ته دې بس ویاړ کړه په ذلت په ډاګه
زمونږ خوخوښ دی بغاوت په ډاګه
په شنو ډالرو يې زړه وپړسیدی
اوس چې اقرار کړي درشوت په ډاګه
وايي ژغورم خودې له یوه ګاونډي
په بل دې پلورم که عزت په ډاګه
پرون يې ږیرو کې ریال ټولول
نن دشیطان کړي عبادت په ډاګه
دغلا له خونده يې بې بر خې نه یو
بس کله کله کړو الفت په ډاګه
مونږ محبت په خوله راوړلی نه شو
دوی څنګه کړي دومره نفرت په ډاګه
پرون دې وې غم دې په اوښکووینځم
نن مې دسر اخلې قیمت په ډاګه
حسن) دزړه په اور شیندلې وینې
بس دی نورواېي حقیقت په ډاګه
27.10.2010
- انعام الله ګوهر
مطالعه ولي او څنګه !
د قلم د خاوند دپاره مطالعه دومره ضروري ده لکه د انسان د ژوند دپاره خوراک او څښاک.پرته له مطالعې د قلم په میدان کې یو قدم هم مخ په وړاندي تلل ګران دي.
علم نه یوازي د انسان ځانګړتیا ده بلکه دده یوبنیادي ضرورت هم دی او د علم د تکمیل یوازي لار مطالعه ده.د چاپېریال او محیط پرمختګ هم د یوه لوستکونکي اهمه فریضه ده له همدې وجه مطالعه زمونږ یو سماج...
29.10.2010
- انعام الله ګوهر
دی تاریخ پاڼوكي جوت زمونږه پور ولیکئله اباسینـــــــــــــــــه تر امو زمونږه کور وليكئزمونږ هیواد ته چي هر چـــــــا په بد نظر کتليټوله دنیـــاکي رسوا شوي مخ یې تور ولیکئچـــاچي په مونږه تیری کړی موږ بدل اخستیچي یومي وژنی په بدل کي یې څلور ولیکئدا سپین او سره دلته راځي دي ابادئ په نامهبیرته وتل یې له دې خاوري با په زور ولیکئشک پکي نشته دسیسې راته اغیارکړي جوړيتطبیق کوونکی یې زما سکنی ورور ولیکئچي د رقیب په مټ نازیزي او خپل ورور قتلو...