شاته

د بشري حقونو ایرانۍ فعالې نرګس محمدي د سولې نوبل جایزه وګټله

د نوبل د سولې جایزه د جمعې په ورځ اکتوبر شپږمه (تلې ۱۴) په ایران کې زنداني د بشري حقونو فعالې نرګس محمدي ته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په خلاف د هغې د مبارزې په خاطر ورکړل شو.

دا ۵۱ کلنه فعاله او ژورنالسته په ایران کې د جبري حجاب او مرګ د سزا پر ضد د مبارزې په خاطر څو ځله بندي شوې او د تیرو دوو لسیزو زیاتره موده یې په زندان کې تیره کړې ده.

محمدي "د بشري حقونو د مدافعینو د مرکز" مرستیاله ده چې د بشري حقونو د ایرانۍ وکیلې شیرین عبادي لخوا تاسیس شوی دی. شیرین عبادي هم په ۲۰۰۳ کې د نوبل د سولې جایزه ګټلې وه.

د ناروي په پایتخت اوسلو کې د نوبل جایزو د کمیټې مشرې بیریټ ریس انډرسن وویل، محمدي ته "په ایران کې پر ښځو د ظلم او د بشري حقونو او د ټولو لپاره د ازادۍ د ودې لپاره د هغې د مبارزې په خاطر " جایزه ورکړل شوه.

ریس انډرسن زیاته کړه: "د هغې زړورې مبارزې هغه په خطر کې اچولې ده. [د ایران] رژیم هغه په مجموعي ډول ۱۳ ځله نیولې، پنځه ځله یې محکومه کړې او ورته یې په مجموعي ډول د ۳۱ کلونو بند او ۱۵۴ دورو سزه ورکړې ده."

ریس انډرسن له دې اعلان وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې، له زندان څخه د محمدي د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

هغې وويل: "که ايراني چارواکي سمه پرېکړه وکړي، نو هغه به خوشې کړي. ترڅو هغه د دې وياړ د ترلاسه کولو لپاره حاضره وي، چې موږ يې هيله لرو."

نرګس محمدي ته د سولې نوبل جایزه یو کال وروسته له هغه ورکړل شو ، چې یوه ۲۲ کلنه ایرانۍ کردۍ مېرمن مهسا امیني د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د ایران د ګشت او ارشاد پولیسو له خوا د حجاب د نه مراعتولو په تور ونیول شوه او درې ورځې وروسته په زندان کې مړه شوه. عیني شاهدانو ویلي چې ایراني چارواکو لخوا د مهسا امیني فریکي وهل او ټکول، د هغه د مړینې شوې دی، هغه تور چې ایراني چارواکو رد کړی دی.

د مهسا امیني مړینه په ټول ایران کې د پراخو اعتراضونو لامل شوه، او په دغه هېواد کې مخ په زیاتېدونکې توګه ښځو د حجاب له اغوستلو ډډه وکړه.

محمدي تیره میاشت د خپل زندان څخه په یو لیک کې فرانس پرس ته وویل چې وروستیو مظاهرو "په ایران کې د دموکراسۍ، ازادۍ او مساوات د تحقق بهیر ګړندی کړ،" هغه بهیر چې اوس "نه بدلیدونکی دی."

هغې او درې نورو میرمنو سره چې د تهران په اوین زندان کې بندیانې دي، د سپتمبر په ۱۶ د امیني د مړینې د کلیزې د نمانځلو لپاره خپل حجابونه وسوځول.

د نړیوال اقتصادي فورم د جنسیتي برابرۍ په درجه بندۍ کې د ۱۴۶ هېوادونو په منځ کې ایران ۱۴۳م ځای لري.

ایراني چارواکو د تیر کال د "ښځه، ژوند، ازادي" په نوم پاڅون وځاپه.

د ایران د بشري حقونو د سازمان په وینا، د ۶۸ ماشومانو او ۴۹ ښځو په ګډون ۵۵۱ مظاهره کوونکي د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي او زرګونه نور نیول شوي دي.

په ایران کې دغه احتجاجونه تر نورو نومونو لاندې اوس هم دوام لري.

ایراني چارواکو د امنیتي کامرو په لګولو سره د حجاب د قانون د سرغړوونکو څارنه ګړندۍ کړې، د دې دپاره یې د نورو شیانو په مینځ کې د څارنې کامرو په کارولو سره کنټرولونه ګړندي کړي او هغه ښځې یې نیولي چې ټولنیزو رسنیو کې له حجاب پرته د ځان عکسونه خپروي.

فورم \ دبحث خونه