دی تاریخ پاڼوكي جوت زمونږه پور ولیکئ
له اباسینـــــــــــــــــه تر امو زمونږه کور وليكئ
زمونږ هیواد ته چي هر چـــــــا په بد نظر کتلي
ټوله دنیـــاکي رسوا شوي مخ یې تور ولیکئ
چـــاچي په مونږه تیری کړی موږ بدل اخستی
چي یومي وژنی په بدل کي یې څلور ولیکئ
دا سپین او سره دلته راځي دي ابادئ په نامه
بیرته وتل یې له دې خاوري با په زور ولیکئ
شک پکي نشته دسیسې راته اغیارکړي جوړي
تطبیق کوونکی یې زما سکنی ورور ولیکئ
چي د رقیب په مټ نازیزي او خپل ورور قتلوي
دي نـــارینه لقب ترې واخلۍ هغه نور ولیکئ
پشتون يو قام ده چي په لر او بر ده چا ويشلي
یو یهودي بل نصــــــــــــارا دریم لاهور ولیکئ
خروټی پریږدۍ په لنــدن کي چي خپل شعر ولیکي
چي په سنګر کي څوک جنګیږي هغــه نور ولیکئ

سیدشاه خروټی