د عدم تشدد د فلسفې دوام د چا مسئولیت دی؟ - سپینې خبرې
نن د اکتوبر دویمه، د عدم تشدد نړیواله ورځ ده. دا ورځ د هند د خپلواکۍ د غورځنګ د مشر مهاتما ګاندي د زیږیدنې په مناسبت نومول شوې ده. په دې پیړۍ کی د عدم تشدد د پالیسۍ او فلسفې د خپرولو او عملي کولو لپاره، د ګاندي غوندې ملي او نړیوال رهبران په کار دي، که دا د حکومتونو مسئولیت دی؟ د سپینې خبرې په دې پروګرام کې یې ځواب واورئ.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
د افغانستان په اړه د هندوستان د دریځ ارزونه - اشنا خپرونه
په دغه خپرونه کې په هند کې د افغان سفارت د تړل کېدو پر لاملونو د افغان سفیر سره مرکه، د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او مرکزي آسیا د مشرانو دریځ، د معلولو افغانو زده کوونکو غوښتنې او هیواد ته د ستنو شویو وګړو ستونزې او دغه راز نور خبرونه اورېدلای شئ.
په نوي ډیلي کې د افغان سفارت د تړل کېدو اغېزې - اتصال
په هند کې د افغانستان د سفارت د عملیاتو له ځنډېدو وروسته، ددې سفارت برخلیک به اوس څنګه کیږي؟ د هند او طالبانو ګډې ګټې څه دي؟ پر دې او نورو پوښتنو په پولنډ کې د افغان سفیر طاهر قادري او د سیاسي چارو شنونکي سید بلال فاطمي سره بحث لرو. او په دويمه برخه کې د طالبانو په واکمنۍ کې د ځوانانو پر وضعیت د ناصر کمال سره مرکه لرو.
د کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان خپله دویمه تمریني لوبه له سري لانکا سره کوي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د نړیوال جام د تمریني لوبو په لړ کې سبا سه شنبه اکتوبر درېیمه (میزان ۱۱) له سري لانکا سره لوبه کوي.
وسله والو د پاکستان د پولیسو په یوې پوستې برید کړی او 'درې تنه وژل' شوي
په پاکستان کې چارواکي وایي لسګونو وسله والو په «میانوالې» کې د پولیسو په یوې پوستې برید کړی دی چې په نتیجه کې یې «یو پولیس او دوه بریدګر» وژل شوي دي.
پاکستانی ډاکټر او اووه نور کسان د پښتورګو د قاچاق په تور ونیول شول
د پاکستان د پنجاب ایالت پولیسو د یو ډاکټر په ګډون اته کسان د انسانانو د پښتورګو د قاچاق په تور نیولي دي.
د هډوکو ماتوونکې تبې بنګله دېش کې لږترلږه ۱۰۰۰ تنه مړه کړي
په بنګله دیش کې د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر ۱۰۰۰ ډیر کسان د هډوکو ماتوونکې تبې (ډینګي تبې) له امله مړه شوي دي. دا د بنګله دېش په تاریخ کې د غوماشو په واسطه رامینځته کېدونکې تر ټولو وژونکې ناروغي ښودل شوې ده.
مصر کې د پولیسو په ودانۍ کې اور لګېدلی او لسګونه کسان ژوبل شوي
د مصر د روغتیا وزارت چارواکو د دوشنبې په ورځ اکتوبر دوهمه (تلې ۱۰) وویل د دغه هېواد د اسماعیلیه ښار کې د پولیسو په مرکزي دفتر کې د اورلګیدو له امله لږ تر لږه ۳۸ کسان ژوبل شوي دي.
ایران له طالبانو غوښتي چې د انساني قاچاق کوونکو او ناقانونه کډوالو مخه ونیسي
کابل کې د ایران د سفارت مرستیال سید حسین مرتضوي د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت چارواکو سره په کتنه کې د ایران او افغانستان ترمنځ د سرحد څارنې ته د طالبانو د پاملرنې د زیاتیدوغوښتنه کړې ده.
انقرې کې تر ځانمرګي برید وروسته د ترکیې پوځ د عراق په شمال کې بمباري کړې
د ترکیې جنګي الوتکو یکشنبه اکټوبر لومړۍ (تلې۹) د عراق په شمال کې د کردي وسله والو په مشکوکو اهدافو وروسته تر هغه بمباري وکړله چې د انقرې په ښار کې د کورنیو چارو وزارت ودانۍ مخې ته ځانمرګی برید وشو.
آیا د حکومت تړل کیدو د مخنیوي په معاملې کې به مک کارتي له دندې لیرې شي؟
پداسې حال کې چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د حکومت د لګښتونو لایحه لاسلیک او په قانون بدله کړه چې د روان کال د نومبر تر نیمایي پوري فدرال حکومت ته پیسې برابروي خو پدې معاملې کې د استازو مجلس مشر کیون مک کارتي دنده د خطر سره مخ شوې.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
مکسیکو کې د لارۍ چپه کیدو پیښې کې لږ تر لږه ۱۰ کډوال مړه شوي
د مکسیکو په جنوبي برخه کې یکشنبه اکټوبر لومړۍ (تلې۹) ۱۰ کیوبایي کډوال هغه وخت مړه شول چې یوه بار وړونکۍ لارۍ چې دا کډوال پکې سپاره و، چپه شوه.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