شاته

د کرکټ نړیوال جام لومړنۍ لوبه نیوزیلنډ له انګلنډ څخه وګټله

د کرکټ نړیوال جام لومړنۍ لوبه د پنجشنبې په ورځ اکتوبر پنځمه (تلې ۱۳) نیو زیلنډ له انګلنډ څخه د نهو ویکټو په توپیر وګټله.

د هند په احمد اباد کې انګلنډ د پچې له بایللو وروسته په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو مقابل لوري ته د ۲۸۳ منډو هدف وټاکه.

د انګلنډ دپاره جو روټ ۷۷ منډې، جاس بټلر ۴۳ او جاني بریسټو ۳۳ منډې وکړې.

په ځواب کې د نیوزیلنډ ټیم د یو لوبغاړي په سوځېدو سره دغه هدف په ۳۶ اورونو کې بشپړ کړ. د نیوزیلنډ ډیون کانوې ۱۵۲ او راچین راویندرا ۱۲۳ منډې وکړې.

د نړیوال جام دوهمه لوبه سبا د پاکستان او هالنډ تر منځ د هند په حیدر اباد کې ترسره کیږي.

افغانستان په دغه جام کې خپله لومړنۍ لوبه د شنبې په ورځ له بنګله دیش سره لري.

فورم \ دبحث خونه