شاته

اروپایي اتحادیه: اذربایجان په ناګورنو قره باغ کې ارمني توکم ورک کوي

د اروپايي اتحادیې وکیلانو د پنجشنبې په ورځ اکتوبر پنځمه (تلې ۱۳) اذربایجان تورن کړ چې په ناګورنو قره باغ کې ارمني "توکم ورک کوي" او له اروپايي اتحادیې څخه یې وغوښتل چې پر باکو بندیزونه ولګوي.

راپورونه وايي چې تیره میاشت د ازربایجان له خوا د ناګورنو قره باغ له نیول کېدو وروسته، په دغه سیمه کې د ارمني ۱۲۰ زره نفوس نږدې ټول وګړي ارمنستان ته تښتېدلي دي.

د اروپا پارلمان له خوا په تصویب شوي یو پریکړه لیک کې ویل شوي "اوسنی وضعیت د توکم له منځه وړلو ته ورته دی او د اذربایجان د ځواکونو لخوا ترسره شوي ګواښونه او تاوتریخوالی په کلکه غندي."

وکیلانو د اروپايي اتحادیې په ۲۷ غړو هیوادونو غږ وکړ چې په ناګورنو قره باغ کې د برید او د بشري حقونو د سرغړونو په تور "د اذربایجان په حکومت کې د اشخاصو په وړاندې هدفي بندیزونه ولګوي."

دوی همدا راز له اتحادیې وغوښتل چې "د اذربایجان د ګازو پر صادراتو باندې د اروپايي اتحادیې تکیه کمه کړي" او له بروکسل یې وغوښتل چې له باکو سره پر خپلو اړیکو له سره غور وکړي.

دا پریکړه لیک چې په ۴۹۱ مثبتو او نهو منفي رایو تصویب شو، اروپايي اتحادیه اقدام کولو ته نه اړ باسي.

ارمنستان او اذربایجان د لسیزو راهیسې د ناګورنو قره باغ پر سر سختې جګړې کړې دي.

د سیمې ارمني اوسیدونکی اشوت اروشانيان ارمنستان ته د خپل تګ کیسه کوي او وايي: "زه هم داسې راغلم. ما حتی لا خپل کالي هم نه دي بدل کړي. ما حتی بستر هم نه دی اخیستی. هیڅ هم نه. ما خپل موټر هلته پریښودی دی."

هغه کورنۍ چې په دې وروستیو کې په قره باغ کې له خپلو کورونو تښتېدلي، د ارمنستان حکومت او د روسیې سوله ساتونکي عسکر تورنوي چې د دوی دفاع یې ونه کړه.

نایلا ګریګوریان وايي: "ما ته د ارتساخ په اړه دا معلومه ده چې زما دوه اوښيان، زما میړه او زما ورور د دې خاورې لپاره جنګ ته لاړل او بیا ارمنیانو دا ځمکه پرته له کوم جنګه له لاسه ورکړه."

د قره باغ څخه کډه شوي ارمني اوسېدونکي وايي چې خپل ملکیتونه او کلتوري میراثونه یې تر شا پرې ایښي دي.

کډواله اریویک سرګسیان وايي: "ما خپل ماشومتوب هلته تېر کړ. ما تر اوسه پورې خپل ژوند هلته تېر کړی دی. دا زما د نیکونو او زما د وطن د اوبو ځای دی."

د نورو ارمني کډوالو په شان سرګسیان هم وايي چې ناګورنو قره باغ ته د بیرته ستنیدو هیڅ هیله نه لري. خو، هغه وايي چې دا هیله لري چې راتلونکي نسلونه به د دې سیمې په اړه زده کړه وکړي.

فورم \ دبحث خونه