ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


سټولټنبرګ: اوکراین د بل هر وخت په پرتله اوس ناټو ته نږدې دی

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۲۹ (تلې ۶) کیف ته د سفر پر مهال وویل چې د شمالي اتلانتیک د پوځي تړون (ناټو) سره د اوکراین اړیکې هیڅکله دومره نږدې نه وې لکه اوس چې دي.

28.09.2023 امریکا غږ

معلوماتو ته د لاس رسي نړیواله ورځ؛ طالبانو دایکنډي ولایت کې یوه راډیو وتړله

د افغان خبریالانو یو مرکز وايي، چې په تیرو دوو کلنو کې د طالبانو د حکومت له خوا رسنیو او خبریالانو ته د خبرې پوښښ په برخه کې ۱۳ خپرې شویو کړنلارو په افغانستان کې معلوماتو ته د خبریالانو لاس رسی ډیر محدود کړی دی.

28.09.2023 امریکا غږ

مقاومت عالي شورا: مسکو فارمټ دې د سیمې په کچه د ټولو ښکیلو غاړو په ګډون غونډه جوړه کړي

د مقاومت عالي شورا د مسکو فارمت د جمعې د ورځې د غونډې د تنظیموونکو څخه غوښتي، چې د افغانستان روان بحران ته د حل د لارې د لټولو لپاره دې د ملګروملتونو او د دغه هیواد د ښکیلو غاړو په ګډون یو سیمه ییزه غونډه جوړه کړي.

28.09.2023 امریکا غږ

طالبان: افغانستان کې هیڅ بهرنی وسله وال نشته دی

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بهرنیو وسله والو ډلو د شتون په اړه د د ملګروملتونو په غونډو کې د ځینو هیوادونو د چارواکو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې په دغه هیواد کې هیڅ کوم بهرنی وسله وال حضور نلري.

28.09.2023 امریکا غږ

امریکايي سناتور د بډې اخیستلو په قضیه کې خپله بې ګناهي څرګنده کړه

د امریکا د متحدو ایالتونو د سنا غړي باب میندیز د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۲۷ (میزان پنځمه) د نیوجرسي په ایالت کې د دریو سوداګرو څخه د بډې اخیستلو په قضیه کې خپله بي ګناهي څرګنده کړه. دا په داسې حال کې ده چې د هغه دموکرات همکارانو د هغه د استعفا غوښتنه کړې ده. تېره اوونۍ د نیویارک فدرال څارنوال دغه ۶۹ کلن سناتور او مېرمن یې د سرو زرو او سلګونه زره ډالرو رشوت په اخیستو تورن کړل. څارنوال وویل چې سناتور میندیز د خپل نفوذ څخه په ګټې اخیستلو د مصر د حکومت سره مرسته کړې او د سوداګرو په اړه یې د امنیتي ځواکونو په تحقیقاتو کې مداخله کړې ده. د سناتور ۵۶ کلنې مېرمنې ناداین میندیز، دوو سوداګرو هوزي اوریبي او فرد دیبس د قاضي په مخکې په خپلې بې ګناهۍ ټېنګار وکړ. په دغې قضیې کې بل درېیم سوداګر وایل هانا تېره ورځ خپله بې ګناهي څرګنده کړې وه. میندیز د دموکرات ګوند د مقرراتو په اساس، په سنا کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر په توګه خپله دنده پرېښې. خو له سنا څخه د استعفا غوښتنه یې رد کړې ده او ویلي دي چې د دغو تورونو په ضد به مبارزه کوي. په امریکا کې ۵۰ ایالتونه دي او هر ایالت دوه سناتوران لري. په سنا کې د دموکرات ګوند اکثریت سناتورانو له هغه څخه غوښتي چې استعفا وکړي. دموکرات په سنا کې ۵۱ څوکۍ په لاس کې لري، په دوی کې یې درې مستقل سناتوران دي چې له دموکراتانو سره یو ځای دي. پاتې ۴۹ نورې څوکۍ بیا له جمهوریت غوښتونکو سره دي. د دغه سناتور له کور څخه د سرو زرو او نقدو پېسو ضبط شوي تصویرونه هم په تورونو کې شامل دي. څارنوال وايي چې یو سوداګر وایل هانا د میندیز او مصري مقاماتو ترمنځ ملاقات برابر کړی. مقاماتو په سناتور باندې فشار راوړی چې پوځي مرستې امضا کړي او د دې کار په بدل کې یې د هغه ښځه په هغه شرکت کې شامله کړې، چې هانا کنترولوه. دا درېیم ځل دی چې سناتور میندیز د څارنوالانو له لورې له تحقیق سره مخامخ کېږي، خو هېڅکله هم محکوم شوی نه دی.

