شاته

هند: په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت به پرانیستی پاتې وي

په نوي ډهلي کې د افغانستان د سفارت د تړلو له اعلان یوازې څو ورځې وروسته، د هند د بهرنیو چارو وزارت، نن پنجشنبې، د اکتوبر پنځمه (تلې۱۳مه) وویل، چې افغان سفارت به خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

هند تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر واکمن کیدو وروسته یې په کابل کې خپل سفارت وتاړه. خو نوي ډهلي د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت له خوا ټاکل شوي سفیر او دپلوماتانو ته اجازه ورکړې وه چې د ویزو ورکولو او سوداګرۍ اړوند مسایل پرمخ بوځي.

په هند کې د افغانستان سفارت چارواکو څو موده مخکې ویلي وو، چې ددې سفارت لږ تر لږه پنځه افغان دپلوماتان له هند څخه وتلي دي.

بلخوا په هند کې د افغانستان سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، چې د کوربه هېواد له لورې د دپلوماتیک ملاتړ د نشتوالي، د کابل د حکومت نه رسمیتوب او د پرسونل د کموالي له امله چې د خدمتونو د وړاندې کولو د خنډ لامل شوي، د دې سفارت د فعالیتونو د ځنډولو پریکړه وشوه.

خو د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندم باګچي، دغه ادعاوې رد کړې. هغه وویل:"زموږ انګیرنه او برداشت دا دی چې په نوي ډهلي کې د [افغانستان] سفارت فعال دی."

نوموړي زیاته کړه، کله چې د هند د بهرنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت د فعالیتونو د ځنډیدو په اړه د سفارت له پریکړې خبر شو، نو په ممبايي او احمد آباد کې یې د افغانستان په سفارت او قونسلګریو کې له افغان ډپلوماټانو سره اړیکې ونیولې.

هغه وویل: "مونږ په دې هم خبر یوو چې د [افغانستان] سفیر له ډیرې مودې راهیسې حاضر نه و او په دې وروستیو کې یو زیات شمیر افغان دپلوماتان له هند څخه وتلي دي. "

د هند حکومت د طالبانو اداره په رسمیت نه پیژني او وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې یو ځل بیا په افغانستان واک ترلاسه کړ، په کابل کې یې خپل سفارت بند کړ.

همداراز هند یو له هغو لسګونو هیوادونو څخه دی چې په کابل کې د سوداګرۍ، بشري مرستو او طبي مرستو د اسانتیاوو لپاره یو کوچنی ماموریت لري. په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کې د هند سره د افغانستان دوه اړخیزه سوداګري ۱،۵ میلیارد ډالرو ته رسیده، خو د طالبانو د حکومت د واکمنۍ وروسته دا کچه خورا کمه شوې ده.

تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د پاکستان، چین او ایران په ګډون یو شمېر هېوادونو د افغان سفارتونو چارې د طالبانو د حکومت له خوا نومول شویو دپلوماتانو ته سپارلې دي.

فورم \ دبحث خونه