیوال سازمان د چهارشنبې د ورځې ناوخته اکتوبرڅلورمه( تلې ۱۲) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې پاکستان باید د افغان کډوالو څخه خپل تاریخي ملاتړ ته دوام ورکړي، ترڅو هغوی په دغه هیواد کې په عزت او افغانستان ته د ستنولو د ویرې پرته چې د طالبانو د ځورولو سره مخ کیدلی شي، خپل ژوند ته دوام ورکړي.

د دغه سازمان د جنوبي اسیا د‌ څېړنو د څانګې مشرې مرستیالې نادیه رحمان ویلی: "افغانان پاکستان ته د طالبانو د ځورولو څخه تښتیدلي دي.هغوی په یو ډیر زیات غیرمصون حالت کې ژوند کوي چیرته چې هغوی یا خو په پاکستان کې باید د یو سخت بهیر له لارې د کډوالو په توګه خپل نومونه ثبت کړي او یا د یوې اوږد مهالې پروسې له لارې په بل هیواد کې د میشته کیدو لپاره انتظار وباسي. افغانستان ته په زور ستنول کیدای شي هغوی د یو ستر ګواښ سره مخ کړي".

د پاکستان حکومت د سه شنبې په ورځ (اکتوبر درېیمه) ټولو افغانانو ته چې پدې هیواد کې په غیر قانوني توګه ژوند کوي، د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د نومبر میاشتې تر لومړۍ نیټې مهلت ورکړی چې بیرته افغانستان ته ستانه شي. حکومت همدارنګه ویلي چې د دې نیټې پای ته رسیدو څخه وروسته به دا کسان په ډله ایزه توګه وشړل شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفن دوجاریک د چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر څلورمه (تلې۱۲مه) په نیویارک کې د دغه سازمان په مرکزي دفتر کې د یوه خبري ناستې پر مهال وویل:"دا یو د اندیښنې وړ پرمختګ دی، خو زه ډاډه یم چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو په عالي کمېشنرۍ کې زموږ همکاران له دې وضعیت څخه خبر دي. د یو اصل په توګه، هیڅ کډوال باید په زور او جبر سره خپل هیواد ته وا نه استول شي. "

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د پاکستان د حکومت له خوا له دغه هیواد څخه د غیرقانوني افغان مهاجرینو د ایستلو د پلان په اړه غبرګون ښودلی او ویلي دي، افغان مهاجرینو سره ددغه هیواد چلند ورته د منلو نه دی.

ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ اکتوبر څلورمه( تلې ۱۲) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې باید پاکستانی لوری په دې اړوند په خپل پلان باندې له سره غور وکړي.

ښاغلي مجاهد لیکلي:" په پاکستان کې له افغان مهاجرینو سره چلند د منلو نه دی. باید پاکستاني لوری په دې اړوند په خپل پلان باندې له سره غور وکړي. افغان مهاجرین د پاکستان په امنیتي ستونزو کې لاس نه لري. تر څو پورې چې افغان مهاجرین پخپله خوښه او آرام سره له پاکستانه را وځي، ترهغو باید هغه هیواد زغم وکړي."

خو پاکستاني چارواکو ادعا کړې، چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال په دغه هېواد کې په وروستیو امنیتي پېښو او تاوتریخوالي کې لاس لري.

د بخښنې نړیوال سازمان د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) څخه غوښتي دي چې په پاکستان کې د میشتوهغو افغانانو غوښتنلیکونه دې په چټکۍ سره وارزوي، چې د نړۍ په نورو هیوادونو کې یې د پناه غوښتنې کړي دي.‌

همداشان د ملګروملتونو دغې ادارې د پاکستان د حکومت څخه غوښتي دي، چې د افغان کډوالو نیول او ځورول دې بند کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان د هغو لویدیځو هیوادونو څخه هم غوښتي چې د افغان کډوالو د ویزو د ورکولو بهیر دې چټک کړي چې له دغو هیوادونوته یې د پناه د اخیستلو لپاره غوښتنلیکونه سپارلي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي:" نړیواله ټولنه باید په بیړه خپلې هغه لومړنۍ ژمنې عملي کړي چې هغو افغانانو ته به خوندیتوب ورکوي چې په افغانستان کې له ناوړه چلند څخه تښتېدلي دي."

د بلې خوا د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون ددغه هیواد د حکومت له خوا د یوې میاشتې څخه په کمه موده کې د تروریستي او جنايي ډلوسره د اړیکو لرلو له امله د یو میلیون بهرنیو کډوالو د ایستلو پریکړه ددغه حکومت د رحم او شفقت د نشتون او د ملي امنیت په برخه کې د لنډ او تنګ نظر انعکاس ښودلی دی.

دغه کمیسیون د چهارشنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي چې ددغو کسانو غوڅ اکثریت زیانمنوونکي افغان کډوال او بې هیواده کسان دي، چې په پاکستان کې د څو نسلونو را په دې خوا ژوند کوي.

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون ویلي:" دا پریکړه ددې له امله د منلو نه ده، چې هغوی د څو تنو ناسمو کړنو لپاره مسوول وګڼل شي. داد هغوی اخلاقي حق دی، چې په دغه هیواد کې د پناه غوښتنه وکړي او په باعزت ډول اود خواخوږۍ له مخې ورسره چلند وشي. همداشان دا پریکړه د بشري نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې ده او په باید په عاجل ډول ورته بیا کتنه وشي".

په ۲۰۲۱ کال په واک باندې د طالبانو له قبضې وروسته ډېر افغانان د بندي کېدو او شکنجه کېدو له وېرې د خپل هېواد پرېښودلو ته اړ شوي خو د راجستر کېدو د ورو بهیر او د دریم ګړو هېوادونو لخوا په چټکۍ سره د دوی د اسنادو د نه بشپړېدو له امله دا مهال په پاکستان کې افغان کډوال له ډېرو کړاونو ډک ژوند تېروي.

اکثره یې د پاکستان له قانوني ویزو سره پاکستان ته تللي خو هلته د دوی په کارونو کې د اوږده ځنډ له امله اوس د هغوی د ویزو وخت پای ته رسېدلی دی.‌

یو ان اچ سي ار وايي، په پاکستان کې له ۳.۷ میلیونو څخه زیات افغانان پراته دي چې له افغانستان څخه د اقتصادي او سیاسي ستونزو له امله کډه شوي دي خو یواځې ۱.۴ میلیونه یې په رسمي توګه راجستر شوي دي. د پاکستان د حکومتي چارواکو د وینا له مخې د ۲۰۲۱ د اګست د میاشتې وروسته له ۶۰۰ زرو څخه زیات افغان کډوال پاکستان ته تللي دي.

فورم \ دبحث خونه