شاته

د امریکا د لاټرۍ ویزې نوم لیکنه پیل شوه، افغانان هم ورته غوښتنلیک سپارلی شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۵ کال "د امریکا د لاټرۍ ویزې" لپاره د نوملیکنې بهیر پيل کړ.

د نوملیکنې بهیر د روان ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر څلورمه نېټه پیل شو او د افغان اتباعو په ګډون ددغې ویزې غوښتونکي کولای شي چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر تر ۷ مې نیټې پورې خپل غوښتنلیکونه په انلاین بڼه ثبت کړي.

د ۲۰۲۵مالي کال لپاره به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، ۵۵زره هغه کسانو ته چې د هېوادونو نومونه یې له وړاندې ددغه وزارت لخوا په ډاګه شوي دي، د لاټرۍ پر اساس د دایمي استوګنې (ګرین کارت) ورکړل شي. د لاټرۍ نتیجه به د ۲۰۲۴ کال په مۍ میاشتې کې اعلان شي.

په ټولیږه توګه هغه هیوادونه چې متحده ایالاتو ته د اتباعو د کډوالۍ کچه یې ټېټه ده په دې پروګرام کې شامل دي. له بلې خوا د هغو هیوادونو اتباع چې متحده ایالاتو ته د کډوالۍ لوړه کچه لري، د دې پروګرام لپاره په شرایطو برابر نه ګڼل کیږي.

د پاکستان، هند، بنګله دیش، برازیل، کاناډا، چین، کولمبیا، ډومینیکن جمهوریت، السلواډور، هایټي، هندوراس، جمیکا، مکسیکو، نایجریا، فلیپین، سویلي کوریا، وینزویلا او ویتنام اتباع د ۲۰۲۵م مالي‌کال د لاټرۍ پروګرام لپاره نوملیکنه نشي کولای.

د نوملیکنې ټول بهیر په انلاین بڼه دی او د اعتبار وړ پاسپورت درلودل د دې برنامې یو شرط دی. همدا راز هغه کسان چې غواړې پدې پروګرام کې برخه واخلي، باید لږ تر لږه د ۱۲م ټولګي نه فارغ شوی وي او پداسې یو کسب کې لږ تر لږه دوه کاله کاري تجربه ولري چې زده کول یې دوه کاله وخت ته اړتیا ولري.

په شرایطو برابر کسان کولای شي د نوملیکنې په فورمه کې خپل خاوند او ماشومان شامل کړي. خو هر غوښتونکی باید یو ځل نوم لیکنه وکړي، که یو څوک له یو ځل څخه زیات نوم لیکنه وکړي، د هغه ټولې غوښتنې باطلې کیږي.

پدې پروګرام کې نوملیکنه وړیا ده او پدې پاڼې کې کولای شئ خپل معلومات ثبت کړئ. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پدې پروګرام کې ګډون کوونکي باید هیچا ته پیسې ورنکړي.

که غواړئ ګام په ګام د فورمې ډکول ووینئ، په دې ویډیو کې ټول واضح شوي. د لاټرۍ ویزې په هکله بشپړه لارښونې پدې پاڼې کې کتلی شئ.

فورم \ دبحث خونه