نور دي له چمه کــــــــــــــــــډه وړمه،ځمه
تـــــــــــــاته وروستی سلام کوومه،ځمه

هره خبر چي دا غیـــــــــــــار په خوله کړې
زړه می غورځیږي لــــــــه دې غمه،ځمه

تـــــــــــــــــــــــا چي د خلکو مخ کي ورټلم
درته پــــــــــــــــه ژوند بیا نه راځمه،ځمه

اوس مې د زړه کورګی په تـــــا اباد دی
اوس داسي مه وایـــــــــه چي ځمه،ځمه

وطنه،څه اوکړمه ځــــــــــــــــــار دي شمه
د څو کســــــــــــــــــــــــــانو له ستمه،ځمه

ګوهره زړه مي له دنیـــــــــــــــا نه تور دی
نور دي په خدای بــاندي سپارمه،ځمه

یادونه : خدای خبر چېري مي دا د مطلعې نیم بیته :تاته وروستی سلام کوومه ځمه :تر سترګو شوی وه ،خو هره ورځ به مي خوله راتله،هم هغه وه چي غزل مي کړو