په شپيلي کې : عندلیب
د غره په څوکه د سپينې رڼا يو داسې غنډوسکی پروت دی چې رڼا يې د روغو خلکو سره سره ړندو ته هم ښکاري. څوک يې د تياره کوټو د ګوټونو نه ننداره کوي او څوک ورته د جنون د غرونو څوکو ته ختلي دي. دغه غنډوسکی د هر چا دی خو د هيچا هم نه دی . دعوه ګير او تماشګير يې ډېر دي خو پټ او خوږ لذت يې د شمار کسانو ته ايله محسوس شوی دی . ځنې ځنې د رڼا ددې غنډوسکي د پاسه ناست دي خو د فکرونو سيمې يې تياره تياره دي او ځینو له يې د بندو کوټو په تياره ګوټونو کې په زړونو کې د رڼا منارې ودرولي دي
که ووايو چې دا غنډوسکی مجسم دی نو دروغ دي او که اوايو چې مجسم نه دی نو هم دروغ دي .لکه دې جذبې له به څه نوم ورکوئ چې يوه تږې خارونۍ په خپله وړه مخوکه کې خپلو سرګوډانو بچو له د اوبو څو څاڅکي خوندي ساتلي وي .او خپل وچ حلق[تالو] پرې لوندول ورته خيانت ښکاري
تورۍ د توت د څټې په خوا کې راوټوکيده د توت تنې له يي غاړه ورکړه او د توت په څانګو کې يي ساه ورکړه,
هغه له يې ريښمين ورڼی په خوشالۍ خوشالۍ راوړو او هغه يې د لتې په څادرګي کې نغښتلی چينجو ته پريښودو
ده ته ګوره ، د هر غاښ د لاندې يې د بل ژوندي لاش پروت دی او د خلې په هر وږم کې د خپلو جوړو کړو اصولو بد بوي لري.
ماما چې د شليدلي څادر په يو ګوټ پورې د ګوړې چکئ او په بل ګوټ پورې د پياز غوټه تړلې ده ليوني ته يي د خوږ ژوند او تريخ مرګ پوسټر په ملا ښکاره شو .
اوس وايه ، چې د وينا قدرت دې نه لرلو نو د اوريدلو د طاقت دې ګټه نه شوه اخستلی او چې د وينا قدرت لرې نو د اوريدلو خبرو تل ته نه شې کوزيدی .
دا مقيم رښتيا په دې مقام بوج دی
[دا جنت،دا دوزخ / يو خواهش،بل لګام]
عندليب