شاته

پر اوکراین د روسیې د يرغل له پیل راهیسې لږترلږه ۲۶زره اوکراینیان ورک شوي- کیف

اوکرایني چارواکو د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر ۵ (تلې ۱۳مه) وویل، چې د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ میاشتې کې پر اوکراین د روسیې پوځي یرغل راهیسې، تر اوسه د ملکي وګړو په ګډون څه باندې ۲۶ زره اوکراینیان ورک شوي دي.

د اوکراین د کورنیو چارو مرستیال وزیر، لیوند تیمچینکو وویل: "تر اوسه د څه باندې ۲۶زره کسانو لټون روان دی، کوم چې تر خاصو شرایطو لاندې ورک دي. له دې ډلې څخه ۱۱زره یې ملکي‌ وګړي او نږدې ۱۵زره یې پوځیان دي."

خو په رسمي توګه د ورکو شویو کسانو د شمېر اټکل ګران دی، ځکه چې روسي ځواکونه لا هم د اوکراین د خاورې پر پنځمه برخه واک لری او همداراز هېڅ لوري د پوځي مرګ ژوبلې په اړه منظم معلومات نه خپروي.

د اوکراین د کورنیو چارو وزارت ویاندې ماریانا رووا، د فرانس پرس خبري آژانس ته په دې اړه ویلي، چې په دې ډله کې یوازې هغه کسان شامل دي چې لادرکه شوي او په رسمي توګه تایید شوي دي. هغې زیاته کړه:‌"ښايې دا شمیر زیات شي."

روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ میاشت کې پر اوکراین د خپل پوځي یرغل له پیل راهیسې د اوکراین ډیره برخه لاندې کړې چې په پایله کې یې ګڼ ښارونه ویجاړ شوي او زرګونه کسان وژل شوي دي.

د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې، روسیې د اوکراین لوهانسک، دونیتسک، خرسون او ژاپوریژیا سیمې له خپلې خاورې سره یوځای کړل، خو نړیوالې ټولنې له روسیې سره د دغو سیمو یوځای کېدل په رسمیت نه دي پېژندلي.

اوکراین د جون په میاشت کې د روسي ځواکونو لخوا د لاندې شوي سیمو د بیرته نیولو لپاره ځوابي عملیات پیل کړ، خو د پوځي کارپوهان په اند، دغه عملیات د هیلو په پرتله، ورو پرمخ‌ ځي.

کیف په دې وروستیو کې ادعا کړې چې د جګړې په ډګر کې یې د روسیې د دفاع لومړۍ کرښه مات کړې او لاسته راوړنې یې لرل،‌ خو له بلې خوا دا مني چې په جګړه کې د اوکرایني د ځواکونو پرمختګ د روسیې د قوي دفاعي کرښې او په لومړۍ کرښه کې د ځمکني ماینونو له امله څوکه دی.‌

فورم \ دبحث خونه