نظم او موزو کلام

ژباړن : انعام الله ګوهر

لیکوال : مولانا محمد حسین ازاذ
د یونان فلیوسوفان یوه خبره کوي چي په نړۍ کي دوه شیان ډیر د تعجب وړ دي یو د انسان نبض چي پرته له څه ویلو د انسان د باطن حال وایي او بل شعر چي د الفاظو په
ترتیب سره په کلام کي ښکلا او یو تربیب پېدا کوي او په زړه باندي یو عجب اثر کوی.په اکثر کتابونو کي د شعر معنی یو موزو او مرتب کلام دی خو په حقیقت کي په کار دی چي کلام موثر وي او د اورېدونکي په زړه باندي اثر وکړي،او کنه داسي کلام چي منظوم وي خو له اثر نه خالي وي نو د هغه خوراک غوندي دی چي خوند په کي نه وي نه خوږ نه تريو۰

هر کله چي د انسان  په زړه کي د ویلو قوه او جذبه یو ځای شي نو خپله له طبیعت څخه
یو موزو کلام پیدا کیږي ،او معلومه خبره ده هر څومره چي د جوش او جذبه زیاته وي هومره به د هغه کلام اثر به هم زیات وي۰
د ځمکي په سر اول درد او غم چي په حضرت ادم علیه السلام راغلی وه د حضرت
هابیل علیه السلام مرګ وه ،اګر که په هغه وخت کي شعر او شاعري نه وه خو کوم
کلام چي حضرت ادم علیه السلام له درده ویلی وه یو موزو کلام او همدا وجه ده چي تر ننه په سریاني ژبه کي د هغه ذکر موجود دی۰

اوس لکه څنګه چي نظم د نثر په نسبت له درده پیدا کیږي همدا وجه ده چي نظم چي له نثر نه زیات اثر او اغېز لري.هر مضمون هر خیال او ارزو چي د انسان په زړه کي
پیدا شي یا دی وغواړي چي مخاطب په دې خیال پوه کړي نو دی دا خپل خیال او
مضمون د الفاظو په جامه کي ونغاړي ګویا شاعر یو مصوردی خو هغه مصور نه کوم
چي  د خره او اس، د وني او کاڼي تصویر په کاغذ جوړوي بلکه شاعر یو داسي مصور دی چي د روح او احساس تصویر  د زړه په پاڼه انځوروي،او ډیر واري شاعر د خپل
رنګین او فصیح فکرپه برکت دې تصویر ته له خپل اصلي شکل نه هم زیاته ښکلا
ورکړي،هغه تصویر چي یو مصور یې نه شي رسمولای یو شاعر یې په ‌ژبه رسموي
،همدا وجه ده چي په زرګونو کاغذونه فنا شول خو تر سلو پوری تر اوسه ددوۍ تصویرونه همداسي تازه دي.

شاعر کله کله د خوند او مستي په مضمونونو خپل طبیعت ګلزاروي او تر ټولو ستره خبره دا ده چي هر کله وغواړي سړی خندولی او ژړولی شي.شاعر له ورځنۍ عامو
خبرو یو نوی شی جوړوي،د ماضي نه حال او د حال  نه مستقبل جوړولای شي،لري درته نزدې کړي،دی د ځمکي نه اسمان او له ځاوري نه طلا او د توري تیارې نه رڼا جوړوي.شاعر دواړه جهانونه د شعر په دوو بیتونو کي راولي لنډه دا چي تله د شاعر په لاس کي ده هر طرف ته چي وغواړي ښکته کوي یې۰
شعر او نظم په حقیقت کي د فصاحت له ګلونو ډک یو شاخ دی،لکه څنګه چي  د ګلونو په رنګ او خوشبو سره د انسان دماغ او بدن تازه کیږي همدا راز په شعرروح تازه
کیږي،د ګلانو بیلا بیلي خوشبویاني وي ځیني تیزه خوشبو لري د ځینو بیا خوږه خوشبو او ځیني نور بیا مسته خوشبو لري،په ځینو کي لطافت او ښکلا وي بالکل دا حال د نظم او شعر هم دی،لکه څنګه چي ګلان کله په چمن کي کله په هار کي کله په عطرو کي په مختلف کیفیتونو او شکلونو ځان څرګندوي بالکل دا راز شعري مضامین هم دي چي په مختلفو رنګونو کي خپل کیفیت ښیي۰