ماشون،ځوانان،سپين ږيري د پسرلي ميلې ته روان و،زه هم له دوۍ سره ولاړم او په ډېرو ګڼو خلکو کي ننوتم٠هلته د پښې د ايښودو ځای نه وه او بې حسابه مخلوق راغونډ وو٠

نه پوهېږم چا له مانه پوښتنه وکړه چي ته يواځي يې که څوک درسره شته

!

ما وويل،زه يوازي يم٠

همدغه وخت زه د يوازي په معنی پوه شوم او دا راته معلومه شوه چي په ډېرو ګڼو خلکو کي هم سړی ځانته يوازي ويلی شي٠

(

غوره نثرونه)