شاته

بشري حقونو مدافعان: پاکستان څخه افغان کډوالو ایستل د هغوی ځپلو لپاره طالبانو سره یو ډول همکاري ده

د افغانستان د بشري حقونو د مدافعانو کمیټې د پاکستان د حکومت له خوا د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د نیټې د ټاکلو په پریکړه ژوره اندیښنه ښودلې او د دغه حکومت دغه پریکړه یې د طالبانو د حکومت سره یو ډول همکاري ګڼلې ده.

دغې کمیتي د جمعې په ورځ اکتوبر شپږمه( تلې ۱۴) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې وروسته پاکستان ته ورغلي افغان کډوال اکثره یې په قانوني ویزو دغه هیواد ته تللي دي، چې د ویزو قانوني موده یې پای ته رسیدلې او ویزو د تمدید فرصت ورته نه دی ورکړل شوی.

د بشري حقونو د مدافعانو کمیټه په ۲۰۱۵ کال کې د افغانانو په مشرۍ د بشري حقونو د ملاتړ د ۴۸ ملي او نړیوالو بنسټونو له خوا جوړه شوې او افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما"، اروپايي ټولنه او د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون ددغې کمیټې څارونکي غړي دي.

دغې کمیټې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د پاکستان د حکومت دا پریکړه د بشري حقونو او د مدني ټولنې په سلګونو فعالانو، څارنوالانو، قاضیانو، مدافع وکیلانو، رسنیو کارکوونکود پخواني رژیم ملکي او امنیتي کارکوونکو ژوند چې د طالبانو د "تبعیض او تعصب" له امله یې ګاونډي هیواد ته پناه وړې د ګواښ سره مخ کوي.

د پاکستان حکومت د سه شنبې په ورځ (اکتوبر درېیمه) ټولو افغانانو ته چې پدې هیواد کې په غیر قانوني توګه ژوند کوي، د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د نومبر میاشتې تر لومړۍ نیټې مهلت ورکړی چې بیرته افغانستان ته ستانه شي. حکومت همدارنګه ویلي چې د دې نیټې پای ته رسیدو څخه وروسته به دا کسان په ډله ایزه توګه وشړل شي.

ددې کمیټې په اعلامیه کې ویل شوي:" په زوره شړل او طالبانوته د هغوی تسلیمول په حقیقت کې د مدني او بې دفاع مخالفینو د نیولو او ځپلو په برخه کې د طالبانو سره همکاري ده".

دغې کمیټې په خپله اعلامیه کې د پخوانیو امنیتي کارکوونکو د وژنې، نیولو او شکنجه کولو په اړه د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر" یوناما" وروستي راپور یادونه کړې او ویلي دي، چې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د برخلیک په اړ ه د نړیوالې ټولنې بې غوري او همدارنګه د پاکستان، ایران او ترکیې په هیوادونو کې د ګډوالو او پناه غوښتونکو په توګه دهغو ی د ثبت او راجستر کولو بهیر له سستۍ او حتا د پلان له نشتوالي سره مخ دی.

د بشري حقونو د مدافعانو کمیټې په دغه اعلامیه کې د افغان کډوالو پر اساسي حقونو باندې ټینګار کړی او هغوی سره یې د انساني چلند غوښتنه کړې ده.

همداشان دغې کمیټې ویلي، چې هغه افغانان، د پناه غوښتنې د خپلو غوښتنلیکونو د تعقیب لپاره درېیمګړو هیوادونو ایران، پاکستان او ترکیې ته په قانوني ډول تللي د اوسیدانې ویزې یې پای ته رسیدلي او د " درنې جریمي او ایستلو" د ګواښ سره مخ دي، چې د همدې له امله اړتیا ده، چې د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنري ددغو هیوادونو سره خبرې وکړي او دغې ستونزې ته یو اوږد مهاله منطقي او قانوني حل لار ولټوي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي:" هغه هیوادونه، چې د دغو کډوالو د ایستلو بهیر لري باید ژرترژره دا پروسه کړندۍ کړي اود دردناک برخلیک څخه یې وژغوري. مونږ د ګاونډیو او کوربه دولتونو څخه غوښتنه کوو، چې د افغانستان له خلکو سره د ګاونډیتوب او ګډ کلتور د حق په رعایت سره ددې هیواد د کډوالو سره په ښه روحیه اود ګاونډیتوب د دود او کلتور سره سم چلند وکړي".

په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په سلګونو زره افغانان د بندي کیدو، شکنجه کیدو او د غچ د اخیستلو له ویرې له خپل هیواد څخه ګاونډیو هیوادونو ایران، پاکستان او ترکیې ته کډه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه