نثر


شلغاتي..........عندليب تالاش دير

شلغاتي..........عندليب تالاش ديرد هاړ په سره غرمه کې يي ګورګوره راڅنډله ,فکر واخسته ,چې د ګړنګ په کلکه او وچه سينه کالوسر په شنو پاڼو کې پټه ونه د ګرمۍ په انتها کې ميوه داره شوه,سرو شونډو له يي تور ماتمي رنګ ورکړو او د نښتر سيوري ته په پستو برو ډډه شوه مخامخ سيړۍ په خپل ښاخ تماشه جوړه کړې وه د ګبينه مچو د ګبين غنډوسکی جوړ کړی وو او د غره د ګلونو خوږ رس يي د سيړۍ په ازغنو پاڼو څڅولی وو ,د

03.11.2010 انعام الله ګوهر

په شپيلي کې // عندلیب

په شپيلي کې : عندلیبد غره په څوکه د سپينې رڼا يو داسې غنډوسکی پروت دی چې رڼا يې د روغو خلکو سره سره ړندو ته هم ښکاري. څوک يې د تياره کوټو د ګوټونو نه ننداره کوي او څوک ورته د جنون د غرونو څوکو ته ختلي دي. دغه غنډوسکی د هر چا دی خو د هيچا هم نه دی . دعوه ګير او تماشګير يې ډېر دي خو پټ او خوږ لذت يې د شمار کسانو ته ايله محسوس شوی دی . ځنې ځنې د رڼا ددې غنډوسکي د پاسه ناست دي خو د فکرونو سيمې يې تياره تياره دي او

31.10.2010 انعام الله ګوهر

مطالعه ولي او څنګه !//انعام الله ګوهر

مطالعه ولي او څنګه ! د قلم د خاوند دپاره مطالعه دومره ضروري ده لکه د انسان  د ژوند دپاره خوراک او څښاک.پرته له مطالعې د قلم په میدان کې یو قدم هم مخ په وړاندي تلل ګران دي. علم نه یوازي د انسان  ځانګړتیا ده بلکه دده یوبنیادي ضرورت هم دی او د علم د تکمیل یوازي لار مطالعه ده.د چاپېریال او محیط پرمختګ هم د یوه لوستکونکي اهمه فریضه ده له همدې وجه مطالعه زمونږ یو سماج

27.10.2010 انعام الله ګوهر

په زړه خوږمن او په ذهن باغي شاعر//بختیار ځدراڼ

 په زړه خوږمن اوپه ذهن باغي شاعر : لیکوال : بختیارځدراڼعندلیب صیب دې رب راته تر ډېرو ژوندی لري چې ترې ښکلې ښکلې سندرې ،زمزمې ،ترانې ،غزلې او نظمونه اوروکه څه هم دشعر اوشاعرۍ په هکله مو ډېر څه لوستلي او اوریدلي بلکه دنړۍ په هره ژبه کې پرې ډېرې مقالې اوکتابونه لیکل شوي ،خویوه خبره چې زه یې مهمه بولم او د شعر اعجاز یې ګڼم هغه دا چې شعرتر اوسه ځانګړی تعریف نه لري . دا هغه څه دي چې وګړي نویوتجربوته اړباسي

27.10.2010 انعام الله ګوهر

دډاکتر ذبیح الله حسن شعري ټولګه له چاپه راووته

دډاکتر ذبیح الله حسن شعري ټولګه له چاپه راووته (شنې رزغونې په اوښکوکې) دډاکتر حسن دریمه شعري ټولګه ده چي په پېښورکې ددانش خپرندویې ټولني لخوا تازه له چاپه راووتله ۰ ډاکتر حسن چي په لندن کې دمسافري شپې اوورځي سباکوي له د ي مخکي یی هم دوه شعري ټولګې (داوښکو زنځیرونه )او(بهیر)په نامه چاپ شوې دي۰

20.10.2010 انعام الله ګوهر

بابا په چورنګۍ کې.....عندليب دير تالاش

بابا په چورنګۍ کې......................عندليب دير تالاشجګ جګ ويښتان . شليدلې سپينه ټوپۍ .د پلاسټک زاړه چپل .بې تڼو ګريوان . د دوړو ډکه ږيره .په يو لاس کې بيلچه . په بل لاس کې کرنډۍ او د نسوارو پوڼۍ..د سړک په غاړه په داسې حالت کې ناست دای چې د موټرو د سلينسرو نه وتونکي تور لوګي يي نيغ سپيږمو ته ننوځي .او د نامعلوم ګاک په انتظار د څلور لارې سړکونه څاري.چې کله کوم موټر ودريږی نو باب

14.10.2010 انعام الله ګوهر

د سرمايه دارۍ د نظام بدې اغيزې[اثرات]

د سرمايه دارۍ د نظام بدې اغيزې[اثرات]فضل حکيم عندليب دير تالاشد هر انسان کوشش وی.چې ژوند په قلارۍ او ارام سره تير کړی.او د ژوند د بنيادی اسانتيا د لاس ته راوړو د پاره شخصی هڅې کوی.کله چې د درې څلورو کسانو فکرونه يو شان والی لری.نو دغه تړون بيا اجتماعی شکل اختيار کړی.او دغه اجتماعی فکري تړون د ټولنې نور وګړي هم ځان ته راکش کړي.او دغسې دغه فکري تړون اولسی شی.د سوړ جنګ نه وړاندې د دنيا انسانان په اقتصاد

11.10.2010 انعام الله ګوهر

د عندلیب ځونډی//اکبر صادق اټک پښتونخوا

د عندليب ځونډی زه خپل ځان د نقادانو په قطار کې ودرول نه غواړم خو د پښتو ادب د مينه د مينه والو نه مې څوک نه شی ويستلے..خپله ژبه مې د خپلې مور جانې نه ياده کړيده او د مورنۍ ژبې ښه او نا ښه شعر د خپل لنډی بوچی علم په رڼا کې څه نه څه پيژنم... شعر څه ته واي او ښه شعر څنګه وی په دې اوږد بحث کې نه ځم ولې چې په دې موضو عاتو د پوهانو اوږدې اوږدې څيړنې شته..خو نن مې د عندليب صيب د شعرونو کتاب ځونډی مخې ته پرو

07.10.2010 انعام الله ګوهر

نظم او موزو کلام//انعام الله ګوهر

نظم او موزو کلام ژباړن : انعام الله ګوهر لیکوال : مولانا محمد حسین ازاذد یونان فلیوسوفان یوه خبره کوي چي په نړۍ کي دوه شیان ډیر د تعجب وړ دي یو د انسان نبض چي پرته له څه ویلو د انسان د باطن حال وایي او بل شعر چي د الفاظو پهترتیب سره په کلام

06.10.2010 انعام الله ګوهر

د ادم خان او درخانۍ په کلی کې مشاعره/.فضل حکيم عندليب دير تالاش

سرليک: د ادم خان او درخاني په کلی کې مشاعره نېټه: 06.10.2010 07:08   که د نورو ژبو ليکوال ليلا او مجنون يا شيرينه او فرهاد يادوی نو پښتانه ليکوال خپل مشهور رومانی کردارونه ادم خان او درخانۍ چرې هم نه شی هيرولے..د ملاکنډ سيمې په خپله غيږه کې ډير تاريخی خلک روزلی دی.خو د ريښتينې مينې په حواله د ادم

06.10.2010 انعام الله ګوهر

جمود

نېټه: 03.10.2010 02:22 علمی ادبی تخليقی او سياسی جمود............فظل حکيم عندليب دير تالاشعلمی جمود زمونږ د ټولنې د زوال په اسبابو کې بنيادی سبب دے.د دنيا هيڅ يوه ټولنه د سوچه علمی رڼا نه بغير د ژوند په لارو د پرمختګ سفر نه شی کولے.دلته د علمی جمود بنيادی څو بنيادی اسباب دی .وړومبنے سبب ي مورنۍ ژبې ته سپک کتل دی.د ماشوم

03.10.2010 انعام الله ګوهر

اختلاف٠٠٠٠٠٠ فضل حکيم عندليب تالاش دير

اختلاف٠٠٠٠٠٠ فضل حکيم عندليب تالاش ديرکله چې د پوهانو تر مينځه په څه علمی خبره اختلاف راشی نو دا د عامو خلکو ياليکوالو د پاره ګټور وي٠ ځکه چې پوهان د خپلې خبرې د پاره بلا دلايل لری٠ او هغه اختلافيبحثونه چې دذات د سيوری نه لرې وی نو تودوخه ي د واورې نه هم سړه لګی او نوې نوې لارېپرانيزی٠لکه د نړۍ پرمخ تللی قامونه په رواياتو کې دا خبره لری چې په ي

02.10.2010 انعام الله ګوهر

اوږده خاموشی//الحاج فضل حکيم عندليب.....دير

اوږده خاموشی.....................الحاج فضل حکيم عندليب.....ديرنن سبا چې د پښتون قام او پښتنې خاورې سره کوم ناروا ظلمونه کيږی .ددې نور اسباب هم ډير دی .خو د ټولو لوي سبب ي د پښتون قام اوږده قومی خاموشی ده.کله چې په افغانستان کې سوړ جنګ روان وو.نو د لر پښتون هغه کردار نه وو ادا کړے.کوم چې ورله پکار وو.اګر چې دا قربانی ي ورکړې وه چې د بر پښتون له ي په حکومتی او عالمی سرپرستۍ ک

29.09.2010 انعام الله ګوهر

سلامونه...

سلامونه...هيله لرم چې روغ به يي..ستاسو د ادارې ډيره مننه کوم..چې زما نوی چاپ شوی کتاب [ځونډی]له مو پخپله پاڼه کې ځاي ورکړو..زه مسافر يم د څو کلونو نه د پښتونخوا نه بهر يم نو ما نه شو کولے چې خپل مينه وال له کتابه خبر کړم .خو تاسو دا کار په ښه توګه وکړو..زه د خيبر ټيليويژن د ملګرو هم مننه کوم.چې زما د

27.09.2010 انعام الله ګوهر

ځونډی

د لري پښتونخواه د تکړه او خوږ ژبي شاعر ښاغلي فضل حکیم عندلیب دوهمه شعري ټولګه (ځونډی) له چاپ څخه راووته.په دې اثر کي د تقریبا د دوه سوو غزلو تر څنګ څلوریزې،نظمونه او هایکوګاني هم دي. د کتاب نوم : ځونډیشاعر : فضل حکیم عندلیبد یادوني وړ ده چي دا کتاب هوښیار پښتون،خدای بخښلي کاکاجي صنوبر مومندته ډالۍ شوی دی.

20.09.2010 انعام الله ګوهر

وړې وړې نېکۍ//انعام الله ګوهر

وړې وړې نېکۍ ژباړن :انعام الله ګوهر دا د یوه انګریز خاوند او مېرمن او د هغوۍ د ماشومانو قیصه ده.دا قیصه ما د یوه امریکایی لیکوال په کتاب کي لوستې او زما د فکر یوه حصه ګرځېدلې،له دې قیصې لوستلو وروسته هر کله چي ما دکوم هوټل ،سینیما يا باغ وحش تر مخ د وړو ماشومانو کوم فامیل لیدلی نو ماته سمدستي

20.08.2010 انعام الله ګوهر

دښاغلي مؤمن مهاجرپه اړه معلومات/محمد نسيم افغان

نېټه: 01.08.2010 13:55 دښاغلي مؤمن مهاجرپه اړه معلوماتښاغلی مهاجرچی دتقليدپه اړه يې ليکني کړې دي اوڅوڅوځله يې دليکوالانوسره نښتي هم راغلې دي.څوورځي مخکی مي دده اودښاغلي روح الله افغان ترمنځ هم شخړه ولوسته.داسې ښکاري چی نوموړی دسلفي نظريې خاونددی،ديوه مذهب مقلدهم ندی،لدې کبله مي وغوښتل چی دده اړوندځيني معلومات ددرنولوستونکوسره شريک کړم .دسلفيانوپه اړه زمونږپه معاشره کی متضادي خبري

01.08.2010 انعام الله ګوهر

د ژوند لوبه

د ژوند لوبه څه موده ما او تا يو له بله زړونه تړلي وو،او په غم ښادۍ کښي ملګري وو٠ په وار وار مو د ښځي او مېړه لوبه شروع کړه بې له دې چي خبره جګړو او دعوو ته ووزي،ډېر ځله مو يو له بل سره وخندل ، د دوو مينو غوندي مو يو د بل په مخ د ميني لا

23.07.2010 انعام الله ګوهر

يوازي/ګل پاچا الفت

ماشون،ځوانان،سپين ږيري د پسرلي ميلې ته روان و،زه هم له دوۍ سره ولاړم او په ډېرو ګڼو خلکو کي ننوتم٠هلته د پښې د ايښودو ځای نه وه او بې حسابه مخلوق راغونډ وو٠ نه پوهېږم چا له مانه پوښتنه وکړه چي ته يواځي يې که څوک درسره شته !

18.07.2010 انعام الله ګوهر

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more