مین چي نه وي زندګي بــــــــــــــــــــــــــاندي هیڅ نه پوهیږي
هغه په درد د تنهایي بــــــــــــــــــــــــــــــاندي هیڅ نه پوهیږي

زړه چي ورنه کړې دلداري بـــــــــــــــــاندي هیڅ نه پوهیږي
دا ښکلي ښکلي په یــــــــــــــــــــاري باندي هیڅ نه پوهیږي

کلی یې ټول په مـــــــــــــــــــــــــــا خبر کړ ځوانیمرګه یې کړې
وړه جینۍ په ریباري بــــــــــــــــــــــــــــاندي هیڅ نه پوهیږي

څوک چي سرې شونډي،توري سترګي شــــاعري نه بولي
والله هغوۍ په شــــــــــــــــــــــــاعري باندي هیڅ نه پوهیږي

د خلکو زړونه یې پریښي دي جومات کي نـــــــــاست دی
زاهد په چل د بندګي بـــــــــــــــــــــــــــاندي هیڅ نه پوهیږي

مات یې کړ،ټوټې یې کړ ګوهره د اینې پــــــــــــــــــــــــه څېر
جانان په قدر د زړګي بـــــــــــــــــــــــــــاندي هیڅ نه پوهیږي