شاته

د سوریې پر پوځي اکاډمۍ برید کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي

د سوریې امنیتي چارواکو د پنجشنبې په ورځ د اکتوبر په پنځمه (تلې ۱۳مه) وویل، چې د دغه هېواد د پوځي اکاډمۍ څخه د فراغت پر مراسمو د بې پیلوټه الوتکو برید شوی او لږ تر لږه ۶۰ تنه وژل شوي دي.

خو په انګلستان کې میشته د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، چې په دې برید کې ۷۸ تنه وژل شوي او تر ۱۴۰ ډیر ټپیان شوي دي.

د سوریې دفاع وزارت په یوې خبرپانې کې ویلي، چې په حمص ولایت کې په دې برید کې د ملکي او پوځي کسان وژل شوي او دا یې د "ترهګرو" کار بللی خو د کومې ځانګړې ډلې نوم نه دی اخیستی.

تر اوسه کومې ډلې یا سازمان د دغه مرګوني برید مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.

رویټرز خبري اژانس د سوریې د یوې امنیتي سرچینې او د ولسمشر بشارالاسد په ملاتړ د سیمه ییزو ملیشو د یوې استخباراتي سرچینې په حواله لیکلي، چې د فراغت په دې مراسمو کې د سوریې د دفاع وزیر علي محمود عباس هم حاضر و، خو نوموړی تر برید یوازې څو دقیقې مخکې له مراسمو وتلی و.

يو عيني شاهد چې د فراغت د مراسمو د نمانځلو لپاره راغلى و، وويل: "له مراسمو وروسته خلک د اکاډمۍ انګړ ته ورغلل چې ناڅاپه چاودېدنې رامنځته شول. موږ پوه نشو، چې چادیدونکي توکې له کوم ځاى څخه راغلي،‌ ځکه هر خواته انسان پر ځمکه ولوېدل."

د سوریې جګړه په ۲۰۱۱ کال کې هغه مهال پیل شوه چې د دغه هېواد د ولسمشر بشارالاسد حکومت د حکومت ضد سوله ییز لاریونونه په زوره وځپل. دې جګړې نه یوازې بهرني قدرتونه، بلکې اسلامپاله سخت دريځې هم سوریې ته راوستل.

د سوریې په کورنۍ جګړه کې تر ۵۰۰ زرو ډېر کسان وژل شوي، چې بهرني ځواکونه هم په کې برخه لري او په میلیونونو نور یا په کور دننه بې ځایه شوي او یا هم د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

که څه هم د بشارالاسد ځواکونو د هېواد ډېره برخه بېرته نيولې او يوازې په شمال کې هغه برخې چې له ترکيې سره ګډه پوله لري، د وسله والو مخالفو ډلو په لاس کې دي، خو د سوريې پوځ سخت کمزوری شوی او د روسيې او ايران د پوځي ملاتړ برسیره د تهران لخوا د لبنان، عراق او نورو هیوادونو څخه د جنګياليو ملاتړ ورسره دی.

فورم \ دبحث خونه