شاته

د روسیې په تازه هوايي برید کې ۵۱ اوکراینیان وژل شوي- مقامات

په اوکراین کې چارواکي وايي چې روسیې د اوکراین په ختیځ کې په یو کلي باندې بمباري کړې او لږ تر لږه ۵۱ کسان یې وژلي دي. ملګرو ملتونو دا برید «وحشتناک» بللی دی.

دغلته خلک د یو مړي په ویر کې راټول شوي وو چې بمبار پرې شوی دی. د فرانس پرس اژانس خبریالانو لیدلي دي چې له ویجاړې شوې ودانۍ څخه جسدونه انتقالېدل او یو شمېر مړي، چې ملکي لباسونه یې په تن وو، څنګ په څنګ اېښودل شوي وو.

برید د اوکراین په خارکیف کې د ګروزا په سیمې کې شوی. دا سیمه د کوپیانسک ښار په ۳۰ کیلیو میترۍ کې ده. اوکرایني ځواکونو تېرکال دا سیمه له روسي ځواکونه څخه ونیوله او روسیي ځواکونه اوس هڅه کوي چې بېرته یې ونیسي.

مقامات وايي چې ویر کوونکي په یو کافي شاپ کې راټول شوي وو او په برید کې په ورڅېرمه هټیو کې هم تلفات اوښتي دي.

د ولادیمیر موخواتي په نوم یو ۷۰ کلن سړي وویل چې په برید کې یې زوی وژل شوی او د خپلې ښځې او انګور لټون کوي. هغه وویل: «زما زوی پیدا شو. سر یې هم نشته، لاسونه یې هم نشته او پښې یې هم نشته، هېڅ یې هم نشته او هغوی د اسنادو په اساس پېژندلی دی.»

نوموړي وویل چې هیله یې نشته چې ښځه او انګور به یې ژوندۍ وي. هغه زیاته کړه: «ما له خپلې ښځې سره ۴۸ کاله یو ځای ژوند وکړ. زه به یوازې ډېر ژوندی پاتې نشم.»

ژغورونکي لا هم لګیا دي چې له کنډوالو څخه مړي راوباسي.

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ایهو کلیمینکو وویل چې په وژل شویو کسانو کې یو شپږ کلن ماشوم هم شامل دی. هغه وویل: «۶۰ کسان د یو کلیوال په مړي کې راټول شوي وو.»

کلیمینکو وویل چې لومړي شواهد ښيي چې د ایسکندر په نوم میزایل په دغې سیمې باندې توغول شوی، هغه وویل: «د نجات او لټون عملیات روان دي، شاید اوس هم خلک تر کنډوالو لاندې وي.»

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلیسنکي، چې په اروپا کې په یوې غونډې کې دی، دا برید غندلی او په ټولنیزو رسنیو کې یې د یوې ښځې تصویر، چې د مړو تر څنګ ناسته ده، خپور کړی دی. هغه ویلي دي چې دا «یو قصدي» برید او د « روسیې وحشي جنایت» دی.

د اوکراین لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د تنظیم مشرې ډینیز براون هم دا برید غندلی دی. هغې ویلي دي چې په برید باندې حیرانه شوې او د پېښې تصویرونه «وحشتناک» دي.

په همدې حال کې د اوکراین د دفاع وزیر رستم اومیروف ویلي دي د دافع هوايي د میزایلو نور سیستم ته هم اړتیا لري، چې «له ترهې څخه خپل هېواد وژغورو».

فورم \ دبحث خونه