28.09.2023 امریکا غږ

 په تاشکند کې هوایي ډګر ته نژدې چاودنه شوې او اور لګېدلی

په اوزبیکستان کې رسنۍ وايي چې په مرکز تاشکند کې هوايي ډګر ته نژدې د پنجشنبې په شپه کې چاودنه شوې او اور بل شوی.

28.09.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

28.09.2023 امریکا غږ

په پاکستان کې په یوې چاودنې کې اته تنه ووژل شول

د پاکستان د کراچۍ په ښار کې پولیسو د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۲۷ (میزان پنځمه) وویل چې په یو کور کې دننه د راکټ یوه سرکلوله چاودېدلې او اته تنه یې وژلي دي.

28.09.2023 امریکا غږ

افغان لوبغاړی نوین الحق ولې له یوې ورځنیو نړیوالو لوبو څخه استعفا کوي؟

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی نوین الحق وايي، چې د ۲۰۲۳کال د نړیوال جام له سیالیو وروسته به له یوې ورځنیو نړیوالو لوبو سره خدای په اماني کوي.

27.09.2023 امریکا غږ

په ننګرهار کې د پولیو شپږمه مثبته پېښه ثبت شوه

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، په ننګرهار کې تازه د پولیو یوه بله مثبته پېښه ثبت شوې ده.

27.09.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

27.09.2023 امریکا غږ

فعالان: طالبانو د ښځو د حقونو فعاله ژولیا پارسي، نیولې ده

په افغانستان کې د ښځو د حقونو د دفاع فعالانو ویلي چې د طالبانو استخباراتو د افغان ښځو د حقونو د دفاع یوه پېژندل شوې فعاله ژولیا پارسي له خپل زوی سره یو ځای نیولې ده. د ژولیا پارسي خپلوانو امریکا غږ ته وویل چې د ښځو د حقونو دغه فعاله د چهارشنبې په ورځ د سپتمبر په ۲۷ مه (تلې پنځمه) د کابل ښار په قلعه فتح الله ساحه کې نیول شوې ده. د هغوی په وینا، طالبان لومړی د ژولیا پارسي د زوی دوکان ته ورغلل او هغه یې اړ کړ چې د خپلې مور ځای وښيي. د میرمن پارسي خپلوانو ویلي، چې طالبانو د دغې فعالې کور ته له ننوتو وروسته په زور او زیاتي هغه توقیف کړه او د هغې لاسونه وتړل او بیا یې د کور ټول موبايلونه او اسناد چیک او ضبط کړل. د ارغواني شنبه د غورځنګ مشرې مریم معروف اروین د پارسي نیول تائید کړل او ویې ویل چې فعالان او خپلوان یې تر اوسه د هغې د توقیف په ځای نه دي خبر. تر اوسه طالبانو د ژولیا پارسي د نیولو په اړه غبرګون نه دی ښودلی او د نوموړي نیول کېدل یې نه تائید او نه هم رد کړي دي. طالبانو تېره اوونۍ د ښځو د حقونو یوه بله فعاله ندا پرواني چې د ژولیا پارسي همکاره وه، له خپل خاوند او زوی سره یو ځای د کابل ښار له خیرخانې سیمې څخه ونیوله. د سه شنبې په ورځ، سپتمبر ۲۶ مه (تلې څلورمه)، د بخښنې نړیوال سازمان د ایکس ټولنیزې شبکې له لارې د طالبانو څخه د ندا پرواني، د هغې میړه او ماشوم د سمدستي خوشې کولو غوښتنه وکړه. د بخښنې نړیوال سازمان لیکلي: "په داسې حال کې، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په ګډون په پراخه کچه د بشري حقونو څخه سرغړونې روانې دي د بخښنې نړیوال سازمان د هغو کسانو د حساب ورکولو لپاره، چې د بشري حقونو په سرغړونو کې ښکیل دي د حساب ورکوونې د یو خپلواکه نړیوال میکانیزم د رامنځ ته کولو لپاره خپله غوښته یو ځل بیا تکراروي". طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته یو زیات شمېر ښځینه فعالانې، خبریالانې، منتقدین او د دوی د حکومت مخالفې څېرې نیولي دي، چې د نجونو د تعلیم فعال مطیع الله ویسا او افغاني الاصله فرانسوۍ خبریال مرتضی بهبودي هم په کې شامل دي چې له څو میاشتو راهیسې د دغې ډلې په توقیف کې دي.

27.09.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

27.09.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

27.09.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

27.09.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more