هند کې د سیلاب له امله لږترلږه ۱۴ کسان مړي شوي او ۱۰۲ ورک دي
د هند په شمال ختیځ سیکیم ایالت کې د یو جهیل له ماتېدو او سیلاب راتلو وروسته چارواکي وايي، لږ تر لږه ۱۴ کسان مړي شوي او تر سلو زیات ورک دي.
د هند د پوځ یو ویاند همانشو تیواري د پنجشنبې په ورځ اکتوبر پنځمه (تلې ۱۳) وویل: "د سیلابونو اوبو د ایالت په څلورو ولسوالیو کې مرګ ژوبله رامنځته کړې، سړکونه او پلونه یې له منځه وړي دي."
چارواکو وویل چې سړکونه "سخت" زیانمن شوي او ۱۴ پلونه ویجاړ شوي دي. د هند د پوځ د معلوماتو له مخې، په ورکو شویو کسانو کې ۲۳ سرتیري هم شامل دي چې تر اوسه له دغه جملې څخه یو سرتیری ژغورل شوی دی.
دغه سیلاب د لوناک په جهیل کې د اوبو د سطحې د لوړېدو له امله رامنځته شوی چې د نړۍ د دریم لوړ غر کنچنجنګا څوکو ته څېرمه د غرنیو یخچالونو لاندې پروت دی.
ساینسپوهانو خبرداری ورکړی چې په نړۍ کې د تودوخې د لوړوالي له کبله داسې جهیلونه د ماتېدو له خطر سره مخامخ دي چې قوي څنډې او استنادي دیوالونه نلري.
د سیکیم ایالت حکومتي چارواکو وویل چې د لوناک جهیل یو پر دریمه برخه اوبو بهېدل په هغه سیند کې د سیلاب لامل شوی چې د اوړي د موسمي بارانونو له کبله یې د اوبو سطحه له وړاندې لوړه شوې وه او په خپل مسیر کې د "سختو ویجاړیو" لامل شوی دی.
فورم \ دبحث خونه