مطالعه ولي او څنګه !
د قلم د خاوند دپاره مطالعه دومره ضروري ده لکه د انسان د ژوند دپاره خوراک او څښاک.پرته له مطالعې د قلم په میدان کې یو قدم هم مخ په وړاندي تلل ګران دي.
علم نه یوازي د انسان ځانګړتیا ده بلکه دده یوبنیادي ضرورت هم دی او د علم د تکمیل یوازي لار مطالعه ده.د چاپېریال او محیط پرمختګ هم د یوه لوستکونکي اهمه فریضه ده له همدې وجه مطالعه زمونږ یو سماجي ضرورت هم دی.
که چېري څوک له کوم ښوونځي یا مدرسې نه له فراغت وروسته ارام کېني نو دده فکر او سوچ دایره تنګیږي . مطالعه په انسان کې د موجود استعداد او صلاحیتونو راپارولو یوه غوره وسیله ده،د مطالعې په ذریعه انسان کولای شي چي د خپل فکر او سوچ دایره پراخه او په خپلو معلوماتو کې وسعت پیدا کړي.
مطالعه یو داسي دوربین دی په کوم کي چي انسان د نړۍ ګوټ ګوټ لیدلای شي او د هر ځای له سیاسي او اقتصادي حالاتو ځان خبرولای شي .
مولانا نورعالم خلیل لیکي " نن سبا لیکوالان ډېر زیات شوي او لوستونکي کم شوي چي په نتیجه کي یې د خط او کتابت اغیز ختم شوی نو له دې کبله په لیکنه کي د اثر پیدا کولو لپاره ضروري دا ده چي د یوې صفحې لیکلو لپاره باید د سلو صفحو مطالعه وشي "
هر څومر ه چي د یوه لیکوال مطالعه ډېره او پراخه وي هم هومره به د هغه لیکني اغېز ناکې او په زړه پوري وي کنه نو لیکنه به یې کمزورې او بې روحه وي.
د عربي مشهوره مقوله ده چي کتاب تر ټولو غوره ملګری دی لکه څنګه چې ارواښاد سورش ویلي چي د کتاب نه پرته بل اخلاص مند ملګری نشته.
همدا راز یو بل دانشور وایي " د کتابونو مطالعه د انسان شخصیت د پرمختګ تر لوړو منزلونو تر رسولو یوه اهمه ذریعه،د معلوماتو لاس ته راوړلو،خپله عملي کارکردګي له یوه نسل نه بل ته د انتقال او د ذهن اوسوچ د فراخولو یو ښه
ذریعه ده ".
طریقه
مطالعه یوه ښکلي باغ ته ورته ده،په دې کې خوشبویاني،رنګارنګ ګلان،زړه راښکونکي ښکلاګانې او اغزي لرونکي شاخونه هم شته.
لکه څومره چي مطالعه ضروري ده، دومره د مطالعې کولو له طریقې ځخه څان خبرول هم ضروري ده.
یو کار هلته اغېز ناک او موثر ثابتیږي کله چي هغه د اصولو مطابق وشي کني نود کټي په څای د نقصان خطره ده. د مثال په توګه له تاسره وخت هم ډېر دی او په زړه پوري کتابونه هم لرې خو په ذهني فیشار دی درباندي ،سترګي دي درد کوي او یا ښه موضوع ځای نشته اوس که ته په دې حال کي د مطالعې کوشش وکړې نوصخت ته زیان لري ځکه د صحت خیال ساتل هم ضروري ده،باالخصوص د سترګو .:
حاصلِ مطالعه :
له مطالعې سره سره د مطالعې حاصل هم اهم دی.د علومو او معلوماتو مثال د یوه شکاري په څېر دی له دې کبله زر هغه په خپل قابو کي راوستل په کار دي لکه څنګه چې حضرت امام شافعي رحمه الله فرمایي " علم د شکار په څېر دی ،د کتابت په واسطه هغه قید کړﺉ "نو په کار ده چي د مطالعې په وخت له ځان سره کاغذ او قلم کېږدئ تر څو ضروري نقطې له ځانه سره ولیکئ او همدا راز په اهمو خبرو نشان کاږئ.
له مطالعې وروسته کوښښ وکړئ هغه څه چي لوستلي مودي له ځان سره تکرار کړئ او په یاد یې کړئ تر څو په ښه توګه مو په مغزو کي پاتي شي .
یوه بله مهمه خبره او هغه دا ده چي د مطالعې دپاره ښه ارام او ګوښه ځای انتخاب
کړئ.
انعام الله ګوهر ،پېښور