اور دي وي،انګار دي وي خو يار دي وي
ژوند بس خوار و زار دي وي خو يار دي وي

ما دواړه منلي دي په مينه کي
دار دي وي سنګسار دي وي خو يار دي وي

خير دی له ناکامه خو به يې ومنم
ټک دي راکړي مار دي وي خو يار دي وي


نه مي دي پکار دستا شراب ساقي
ما سره خمار دي وي خو يار دي وي

وايي لېونيان د محبت مالي
ګل که نه وي خار دي وي خو يار دي وي

زه څاروان يې نه لرم پروا خلکو
ما پسي ازار دي وي خو يار دي وي

          عبدالوهاب څاروان